ټکنالوژي

دفلک علم! او اسلامي پېر!

قاري احسان
مسلمان علماو پوره پنځه سوه ( 500) کاله دعلم او پوهي مشعل تر بل هر چا روښانه او ځلاند ساتلی و، هغوی دفلک دعلم په برخه کي نه هېریدونکي کارنامي تر سره کړي، ورسره دوخت حکمرانانو هم په شرقي نړۍ، مغربي اندلس، او دا شان دسلاجقه و ځیني امراو هم دې علم ته هغه څه وکړل، چي تر اوسه دتاریخ په حافظه کي ثبت او یاد پاتي دي.

دفلک علم هم لکه دنورو علومو په شان تر اسلام وړاندي په نورو ټولنو کي شتون درلود، خو مسلمانانو بیا ډیری کتابونه له نورو ژبو وعربي ته وژباړل، له دې سره فلک دعلم دزده کړي زمینه لا زیاته برابره سوه، په هغو کي ړومبۍ دالسندهند په نامه کتاب و، چي په (777م) کي محمد الفزاري او یعقوب بن طارق ترجمه کړ، له دې ماسوا نورې ژباړي هم ډیری وسولي.

دستورو دپیږندني په برخه کي ډیری وسایلو او آلاتو ته اړتیا وي، خو رصدګاوي بیا ځانګړی اهمیت لري، مسلمان علماو دتاریخ په اوږدو کي، په ډیر اهتمام سره، ډیري لويي او دکار وړ رصدګاوي جوړي کړي، په تیره بیا له اتمي بیا تر پنځلسمي ( 8- 15 ) پیړۍ پوري يي ډیری داسي کارنامي په شرق اوسط، منځنۍ آسیا، اندلس، شمالي افریقا، او ځیني يي په شرق اقصی او هند کي هم تر سره کړي، چي په لويو اسلامي امپراتوریو کي لکه: بغداد، قاهره، قرطبه، طلطله، سمرقند، رقه او مراغه کي تر اوسه لا، دهغوی اثار ژوندي پاتي دي.

په اسلامي تاریخ کي د فلک دعلم وتلي او مشهور پوهان دومره زیات دي، چي شمیر او پیژندنه يي ځانګړي کتاب ته ضرورت لري، خو یو څو مشهوري څیرې لکه: خلیل بن احمد فراهیدي، ابن درید، یعقوب بن اسحاق کندي، ابن سینا، بیروني، خوارزمي او داسي نورو… یادونه هم مناسبه ده.

علم فلک او عباسي دور:

دعباسي خلافت په پیر کي دفلک دعلم یو داسي اساس او بنیاد کېښودل سو، چي دعصري ټکنالوجۍ دټولو پرمختګونو، تجربو او لاسته راوړنو اساس او بنسټ دی، دا هم مسلمان فکلپوهان ول، چي دفلک دعلم تصوراتي اوخیالي نړۍ يي په عملي او تطبیقي میدان بدله کړه.

مشهور تاریخ پوه فؤاد سزکین وايي چي: دمسلمان علماو دفلک دعلم په تخلیقي او ابداعي (Creative) پړاو کي، لاندي بریالیتوبونه یادولای سو:

دوئ په دې وتوانیدل چي دفلک دعلم په پچلي مسلو کي دریاضي نه کار واخلي، چي آن تر اغریق يي هم ډیر باریک ریاضي وکارول.

هغوئ په رصدګاو کي له داسي آلاتو نه کار واخیست، چي په څو چنده داغریق تر هغو ډیر کامیابه او دقیق ول.

مسلمان علماو دستورو دځای ځاګي او دهغوی دحرکاتو دمعلومیولو په برخه کي، داسي رصدګاوي وکارولي، چي داغریق تر هغو په څو چنده غوري اوبریالۍ وي، ځیني يي خو داغریق په دور کي چا پیږندلي هم نه.

