
د اسلام اړوند تیروتنه؛ غوښه وحشت اچوونکي خوري؟
ډاکټر احمد شکیب احمدي (د اسلام او متقابلو ادیانو زده کوونکی)
ډېری کافران فکر کوي چې اسلام د ظلم دین دی، دوی وایي چې مسلمانان په بېرحمي سره حیوانات وژني او د هغوی غوښې خوري. لومړۍ خبره دا ده چې، په اسلام کې د غوښو خوړل فرض نه دي، یو انسان پرته له دې چې غوښه وخوري یو ښه مسلمان اوسېدای شي؛ مګر کله چې الله پاک موږ ته د حلالو حیواناتو د غوښې د خوراک اجازه راکوي بیا یې ولې باید و نه خورو؟
المایدةسورت (۵) د ایت شمېره (۱)؛
ای مومنانو! تړونونه مو پوره کړئ. تاسې ته پرته له هغو چې درته به وویل شي نور ټول څاروي حلال دي. خو د احرام په حال کې ښکار ځان ته حلال مه ګڼئ، بېشکه چې الله پاک څه غواړي هماغسې حکم کوي.
) القران (
نه یوازې دا بلکه الله پاک د النحل په سورت کې هم ویلي دي چې موږ د حلالو حیواناتو له غوښې ګټه اخیستلای شو.
اول: ایا منطق او ساینس انسان ته د غوښې د خوراک اجازه ورکوي؟
کوم څه ته چې اسلام اجازه ورکړې، هغه کار ته هم منطق او هم ساینس اجازه ورکړې ده او کوم څه چې په اسلام کې حرام بلل شوي دي، هغه شی هم منطق او هم ساینس رد کړی دی؛ ځکه چې قران د لوی الله جلجلاله کتاب دی او الله جلاجلاله پر هر څه له ټولو ښه پوهېږي، خو بیا هم غواړم په دې اړه یو مثال بیان کړم.
بېلګه؛
هغه حیوانات چې یوازې سبزيخوار دي، ساینسي څېړنې ښيي چې دوی ته الله پاک داسې غاښونه ورکړي چې پرته له سبزیو پرې بل څه نه شي خوړلای او دوی د داسې معدې خاوندان دي چې غوښه هیڅ هضمولای نه شي، مثلاً یو پسه هیڅکله غوښه نه شي خوړای، خو که یې وخوري، نه يې شي هضمولای، مري.
په همدې ډول هغه حیوانات چې یوازې غوښه خوري، داسې غاښونه نه لري چې واښه دې ورباندې و خوړای شي؛ خو که یې وخوري، هضمولای یې نه شي او ډېر امکان شته چې ومري.
مګر که تاسې خپل غاښونه په اینه کې ووینئ، نو الله پاک موږ ته هم داسې غاښونه راکړي چې غوښه ورباندې وخورو او هم یې داسې غاښونه راکړي دي چې سبزي ورباندې نوشجان کړو.
الله پاک موږ ته داسې معده راکړې چې دواړه هضم کولای شو، نو که چېرته ضرور وای چې موږ دې یوازې له دوی یوه وټاکو، بیا ولې خدای پاک دواړه ډوله غاښونه راکول؟ ولې یې داسې معده راکوله چې دواړه ډوله خواړه پرې هضم کړو؟
دا پوښتنه له هغه ماده پرستو او د ریښتیني لار ورکې اشخاصو کوم چې مسلمانان په وحشت او تروریستي اعمالو تورنوي او ورته وایي چې غوښه زړه کلکوي کوم څه چې نه ساینس کې ثابت شوي او نه یې عقل مني.