د لعل او سرجنګل ولسوالۍ اجرائیه مدیر: محمد ظاهر قاسمي

غور: یوه دولتي چارواکي په رشوت کې ۱۶ کلنه پيغله په نکاح غوښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۱۵مه، ۱۳۹۵ل): په غور ولایت کې یو حکومتي چارواکي د رشوت په توګه یوه شپاړس کلنه پيغله په نکاح غوښتې.

له راپورنو سره سم د یاد ولایت د لعل او سرجنګل ولسوالۍ مدير اجرائیه محمد ظاهر قاسمي د یوه کلیوال په قضیه کې د همکارۍ په توګه دغه رشوت غوښتی.

د غور ولایت مدني فعالان وايي چې دوی کله په دې هکله خبر شول، احتجاج یې وکړ او د دغه نکاح مخه یې ونیوله.

د تفصیلاتو له مخې شپاړس کلنه انجلۍ د غلام علي لور او د ۱۱م ټولګي زده کوونکې ده.

د لعل او سرجنګل ولسوالۍ د مدني فعالانو د دفتر مسؤول «حیدر خیرخوا» رسنیو ته ویلي چې محمد ظاهر قاسمي، د غلام علي شپاړس کلنه لور په یوه حقوقي قضیه کې د همکارۍ له امله په رشوت کې ځانته په نکاح کړه، هغه زیاته کړې چې انجلۍ اوسمهال په یولسم ټولګي کې زده کړي کوي.

مدني فعال حیدر خیرخوا ددې تر مخه د نورو چارواکو له فساده هم پرده پورته کړې

مدني فعال حیدر خیرخوا ددې تر مخه د نورو چارواکو له فساده هم پرده پورته کړې

بلخوا د یادي ولسوالۍ ولسوال محمد اسماعیل رضايي دغه تهمت بللی او د شخصي دښمنۍ په وجه یې د اجرائيه مدير د بدنامولو هڅه بللې ده.

خو تر اوسه خپله محمد ظاهر قاسمي په دې اړه څه نه دي ویلي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د