افغانستان

لوګر کې چاودنې څلور پولیس وژلي او ګڼ نور ټپيان کړي

نن ټکی آسیا: نن له غرمې وروسته د ماسپښين شاوخوا دوه نیمې بجې د لوګر ولایت په مرکز پل علم ښار کې د چاودنې په پايله کې څلور پولیس او دوه ملکي وګړي وژل شوي او له لسو زیات نور ټپيان شوي دي.
د لوګر امنیتي چارواکي د خپلو سرتېرو مرګ-ژوبله مني او زیاتوي چې په ټپيانو کې پولیس او ملکي وګړي شامل دي.

د لوګر د والي ویاند دین محمد درویش له رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل، چاودنه د سرې میاشتې دفتر ته څېرمه رامنځته شوي، د ده په قول چاودېدونکي توکي په یوه بایسکل کې ځای پر ځای شوي وو.
عیني شاهدان وايي ، چاودنه خورا زوروره وه او د شاوخوا ودانیو ښیښې یې ماتې کړې.دوی زیاتوي چې چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې کله  پولیس له سېمي د تېریدو په حال کې وو.
تر اوسه د پېښي پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې.
بل خوا نن سهار وختې طالبانو په کابل کې د امریکا پر سفارت څلور توغندي ورولی ،چې د امنیتي چارواکو له وینا سره سم، لږ تر لږه څلور پولیس یې ټپيان کړي او یو یې وژلی. همداراز د ننګرهار په اچین کې هم د سړک غاړي ماین درو عسکرو ته مرګ-ژوبله اړولې.
د لوګر د یادې چاودنې په اړه طالبانو کوم غبرګون نه دی ښوولی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x