افغانستان

طالبانو په کابل کې د امریکا پر سفارت د ننني توغندیز برید پړه پر غاړه واخېسته

نن ټکی آسیا: نن سهار شاوخوا اوه نيمې بجې د کابل ښار د عبدالحق څلورلاري او اومې ناحیې په مربوطاتو کې څلور راګټونو لګيدلو او د پولیسو پر موټر د ښار په منځ کې چاودنې لږ تر لږه څلور پولیس ژوبل کړي.
د کابل امنیتي چارواکو د خپلو څلور پولیس ژوبل کېدل ومنل.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد څو شیبې وړاندې نن ټکي آسیا ویب پاڼې ته په را لېږلې خبر پاڼې کې د برید هدف په کابل کې د عبدالحق څلورلارې ته نږدې د امریکا سفارت ښوولی.
ښاغلی مجاهد زیاتوي چې : « نن سهار وختي په کابل کې د ستر يرغلګر هیواد امریکا سفارت ۴ توغندیه په هدف وويشتل، برید چې د نیږدې نه ترسره شو د امریکا د سفارت کارکونکو او ودانۍ ته يي دروند زیان اړولی ده، د برید نه لږ وروسته د مزدور رژيم پولیسو غوښتل د توغنديو د توغيدو ځای ته ورشي چې ماين پرې انفجار شو او ۴ پولیس يي قتل او ټپيان کړل.
د بريد له امله په امریکايي سفارت کې د خطر زنګونه وغږول شول او کامله وراخطایی خپره شوه، د پيښې د ځاني تلفاتو په اړه تراوسه دقيقه شميره نه ده رارسيدلي، خو بريد خوار په هدف ترسره شوی طبعا به درانه تلفات ولري.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x