افغانستان

امریکا: د افغانستان شخړه بېله مذاکراتو نه حل کیږي، طالبان واقعي فرصتونه لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۱۶مه، ۱۳۹۵ل): د امریکا حکومت د افغانستان له ګاونډیو هیوادونو څخه غوښتي چې طالبانو ته واضحه کړي چې د افغانستان د شخړي د حل لپاره بېله مذاکراتو بله هیڅ لاره نشته.

د اسیا زړه هیوادونو د کانفرانس وروسته د امریکا څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د کوم هیواد نوم نه دی اخیستی خو ددې تر مخه یې د پاکستان څخه غوښتنه کړې چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د مذاکراتو لپاره لاره هواره کړي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي لوریل میلر ویلي: «د طالبانو پر مخ د سولي د مذاکراتو دروازه خلاصه ده، دوی کولای شي چې له همدې دروازې را دننه شي.».

هغې زیاته کړه: «مونږ سیمه ایز هیوادونه تشویقوو تر څو د افغان حکومت سره د مذاکراتو په پروسه کې همکاري وکړي او له دوی څخه غوښتنه کوو چې د هر فرصت څخه په استفادې طالبانو ته واضحه کړي چې د افغانستان د شخړي د حل لپاره یوازینی لاره مذاکرات دي او دا چي طالبان د سولي په پروسه کې واقعي فرصتونه لري».

باید وویل شي چې ددې تر مخه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال نیکولسن رسنیو ته ویلي وه چې پاکستان، ایران او روسیه د طالبانو سره ښې اړیکي لري او کولای شي چې هغوی ته د مذاکراتو قناعت ورکړي او د افغانستان په سوله کې مهم رول ولوبوي.

 د طالبانو سیاسي دفتر غړي د افغان ژورنالیستانو او سولي فعالانو سره په ناسته کې
د طالبانو سیاسي دفتر غړي د افغان ژورنالیستانو او سولي فعالانو سره په ناسته کې

باید وویل شي چې د طالبانو استازو هم په قطر کې د ژورنالیستانو او د سولي لپاره هلي ځلي کوونکو فعالانو سره په ناسته کې ویلي وه چې دوی په افغانستان کې سوله او ارامي غواړي، خو د کابل حکومت د سولي خبري یوازي د یو تکتیک په توګه کاروي او تل هڅه کوي چې دوی پر پاکستان پوري وتړي.

په دغه غونډو کې یوه ګډونوال ډاکټر فیض محمد ځلاند په خپل مفصل راپور کې لیکلي چې طالبانو دوی ته واضحه کړه چې «سوله طالبانو ته لومړیتوب لري ځکه چې دوی له خپل ګران وطن څخه لري دي، په دوی د ګرځیدو را ګرځیدو بندیزونه دي، دوی په تور لیست کې دي او په دوی جګړه تپل شوي ده. د طالب د جګړې په اړه دوی په واضحو ټکو کې وویل چې دا جګړه د دوی اختیار نه دی بلکې مجبوریت دی. طالب په امریکا او نړۍ پسې نه ده تللي بلکې نړۍ جګړې دپاره افغانستان ته راغلي نو ځکه لازمي ده چې نړیوال په افغانستان کې خپل نظامي شتون تمام کړي، د امریکا پوځیان باید له افغانستان څخه ووځي او د جګړې د پای ته رسولو د پاره کوټلې، معقول او اړین ګامونه پورته شي.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

زما د سیاسی ارزونو له مخی یو کمزوری سړی په جنګ کی ډیر کنځل او ځان په ډیر ه جنګی څیره یعنی قاریدلی او تر ټولو پیاوړی ښودلو ، مګر د دی سره سره یی د ځان ساتنی او له جنګه د ځآن لیری ساتلو هڅی هم ورسره وی . چا تری پوښتنه وکړه ، هم جنګی لاپی او په عملی بڼه کی له جنګه ځان لیری ساتی هغه ورته وویل د جنګ ګټل یواځی د ځان او بل خوږول نه بلکه د جنګی اهدافو لاسته راوړنه ده ، که هغه اهداف په دی لاپو او یا سولو هم تر… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x