ټولنیزه برخه

وو نه وو «له پنده ډکه کيسه»

ژباړه: حمدالله حلمیار

وایي یو مغرور ځوان چې قیمتي جامې به یې اغوستې وې په ښار کې به ډیر په کبر او غرور روان وو، د غرور یې دا حال وو چې د ښار عام خلګ یې په انسانانو نه شمارل… یوه ورځ دا مغرور ځوان روان وو چې پر یوې ښځې یې نظر پریوت، کلیواله ښځه د سرک پر غاړه ناسته ده د غوړو زی یې مخې ته پروت دی، او په یوه پیمانه غوړي پلوري، مغرور ځوان وروګرځیدی او په ډیر مغرورانه انداز یې ورته وویل: میرمنې په دې زي کې څه دي؟ ښځې ورته وویل: وروره دا غوړي دي پلورم یې! ځوان ورته وویل: ښا نو ته ماته لږ څه راکړه چې خوند یې وګورم… ښځې د زي خوله خلاصه کړه او په جام کې یې غوړي ورته راوایستل… د ښځې پام نه وو چې د ځوان پر جامو یې غوړي وروڅڅول، ځوان په قهر شو او ښځې ته یې په لوړ اواز وویل: تا خو زما قیمتي جامې راخرابې کړې؟ ته به ضرور زما د جامو تاوان راکوې.

زه دې یو قدم هم نه پریږدم ماته به پوره زر درهمه راکوې…! ښځه وارخطا شوه او په ویریدلې لهجه یې وویل: وبخښه وروره! ما خو قصدا ستا جامې نه دي خرابې کړې… او بل زه غریبه ښځه یم زر درهمه ما په خوب هم نه دي لیدلي. ځوان ورته وړیل: زما له دې سره هیڅ کار نشته چې ته پیسې لرې او کنه، خو زما جامې دې را خرابې کړې زه د خپلو جامو تاوان غواړم… ښځې ورته عذر او زارۍ وکړې خو ځوان نور هم غوسه شو او ښځې ته یې وویل: زه زر درهمه غواړم نور هیڅ نه اورم کنه نو له دې ځایه ګام هم نشې اخیستی…

یو لاروي ځوان چې ددوی دغه خبرې واوریدې جیب ته یې لاس کړ زر درهمه یې د مغرور ځوان په لاس کې ور کیښودل او زیاته یې کړه: واخله ستا د جامو قیمت زه درکوم، دغه بیوزله ښځه پریږده…

ځوان پیسې واخیستې او روان شو، لاروي ورغږ کړ: چیرته روان شوې؟ ځوان وویل: ماته د جامو قیمت میلاو شو نور ځم خپل کار پسی!

لاروي ورته وویل: نو جامې چیرته وړې؟ ځوان په حیراني وویل: ستا موخه څه ده؟ لاروي ورته وویل: تاته ما ددغو جامو قیمت درکړی ده، اوس ته نشې کولای چې زما په جامو کې ولاړ شې؟

ځوان په وارخطایي ورته وویل: ستا هدف څه دی؟ ایا ته غواړې ما بربنډ کړې؟ ته خو مې د خلګو په مخ کې شرمنده کوي…!

لاروي ورته وویل: له دې سره زما کار نشته چې ته بربنډیږې او کنه ماته مې خپلې پیرل شوې جامې راوباسه او یا یې قیمت راکړه! مغرور ځوان چې کرار کرار یې سد سرته راغلی وو نو په پریشانه موسکا یې وویل: ښه ښه پروا نکوې دادی خپل قیمت دې بیرته واخله او ما پریږده چې لاړ شم…

لاروي ورته وویل نه! ماته به زما د غوښتنې سره سم قیمت راکوې! ځوان وویل څومره؟ لاروي وویل: دوه زره درهم … ځوان چې حوصله بایللې وه په ژړغوني غږ وویل: دا ظلم دی دا جامې خو دوه سوه درهمه قیمت هم نلرې ته یې څنګه په دوه زره درهمه پلورې…

لاروي ورته په غوسه وویل: هغه زما کار دی چې په څو یې درکوم، اوس ماته دوه زره درهمه راکړه او یا جامې راوباسه نور دې یو قدم هم مخته نه پریږدم… ځوان وویل: دا ظلم دی، ته غواړې ما خلګو ته وشرموې، ته غواړې استغلال وکړې او…

بالاخره یې لاروي ته دوه زره درهمه ورکړل او ځان یې خلاص کړ… ځوان اعلان وکړ چې ما دا دوه زره درهمه دغې میرمنې ته وربښلې دي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
درس: • تر ځان ټیټو خلګو ته سپک مه ګوره، خدای ته ستا سپکول هم اسانه دی.
• لويي کول یوازي الله جل جلاله سره ښایي
• که د ځان لپاره انصاف غواړې،نا انصافي مه کوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x