ادبي لیکني

د استاد سعد الدین شپون د (مچۍ ځاله) مخکتنه وشوه

پرون د مرغومي په درېیمه په کابل کې دکتاب ښار مسوولينو له خوا د استاد سعد الدين شپون د مقالو پرټولګه مخکتنه وشوه، په ناسته کې استاد نجیب منلي، اسدالله غضنفر، عطاالله خان حیران، ارشادرغاند، ميراحمد ياد، دادمحمد ناوک او ګڼو نورو ليکوالو او مینه والو خبرې وکړي.

استاد غضنفر استاد شپون يو د ځانګړي سبک څښتن وګاڼه او په خبره يې ده په پښتو ادب کې د (ځان ويلو) يعنې هغه څه چې د ليکوال د زړه خبره ده، دود زيات کړ، استاد وويل: مخکې به ځينو لیکوالو د ځينو مصلحتونو پر خاطر ځينې خبرې نه کولې، خو استاد شپون دغه دود مات کړ او دا د یو ښه ليکوال ځانګړنه ده.

ارشاد رغاند د استاد د مچۍ ځاله د لوستلو پر توصيه ټینګار وکړ، داد محمد ناوک استاد يو داسې څوک وګاڼه چې په خبره يې د استاد مخالف لوری هم د هغه ليکنې په پراخ تندي لولي، د نوموړي په خبره د استاد يوه نيمګړتيا داده چې د خبرې د نه کولو زغم نه لري، هرڅه چې يې زړه کې دي ترې ويل کېږي، او دا ځکه اوس مناسب نه دی، چې موږ لاهم په ټولنه کې د زغم پراخ کلتور نه لرو.

دغه ناسته چې ويندوی يې مسکينيار کوله، د رحمت الله حکيمي له خوا پر تلاوت پیل شوه، ناسته نږدې مازيګر د کتاب ښار دناستو په تالار کې پای ته ورسېده.

راپور:عبدالودود سنګين

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x