فکري روزنه (۴۳)

 م، نجم الرحمن (فضلي)

د زړه ډولونه

(۱) سخت زړه

خدای تعالی جل جلاله فرمايي  ثُمَّ قَسَتۡ قُلُوۡبُکُمۡ مِّنۡۢ بَعۡدِ ذٰلِکَ فَہِیَ کَالۡحِجَارَۃِ اَوۡ اَشَدُّ قَسۡوَۃً ؕ وَ  اِنَّ مِنَ الۡحِجَارَۃِ لَمَا یَتَفَجَّرُ  مِنۡہُ الۡاَنۡہٰرُ ؕ وَ اِنَّ مِنۡہَا لَمَا یَشَّقَّقُ فَیَخۡرُجُ مِنۡہُ الۡمَآءُ ؕ وَ اِنَّ مِنۡہَا لَمَا یَہۡبِطُ مِنۡ خَشۡیَۃِ اللّٰہِ  ؕوَ مَا اللّٰہُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعۡمَلُوۡنَ ﴿۷۴﴾ (( البقرة آية ۷۴ )

ژباړه : بيا سخت شول زړونه ستاسې پس له دغه (ژوندي کولو د مړي) نو دغه زړونه په مثل د تيږی دي (په سختوالي کې) بلکه ډير زيات دي په سختوالي کې؛ او بيشکه چې له ځينو تيږو ځينې خامخا هغه دي چې خوټيږي (بهيږي) له هغو څخه لوی لوی ويالې : او په تحقيق سره ځينې له دې تيږو څخه خامخا هغه دي چې چوي نو راوځي له هغو څخه اوبه او بيشکه ځينې له دې تيږو څخه خامخا هغه دي چې را رغړي (د غره له سره) له ويرې د الله ؛ او نه دی الله بې خبر له هغه څه چې کوی يې تاسې (اې جهودانو).

يعنې له ځينو تيږو څخه ډيرې ګټې رسيږي چې اوبه او ويالې ور څخه وځي او له ځينو تيږو څخه لږ اوبه وځي او د هغه ړومبني قسم په نسبت لږ فايده ور څخه اخيستل کيږي، که څه هم له ځينو تيږو څخه چا ته څه فايده نه رسيږي خو په هغو کې يو ځانته اثر او تاثر موجود وي، مګر د دوی زړونه له دې درې ډولو تيږو څخه سخت دي، نه په هغو کې څه فايده او نه پکې د خير کومه خبره شته.

د انسان زړه د ځمکې په څير دی، کله چې يو انسان په ځمکه ډير وخت کښت ونه کري، محنت ونه کړي نو دا ځمکه خرابه شي او بيا کوم حاصل نه ورکوي، ځکه چې په کومه ځمکه محنت نه کيږي هغه سختيږي او سخته ځمکه د حاصل ورکولو وړ نه وي، انسان هم چې کله په خپل زړه محنت کول پريږدي نو کرار کرار د هغه زړه سخت شي او کله چې زړه سخت شي نو هغه بيا له تيږو څخه هم زيات سختيږي ثُمَّ قَسَتۡ قُلُوۡبُکُمۡ مِّنۡۢ بَعۡدِ ذٰلِکَ بيا له هغه څخه وروسته سخت شول زړونه ستاسې  فَہِیَ کَالۡحِجَارَۃِ اَوۡ اَشَدُّ قَسۡوَۃً ؕ  نو دغه زړونه په مثل د تيږی دي (په سختوالي کې) بلکه ډير زيات دي په سختوالي کې، بيشکه چې له ځينو تيږو ځينې خامخا هغه دي چې خوټيږي (بهيږي) له هغو څخه لوی لوی ويالې : او په تحقيق سره ځينې له دې تيږو څخه خامخا هغه دي چې چوي نو راوځي له هغو څخه اوبه او بيشکه ځينې له دې تيږو څخه خامخا هغه دي چې را رغړي (د غره له سره) له ويرې د الله، مګر اې انسانه ! کله چې د ستاسو زړونه سخت شي نو تاسو بيا د الله تعالی د ويرې هيڅ پروا نه کوی او تيږی هم بيا ستاسو د زړونو په سختي باندې شرميږي.

(۲) زنګ وهلی زړه

خدای تعالی جل جلاله فرمايلي دي کَلَّا بَلۡ ٜ رَانَ عَلٰی قُلُوۡبِہِمۡ مَّا کَانُوۡا یَکۡسِبُوۡنَ ﴿۱۴﴾ (المطففين آية ۱۴ ) .

ژباړه : نه ده داسې لکه چې وايي منکران، بلکه زنګ اچولی دی پر زړو د دوی هغو ګناهو چې ؤ دوی چې کول به يې.

يعنې خبره دا ده چې د ګناهونو د کثرت او مزاولت له امله د هغوی په زړو باندې زنګ لويدلی دی، نو ځکه دسمو حقايقو انعکاس په هغو کې نه کيږي، په حديث شريف کې راغلي دي له حضرت ابو هريرة رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل ! کله چې يو سړی ګناه کوي يو تور ټکی د هغه په زړه کې پيدا کيږي، که توبه يې وکړه نو دا ټکی ليرې کيږي که نه نو هومره چې ګناه کوي په هماغه اندازه دا ټکی پلنيږي تر دې چې د ده زړه تک تور شي، بيا د حق او د باطل هيڅ فرق، توپير او تميز نشي کولای.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د