دیني، سیرت او تاریخ

د قرآن کریم د تلاوت پر مهال له خطاګانو ځان وژغورئ!« لومړۍ برخه»

ژباړه: سعیدالرحمن

ځېنې ښکاره خطاګانې دي چې ځینې خلک یې سمه لوستنه نه کوي، او حال دا چې د الله کتاب تلاوت کوي، تر ټولو ستره او خطرناکه خطایې هغه د کلمو په زور، زیر او پیش کې ده، پداسې ډول سره چې ډ زور پر ځای پیش یا زیر ووایې او یا داسې نور……

د تجوید د علم پوهان دارنګه خطایې د ښکاره خطایې (لحن جلي) څخه شمیري، او د تجوید په احکامو کې چې کومه خطایې رامنځ ته شي پټه خطایې (لحن خفي) ورته وایې.

د جلي خطايې خطر ډیر زیات دی، هغه داسې چې د دې له امله په ډیرو ځایونو کې د حرکتونو د تغیر له امله معنی هم تغیر کوي، دایت معنی برعکس کوي، داسې مثالونه به تاسې په دې فصل کې وګورئ.

امام قرطبي رحمه الله د خپل تفسیر (الجامع لاحکام القران/للقرطبي – ۲۳/۱) په مقدمه کې د ( باب ما جاء فی اعراب القرآن و تعلیمه) دعنوان نه په ښکته لیکي دي:

د اعراب د پیژندنې او د ضروت د حس کولو په باره کې ډیر ډیر دلیلونه شته، د دې هدف د پاره چې د قرآنې کلماتو په لوستلو کې د خطاګانو نه ژغورنه وشي چې له امله چې د ایت په معنی کې فاحشه خطايې رامنځ ته نه شي.

له دې وروسته یې د یوه بانډهچي کیسه بیانه کړیده، مدینې ته د قرآن کریم د زده کړې د پاره د عمر رضي الله عنه په درو خلافت کې یو بانډهچي راغلي ؤ.

ابن ابی ملیکه وایې: د عمر رضي الله عنه په دور خلافت کې یو بانډچي راغی، ویل یې چې ما ته به څوک د هغې وحې ښوونه وکړي چې په محمد صلی الله علیه وسلم نازل شویده؟

وایې: یو تن ورته سورة البراءة ولوسته چې داسې یې وویل:

(( ان الله برې من المشرکین ورسوله)).

[ورسوله] یې د لام په زیر سره ولوستو؛ نو د ورسوله کلمه یې په المشرکین باندې عطف وګرځوله.

اعرابې وویل: آیا الله د خپل رسول نه بیزاره شویدی؟ که الله د خپل رسول نه بیزاره شوی وي؛نو زه ورنه ډیر بې زاره یم!!

د دې اعرابې خبرې عمر رضي الله عنه ته ورسیدلي ، بیا یې راوغوښتو ورته یې وویل:

اې اعرابي! ایا ته د الله د رسول نه ځان بیزاره کوې؟

اعرابې ورته کړه: اې د مؤمنانو مشره! مدینې ته راغلم، زه په قرآن نه پوهیدم، ما غوښتنه وکړه چې څوک به ما ته قرآن ولولي، دویو ما ته د سورة البراءة تلاوت وکړ، او ورسوله یې په د لام په زیر سره ولوستلو.
عمر رضي الله عنه ورته وفرمایل: داسې نه ده.

اعرابي ورته وویل : نو څنګه دی اې د مؤمنانو مشره!

عمر رضي الله عنه ورته وویل: ان الله برئ من المشرکین ورسوله، د [ورسوله] یې د لام په پیش سره یې ولوستو.

اعرابي وویل: زما د په الله قسم وي چې د هغه څه نه بیزاري غوره کوم د کوم نه چې الله او د هغه رسول غوره کړې ده.

له دې وروسته عمر رضي الله عنه وفرمایل: خلکو ته به د قرآن تعلیم هغه تن ورکوي چې په لغت باندې بوهیږي.( الجامع لاحکام القرآن للقرطبي ۱/۲۴).

دا وګوره اعرابي څرنګه معکوس مقصد له ایت نه واخیسته کله چې د پیش پر ځای باندی زیر وویل شو، د ایت معنی داسې ده چې الله او د هغه رسول د مشرکانو نه بیزاره دي.

[ د (ورسوله) په زیر سره یبیا داسې مغنی ورکوي: الله تعالی د مشرکانو او خپل رسول نه بیزاره دی].
نور بیا …

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x