نړۍ

برګډال د اوباما څخه بخښنه غوښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۱۵مه، ۱۳۹۵ل): د طالبانو په بندي خانه کې یوازینی بندي شوی امریکايي عسکر «بو برګډال» د اوباما څخه د عفوې غوښتنه کړې.

نوموړی په کال ۲۰۰۹ کې له خپل قرارګاه څخه وتلی وو او بیا طالبانو ته په لاس ورغلی وو، او پنځه کاله د بند تېرولو وروسته د پنځه طالب بندیانو په تبادله کې خوشي شو.

د امریکا سپيني ماڼۍ تایید کړې چې «بو برګډال» د ولسمشر باراک اوباما څخه عفوه غوښتې. نوموړی غواړی د ټرمپ د ولسمشرۍ تر مخه د باراک اوباما له لوري معاف شي، ځکه چې ویره لري، ټرمپ به ورسره سخت چلند وکړي.

ټرمپ د راتلونکي کال ۲۰۱۷م د جنوري پر ۲۰مه په رسمي ډول د حکومت واګي په لاس کې اخلي.

نوموړي ددې تر مخه د برګډال په اړه سختي څرګندوي کړي وې، د انتخاباتي کمپاین پر مهال یې په یوه غونډه کې «برګډال» خاین بللی وو او د هغه د اعدام غوښتنه یې کړې وه.

ټرمپ همداراز د ۲۰۱۴ کال د بندیانو تبادله غندلې وه چې له امله یې د ګوانتنامو زندان څخه د پنځه طالبانو د خوشي کېدو په بدل کې برګډال خوشي شو.

د بند پر مهال دبرګډال ویډیوګاني هم خپرې شوې، چې نوموړي په کښي ویلی وه طالبان ښه چلند ورسره کوي.
د بند پر مهال دبرګډال ویډیوګاني هم خپرې شوې، چې نوموړي په کښي ویلی وه طالبان ښه چلند ورسره کوي.

برګډال اوس مهال ۳۰ کاله عمر لري، هغه چې له کله نه د طالبانو له لوري خوشي شوی، په امریکا کې د پوځي محکمې سره مخ دی. د قرارګاه څخه د وتلو، خپلو مشرانو امر نه منلو او د بند پر مهال د امریکا پر ضد څرګندونو او نورو تورونو سره مخ دی. که پر نوموړی دغه تورونه ثابت شي، هغه به اقلا د ټول عمر لپاره زندان ته واستول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x