نړۍ

د امریکا په اور لګېدنه کې د مړو شمېر نور هم زیات شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۱۶مه، ۱۳۹۵ل): د امریکا د اوکلاند ښار پولیس وايي چې تر اوسه د اور لګېدني په پېښه کې ۳۶ کسان وژل شوي دي.

هغوی اندېښنه څرګنده کړې چې دغه شمېره به نوره هم پورته شي.

تر اوسه د ۱۱ کسانو د جسدونو د کره هویت په اړه معلومات تر لاسه شوي دي، خو پولیس وايي چې د نورو د هویت معلومول به ډېر زیات وخت واخلي.

ددې تر مخه د پولیسو یوه چارواکي ویلي وه چې دمړو شمېر به کیدای شي تر ۴۰ هم زیات شي.

باید وویل شي چې د تیري جمعې په شپه پر یولس بجې په یوه ودانۍ کې هغه وخت اور ولګېد کله چې د ۵۰ څخه بیا تر ۱۰۰ کسانو د موسیقي په یوه کانسرت کې ګډون کړی وو.
د اور لمبې تر سهاره بلې وې.

د اطفائیه چارواکو ویلي چې ددوی کارکوونکو د اور لګېدني په ځای کې ۱۲ ساعته مکمل کار وکړ تر څو وتوانېدل چې لګېدلی اور قابو کړي او ودانۍ ته ننوزي، خو زیاته کړې یې ده، چې د یادي ودانۍ ټولي برخي کتل او په مړي موندل به څو ورځي واخلي.

د اوکلاند په سیمه ایز پولیس مرکز کې د سوځېدلو کسانو او ورک شویو کسانو په اړه د معلوماتو راټولو په خاطر یو مرکز جوړ شوی تر څو کورنۍ او قریبان وکولای شي چې د خپلوانو په اړه معلومات وکړي.

تر اوسه د اور لګېدني سبب نا معلوم دی، خو ویل کیږي چې په ودانۍ کې د اور د مخنیوي په خاطر اسانتاوي کمي وي او قانوني لایسنس یې هم نه لره تر څو د رقص او موسیقي کانسرتونه په کښي جوړ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x