کراچي: په هوټل کې اور لګېدني په لسګونو کسان مړه او ټپيان کړي دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۱۵مه، ۱۳۹۵ل): د پاکستان په کراچي ښار کې په یوه هوټل کې اور لګېدلی چې له امله یې د چارواکو په وینا ۱۱ کسان مړه او تر ۷۵ زیات نور سوځېدلي او یا د دودونه له وجي بې سده شوي دي.

د چارواکو په وینا که څه هم اوس مهال تحقیقات روان دي، تر څو د اور لګېدو لامل مالوم شي، خو په ابتدائي توګه ویل کیږي چې اور د برقي شارتونو له امله را منځته شوی دی.

د کراچي ریجنټ هوټل چې د ښار له ښو هوټلونو څخه شمېرل کیږي، په زیات شمېر بهرني سیلانیان او کاروباریان په کښي اوسیږي، تر ۴۰۰ زیاتي کمرې لري، او ویل کیږي چې په ۷۵ ټپیانو کې اکثریت هم د بهرنیانو دی.

د کراچي ښار حکومتي روغتون چارواکو رسنیو ته ویلي چې ۱۱ جسدونه او ۷۵ ټپيان ورته رسیدلي چې په هغو کې ۴ ښځي دي او ټپيانو کې ډېر شمېر بهرنیان شامل دي.

ویل کیږي چې د اور د زیاتېدو سبب په هوټل کې د اور مړه کولو سامان الات نه شتون دی او همداسي د اور لګېدو له امله زیات شمېر کسان له کړکیو څخه د غورځېدو له امله ټپيان شوي دي.

کراچي یو له هغو غټو ښارونو څخه شمېرل کیږي چیري چې د اطفائیه نظام ډیر خراب دی او همداسي په لویو ودانیو کې د ځان ژغورني او اور وژني وسایل ډېر کم دي، چې له امله یې کوچنی اور په لوی اور بدلیږي او د زیاتي مرګ ژوبلي سبب ګرځي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د