نړۍ

د اسرائیل پارلمان د فلسطینانو پر شخصي ځمکو کورونو جوړولو ته اجازه ورکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۱۶مه، ۱۳۹۵ل): د اسرائیل په پارلمان کې یو تازه قانون منظور شو، چې پر اساس به یې یهودانو ته اجازه وي تر څو د فلسطین په غربي تړانګه کې هر ځای چې ځانته مناسب وبولي، هلته کور او کلی جوړ کړي.
ددغه قانون سره سم یهودان به کولای شي چې د فلسطیني وګړو په ناخوښي او په زور هم دا کار وکړي، خو اصلي مالک ته به د ځمکي مناسب قیمت ورکوي.

د الجزیرې ویب پاڼي د خبر سره سم دغه قانون ته په پارلمان کې ۶۰ غړو مثبته رایه او ۴۹ غړو منفي رایه ورکړه او په دې توګه نوی قانون جوړ شو.
په پارلمان کې عرب وکیلانو دغه قانون وغندی، د قانون مسوده یې وشکول او وې ویل چې اوس به یهودان کولای شي چې د نور هم د فلسطینانو ځمکي غصب کړي.

د راپور سره سم اوس به د یهودانو هغه کلي هم قانوني حیثیت ولري چې ددې تر مخه یې د نړیوالو قوانینو سربېره د اسرائیل پر قوانینو هم برابر نه وه.

د فلسطین غربي تړانګه اکثریت سیمي لا له وړاندي د یهودانو تر ولکې لاندي دي او کلي باندي جوړ شوي دي.

په اسرائیل کې د «حرکة السلام» په نامه یهودي ګوند ویلي چې ددې قانون د عملي کېدو په صورت کې به هغه ۵۵ غیر قانوني کلي ټول قانوني حیثیت ولري چې ددې تر مخه د اسرائیلو د قانون سره سم غیر قانوني وې، په دغه ۵۵ کلیو کې شاوخوا ۴۰۰۰ کورونه دي.
دوی دغه پرېکړه غندلې او ویلي چې په دې توګه به په فلسطین کې د سولي راتلو او دوه هیوادونو جوړېدو پلان همداسي غیر عملي پاته شي.
د فلسطین حکومت غوښتنه کوي چې نړیواله ټولنه دي دوی ته د اسرائیلو تر څنګ د فلسطین په نامه هیواد منظور کړي او اسرائیل دي خپل سرحدات معلوم کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x