افغانستان

مارک کریزر: «همدا وخت دی چې امریکا له افغانستان څخه ووزي»

مارک کریزر
مارک کریزر

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۱۵مه، ۱۳۹۵ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانی مامور او د ملت جوړوني په څانګه کې د نړیوالو ټولنو غړي لیکوال او سیاست پوه «مارک کریزر» په خپل یوه تازه لیکنه کې ویلي چې په افغانستان کې د ملت جوړوني پروسه هیڅ لاسته راوړنه نه لري، ځکه نو امریکا باید نور تر دې پروګرام تېر شي او افغانستان پر خپل حال پریږدي.

نوموړي ویلي چې پنځلس کاله وروسته امریکا د ملت جوړوني پر پروسه باندي ۱۱۵ بلیونه ډالره مصرف کړل، (د یوې احصائيې له مخي که د پوځ او جګړې د لګښتونو حساب ورسره مل شي نو امریکا تر اوسه په افغانستان کې ۷۸۳ بلیونه ډالر مصرف کړي).

خو په افغانستان کې په کال ۲۰۱۶ کې حالت دېته راغلی چې امریکا هر څه طالبانو ته بایلي، د امریکا په هڅو چې چې هر څه پرمختګ را منځته شوی، هغه اوس د طالبانو په لاس له منځه ځي، د افغانستان حکومت په کراره کراره نور د فساد له وجي او همداسي د طالبانو له وجي په را پرځېدو دی.

طالبان د کال ۲۰۰۱ راهیسي تر بل هر وخت زیاتي سیمي په خپل کنټرول کې لري، د هیواد پر دریمه برخه یې بشپړ واک دی، او په پاته دوه برخو کې هم د شپي له خوا اکثره سیمي د دوی په ولکه کې وي.
د کال ۲۰۱۶ د جنوري میاشتي راهیسي طالبان وتوانېدل چې د پنځو ولایتونو مرکزونه تهدید کړي، په کابل کې لوي بریدونه وکړي او د هیواد په ټولو ۳۴ ولایتونو کې عملیات تر سره کړي چې هره ورځ یې د بريدونو اوسط ۶۸ بریدونه وو.
په نتیجه کې افغان ځواکونو په یوه کال کې ۱۵۰۰۰ تلفات ورکړل، ۵۰۰۰ ملکي تلفات دي، په هیواد کې تر ۱،۲ ملیونه زیات افغانان له کوره بېځایه شول، د کال ۲۰۱۶ په اولو شپږو میاشتو کې ۸۵۰۰۰ کسانو د اوروپا په لور هیواد پرېښودو ته زړه ښه کړ.
د نوموړي په وینا د طالبانو تر څنګ د افغانستان په ختیځ ولایتونو کې داعش را څرګند شو، د افیومو تولید د تېر کال په نسبت ۴۳ سلنه زیات شو، تر اوسه په مالي لحاظ د جګړې او فساد لپاره هر څه امکانات موجود دي.

د نړیوال بانک د ۲۰۱۶ کال د راپور سره سم په افغانستان کې ټولنیز او مالي لاسته راوړني ۱۵ کاله وروسته په چټکۍ سره د جګړې او فساد له امله له منځه تلونکي دي.

د اوباما ادارې پریکړه وکړه چې په افغانستان کې به ۸۴۰۰ عسکر پریږدي تر څو د افغانستان د عسکرو سره د همکارۍ دنده پرمخ بوزي، په کال ۲۰۱۰ کې دغه شمېر تر سل زره زیات وو، د امریکا حکومت د افغانستان د ټولو ځواکونو بشپړ مصارف ورکوي، په ملکي سطحه باندي هم امریکا د «ملت جوړوني» پروګرام تر ټولو لوی ملاتړی دی، د بروسلز په غونډه کې کومکي هیوادونو پریکړه وکړه چې افغانستان ته به د راتلونکو ۴ کلونو لپاره ۱۵ بلیونه ډالر ورکول کیږي، ددې مصارفو زیاته برخه امریکا ورکوي.

لیکوال پوښتنه کوي، چې ایا وخت نه دی رارسیدلې چې د پورته معلوماتو پر اساس د افغانستان په اړه د امریکا بهرنۍ پالیسي باندي له سره غور وشي؟
او زیاتوي: یوه ډله چې د پوځي جنرالانو او پخوانیو دیپلوماتانو څخه جوړه ده، په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې افغانستان اوس هم د امریکا «د نسلونو ژمني» او ملاتړ ته اړتیا لري. تر څو امریکا په افغانستان کې خپل اهداف تر لاسه کړي..؟ کوم اهداف؟
هیڅ څوک نه شي کولای چې ددې پوښتني جواب په سمه توګه ورکړي، دا پر دې دلالت کوي چې امریکا په افغانستان کې لاره ورکه کړې..

لیکوال زیاتوي: اکثره امریکایانو په افغانستان کې جګړه هېره کړې او نه هم غواړي چې په اړه یې څه واوري او نه هم په افغانستان کې د جګړې د قیمت څخه معلومات لري چې د امریکایانو د ژوند او اقتصاد په زیان تمامیږي.
لیکوال وایی همدا وخت دی چې د امریکا نوی ولسمشر په افغانستان کې خپله لاره بدله کړې او امریکایانو ته نوي اهداف واضح کړي.
تر ۱۵ کلني ناکامي جګړې او پروګرام وروسته باید د امریکا لپاره نوې لاره له افغانستان څخه د پوځونو ایستل وي او په ملکي سطحه باید د «ملت جوړوني» پروسه ودروي، کوم چې هم قیمتي تمامه شوې او هم یې هیڅ لاسته راوړنه نه ده لرلې، د افغان پوځ او پولیسو څخه ملاتړ باید تر ټاکلې مودې پوري وي. نور دي افغانستان پرخپل حال پرېښودل شي چې هر څه ورسره کیږي.
په اخیر کې نوموړی یو وار بیا ټینګار کوي: همدا وخت دی چې له افغانستان څخه امریکا ووزي او په دې توګه هم خپل عسکر او هم خپل مال وژغوري.

مارك كرېزر په افغانستان کې د اسیا فاونډیشن مشر پاته شوی، همداسي د امریکا د یو ایس ایډ (USAID) سره یې پر لوړو دندو كار کړی، د (UNDP) سره، د نړیوال بانک سره یې پر مهمو پوسټونو کار کړی او همداسي په مخابراتو وزارت کې مشاور پاته شوی دی.
نوموړی ددې تر مخه د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د بهرنیو خدماتو مسؤول وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

د مارک کریزر خبره سمه ده، کشکی له اوله د دغی لوی جرم مرتکب شوی نه وی، حتی د یو جرم د قانونی کولو د پاره د سپټمبر د نړیوالی فاجعی جرم یی تر سره کړو، د اچه کوږ بار تر منزله نه رسیږی اول جرم یی په سلو کی سل رسوا او علنی او د وهم جرم ( په افغانستان او عراق باندی ناروا یرغل او اشغالول یی هم نه یواځی نړیوالو ته په ډاګه بلکه د هر اړخیزو ماتو او شرمونو سره مخ شول د دوی د ارقامو له مخی امریکا ۱۷ تریلونه قرضداری او څلور زره کسان… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x