ټولنیزه برخه

د سرمايه ګذارۍ مفيد تخنيکونه

Capital Budgeting techniques
هرهغه څوک او یا هر یو بانک سرمایه دارې کوې او خپله سرمایه په یوه منصوبه لګوې نو د ښې او بریالې سرمایه دارۍ لپاره باید لاندې ټکې په نظر کې ونیول شې.
۱ـ د پیسود بیرته راګرځیدلو موده
۲ـ د نرخ سره د پیسود بیرته راګرځیدنې موده
۳ـ د پولې واحد موجوده قیمت
۴ـ د سرمایې د ګټې نسبت
۵ـ د ګټې (سود) نرخ

لکه څرنګه چې پورته مې یادونه وکړه چې د یوې ښې سرمایه دارۍ لپاره باید یاد شوې تخنیکونه وکارول شې تر څو مخکې له دې چې په کوم ځای کې سرمایه داري وکړۍ درمعلومه شې چې که په   څومره روپۍ به ګټه وکړۍ او څومره به ښه وې.
پورته یادشوې تخنیکونه په هغه وخت کې ښورا مفید وې کله چې دوه یا ډیرې منصوبې په نظر کې د سرمایه دارۍ لپاره ولرې او په دې فکر کې وي چې په کوم یوه پلان کې به کامیاب شم او په کوم یوه کې به ډیره ګټه وکړې نو دا تخنیکونه په فیصله کولو کې درسره ډیره مرسته کولی شې…

 ۱ – د پيسو د بيرته راګرځيدلو موده

د پیسو د بیرته راګرځیدلو د مودې څخه مراد هغه وخت په کومه کې چې ستا هغه پیسې چې په کومه منصوبه او یا کوم پلان یې لګوې راګرځې، د مثال په ډول که په یوه منصوبه باندې یو لک افغانۍ په شروع کې ولګوې نو کولې شې چې د پیسو د بیرته راګرځیدلو د مودې په تخنیک سره معلوم کړې چې په څومره وخت کې به بیرته یو لک افغانۍ لاس ته راوړې،

که چیرته پلانونه او یا منصوبې دوه او یا ډیرې وې نو هغه پلان انتخاب کړۍ په کوم کې چې د پیسو د بیرته راګرځیدلو موده لږه وې.

د سرمایه شوو پیسو څخه څومره پیسې چې په هر کال او یا ټاکلې مودې سره لاسته راوړۍ منفې کړۍ،

که ټاکلې موده د کلونو له حسابه وې نو وشمیرۍ چې په څو کلونو  کې تاسې خپلې سرمایه شوې پیسې پوره کوۍ.

 ۲- د نرخ سره د بيرته راګرځيدنې موده

دا چې اکثره تجارتونو د سود په بنیاد تکیه دې نو له دې کبله دوی د پولې واحد ارزښت په نظر کې نیسې او کوشش کوې چې معلوم کړې چې هغه مقدار روپۍ چې ورته څه موده وروسته لاس ته راځې د پولې واحد د اوسنې نرخ سره څومره توپیر لرې،
په دې تخنیک کې تجاران او یا هغه څوک چې په یو ځای کې سرمایه دارې کوې د پولې واحد اوسنې ارزښت له راتلونکې ارزښت سره پرتله کوې او بیا ګورې چې د اوسنې نرخ مطابق ورته خپلې سرمایه شوې روپۍ په څومره موده کې رسیږې..

د هر پلان موده چې لږ وه انتخاب یې کړۍ.

د هغو پیسو ارزښت چې په راتلونکې کې یې لاس ته راوړۍ  د درکړل شوې نرخ په مطابق پیداکړې او بیا له سرمایه شوې روپیو څخه یې منفې کړۍ او معلوم کړئ چې په څو قسطونو سره درته سرمایه شوې روپئ لاس ته راځې…

۳ – د پولې واحد موجوده نرخ

سرمایه دار کوشش کوې، هغه روپئ چې ورته څه موده وروسته د سرمایه شوو روپیو څخه لاسته راځې د اوسنیو روپیو د پولې واحد له نرخ سره یې پرتله کړې که چیرته د سرمایه شوو روپیو له مقدار څخه زیاتې وې نو پلان باید انتخاب شې، د مثال په ډول که یو سرمایه دار په یوه پلان باندې لس لکه افغانۍ سرمایه کوې، او هر کال ورته ۲۵۰۰۰۰ افغانې د۶ کلو لپاره لاسته راځې چې ټولې ۱۵۰۰۰۰۰ افغانۍ کیږې، سرمایه دار ۱۵۰۰۰۰۰ افغانئ د اوسنې پولې واحد له نرخ څخه پیداکوې او بیا یې له سرمایه شوو روپیو سره پرتله کوې، که ځواب یې مثبت وو او یا هم له سرمایه شوو روپیو څخه زیات وو نو پلان دې انتخاب کړای شې..

۴- د سرمايې د ګټې نسبت

د پولې واحد یو نقصان دی او هغه د سرمایه شوو روپیو مقدار دی چې په نظر کي پکې نه نیول کیږې. د مثال په ډول که دوه پلاونه ولرې او په یوه باندې لس لکه افغانۍ سرمایه ګذارې کوې او په بل باندی شل لکه، د لومړې پلان د پولې واحد موجوده نرخ یې مثال ۲۵۰۰۰۰ افغانې وې او په دوهم پلان کې د پولې واحد اندازه ۳۰۰۰۰۰ افغانې وې، نو د پولې واحد د اوسنې نرخ مطابق به دوهم پلان انتخابوۍ، خو که سرمایه شوې روپیو ته وګورو نو لومړئ پلان کې د دوهم دوه چنده دې نو له دې لپاره د سود یا ګټې نرخ یې اړین وبلل تر څو معلومه کړې چې کوم یو پلان د فیصدۍ له مخې ډیره ګټه یا سود کوې..

د پیداکولو لپاره یې د راتلونکې ټولو روپیو موجوده قیمت په سرمایه شوو روپیو تقسیموو او په سلو کې یې ضربوو تر څو یې فیصدې په لاس راشې، بیا که د هر یوه فیصدې زیاته وه هغه پلان دې انتخاب کړای شې..

 ۵- د ګټې او يا د سود نرخ

هغه روپئ چې یې د هر کال او د ټاکلې وخت لپاره په یوه پلان د سرمایه شوو روپیو څخه لاسته راوړۍ نرخ د بازار او یا د مارکیټ له نرخ سره پرتله کول دې..

د هغو پیسو نرخ معلوم کړۍ چې یې لاسته راوړۍ او بیا د بازار او یا مارکیټ له نرخ سره پرتله کړۍ که د مارکیټ له نرخ څخه یې نرخ زیات وو، پلان دې انتخاب کړای شې او که کم وو نو مه یې انتخابوې..

په پورته تخنیکونو کې په هر ځاي کې د زیات او یا کم ذکر شوی دی، کله ذکر شوې دې چې که کم شې پلان دې انتخاب کړای شې او یا که زیات شې پلان دې انتخاب کړای شې، خو که چیرته مساوې شې بیا پخپله فیصله وکړای…

اسدالله مبارز

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x