
ادبي لیکني
د هلمند د رود د حوزې کتابښتود چاپ شو
د هيواد د پياوړي ليکوال او سياستوال ډاکټر فاروق اعظم نوی کتاب « د هلمند د رود د حوزې کتابښود A Bibliography of the Helmand River Basin » چاپ شو
په دغه کتاب کی د هلمند د رود د حوزی تقریبا دوه زره کتابونه، راپورونه او مقالی راټولي سویدي. دا کتاب به د هغو کسانو لپاره مؤخذ وي چی په دغه حوزه کی د ابادی خیال لري. دلته ارزګان، کندهار، هلمند او نیمروز د هلمند د رود د اوبو حوزه ده چي ددغه کتاب موضوع ده.
دغه کتاب کی تخنیکی او فنی خوا ډیره ده چي انګلیسی خوا یی ده ؛ خو یو څه ټولنیز اړخ ته یی هم توجه سویده چی اکثره یی د کتاب په ښی برخه کی راټول دي.
ليکوال تر دې وړاندې هم د هيواد په مسائلو يو څه کتابونه ليکلي او چاپ شوي دي چې د کتاب د مينه والو له لوري له تاوده هرکلي سره مخ شوي دي.
ياد کتاب د هيواد په بيلابيلو کتاب پلورنځيو کې ترلاسه کيدای شي.