د وطن د لور ګیله/ شهید مستسعید

شهید ملا محمد حسین مستسعید

اوښکې تړمې تړمې تویومه تاته نه وایم
پټې مي سلګۍ ځان ته ساتمه تاته نه وایم

تاو را تاو برجونه پر ناموس زما په سر ساتم
پت د خپل حریم ورنه ژغورمه تاته نه وایم

وینې نه تار تار شولو پړوني د وطن د لور
دا ګیله په خپل زړه کې لرمه تاته نه وایم

وایه د غلیم مخه به زه په څه ور ډب کړمه
دعا تل د بري درته کومه تاته نه وایم

لور د اکبر خان یمه او خور د سترغازي اکبر
حق د خپل ناموس پر تا لرمه تاته نه وایم

خیر که زه چیغه د ملالې یو ځل پورته کړمه
دا ټپه دې غوږ ته رسومه تاته نه وایم

څومره بې همته شول څښتنه د دې وخت زلمي
غم ته مې خپل خدای را ننګومه تاته نه وایم

څه ځواب به وايې و خپل خدای ته د سبا په ورځ؟‏
ته خو راته ووایه خیر زه که تاته نه وایم

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د