له ښې لوري لومړی د ایټالیا لومړی وزیر - ور پسې د نیوزیلینډ لومړی وزیر

د ایټالیا او نیوزیلینډ لومړي وزیرانو استعفاوي ورکړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۱۵مه، ۱۳۹۵ل): ماتیو رنټسی، د ایټالیا لومړی وزیر وروسته له هغې نه استعفی ورکړه کله چې د اصلاحاتو لپاره د نوموړي وړاندې کړې طرحه ناکامه شوه.

همدا رنګه د نیوزیلینډ د لومړي وزیر «جان کي» د استعفی لامل په کور دننه ننګوني یادي شوي دي.

د ایټالیا لومړي وزیر ماتیورنټسی غوښتل چې د قدرت په جوړښت کې به اداري اصلاحات رامنځته کړي، او دغه موضوع يې د ټول پوښتنې لپاره وړاندې کړه خو ونه توانېده چې اړین اصلاحات په خپلې ادارې کې راولي نو له ماتې سره مخ شو او استعفی يې د ځان لپاره غوره وبلله.

نوموړي چې کله تېره شپه خپل بیانیه اوروله ، ویې ويل چې په ټول پوښتنه کې خپله ماتي مني خو اوس ددې لپاره انتظار باسي تر څو د ده مخالف لوري د اصلاحاتو طرحه وړاندې کړي.

رنټسی مخکې له ټول پوښتنې ژمنه کړې وه چې د ماتې په صورت کې به دی له خپل واک نه په خپله خوښه ګوښه کیږي.

د ایټالیا خلکو تېره ورځ یکشنبه په پراخ ډول په ټول پوښتنه کې برخه واخیسته او د رایې ورکولو صندوقونو ته ورغلل.

د ایټالیا ځايي رسنیو د راپورونو په استناد چې ټول پوښتنې دا وښودله چې د لومړي وزیر رنټسی مخالف لوري په ۵۴ – ۵۸ په سلو کې او د هغه طرفدارانو ۴۲ – ۴۶ رايې ترلاسه کړې چې بریالي اعلان شول.

ماتیو رنټسی په ۲۰۱۴ کال کې د ایټالیا لومړی وزیر شو او په خپله وړاندې کړې طرحه کې يې ويلي و چې دغه اصلاحات کولی شي چې ایټالیا کې ښه بدلون رامنځ ته کړي.

د رنټسي ماتې او استعفی به د اروپايې ټولنې په وضعیت کوم بدلون او کوم اغیز ولري ؟ دا هغه پوښتنه ده چې ځواب ته يې انتظار پکار دي.

او دا هم کیدای شي چې د نوموړي استعفی د اروپايي ټولنې په ناورین کې یو ه بله دروازه خلاصه کړي.

دیته ورته په نورو راپورونو کې ويل شوي دي چې د نیوزیلینډ لومړي وزیر جان کي استعفی ورکړې.

نن د نیوزیلنډ رسنیو راپورونه خپاره کړل چې د دغه هېواد لومړی وزیر جان کي د خپل کورنيو ستونزو له امله چې ورسره مخ و استعفی ورکړې او د راتلونکې اونۍ تر پایه به له خپل واک څخه ګوښه شي.

جانی کي چې له ۲۰۰۸ کال راهیسې د نیوزیلنډ د دولت واګي یې په لاس کې لرلې دا مهال يې استعفی ورکړه؛ او دا يې پخپل ژوند کې تر ټولو سخته پرېکړه وبلله.

ټاکلې شوې ده چې تر څو د دغه هېواد لپاره نوی لومړی وزیر د ملی ګوند له لوري ټاکل کیږي د دولت چارې به د جان کی مرستیال ؛ بیل انګلیش په لاس کې واخلي.

د دغه هېواد د «هرالد نیوزلینډ» ورځپاڼې لیکلي چې جان کې خپل هېواد نیوزیلنډ کې دير مینوال لري، هغه د خپلې مېرمنې په غوښتنه استعفی وکړه.

سلیم بریال

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د