دفلک دعلماو لپاره منصور عباسي، دخپل خلافت په زمانه کي یوه لویه مدرسه جوړه کړه، خپله منصور هم مشهور فلکي عالم و، دهارون الرشید او مامون په دور کي دې مدرسې نوره هم ترقي وکړه، په دې مدرسه کي دمخکنیو فلک پوهانو نظریات وڅیړل سول، دبطلیموس دډیری غلطیو، او دیونانیانو دزیاتو جدولونو اصلاح وسوه، تر دې پوري، چي دفلک دعلم په برخه کي په دغه مدرسه کي، ډیر اختراعات او اکتشافات تر سره سول.

دنړۍ په سطحه دتاریخ په شلو وتلیو فلک پوهانو کي، ددغې مدرسې دمشهور عالم الشیخ البناني نوم هم ثبت دی.

دنهمي پړۍ دپیل نه (825- 1025) بیا تر یولسمي پیړۍ پوري دتحقیق، تدقیق او څیړني دور بلل کیږي، په دغه زمانه دبطلیموس تر فلکي نظام په څو واره چاڼ سوی نظام منځ ته راغلی، په ځانګړي ډول بیا دعباسي دور خلیفه مامون، دفلک دعلم لپاره ډیر خدمت وکړ، په دغه وخت کي بغداد او دمشق دفلک دعلم په پلازمینه سره وپیږندل سو، نه یوازي داچي مامون یواځي دفلک علم ته وده ورکړه، بلکي ددې علم دعلماو يي هم ډیر قدر کاوه او هغوی ته يي ځانګړی اهمیت ورکړل، دده په دور کي دوې لويې رصدګاوي جوړي سوې، یوه په بغداد کي دالشماسیه، او بله په دمشق کي درصدګاه جبل قاسیون په نامه یادیږي.

مشهور عالم محمد بن الحسن بن الحسن بن الهیثم ابو علی البصري (354هـ 965م – 430هـ 1040م) له دې نه علاوه چي تر ټولو اول دکامرې مخترع دی، اولنی شخصیت هم دی چي نړۍ ته يي ددوربین (Telescope) نظریه وړاندي کړه، دا نظریه وه چي په راتلونکي کي علماو، په فضا کي دستورو دځای ځایګي او دهغوی حرکات په ډیر دقت سره وڅارل.

له ده وروسته تقي الدین محمد بن معروف الشامي له (1574م) نه مخکي دوربین جوړ کړ، په اسطنبول کي دتقي الدین په نامه رصدګاه کي له (1577م) نه بیا تر (1580م) پوري وکارول سو.

په شپاړسمه پیړۍ کي دهولند اوسيدونکي لبرشى Lippershey هم دوربین جوړ کړ، له ده یو څو میاشتي وروسته دغالیلیو په نامه مشهور فلک پوه په (1609م) کي تر هر چا وړاندی په دې وتوانید، چي دسپږمۍ غرونه ددوربین په واسطه وګوري.

دفلک دعلم په برخه کي قلمي نسخې:
مسلم فلکپوهانو دې علم ته دومره کار وکړ، چي تر اوسه هم دفلک دعلم په میدان کي دهغوی اثار ژوندي پاتي دي، دځینو ستورو نومان او ځیني اصطلاحات په غربي نړۍ کي هم په عربي تلفظ سره یادیږي: لکه: الدبران، النسر، الطائر، او داسي نور، او اصطلاحات لکه: السمت، عهدة او المقنطرة. له دې پرته ډیر کتابونه يي دفلک دعلم په برخه کي ولیکل، چي دځینو سر چینو په وینا تر اوسه دنړۍ په مختلفو کتابخانو کي 10.000 قلمي نسخي شتون لري. دا یو لوی شمیر دی چي دمسلمان علماو پر ښه پوهه او خدمت ګواهي ورکوي. کوبرنیکس هم له دمسلمان لیکوالو له خطي نسخونه ډیره اخیستنه کړي ده.

اندلسي انقلاب:
دفلک دعلم په برخه کي داندلس علماو په یولسمه او دولسمه پیړۍ کي دومره کار وکړ، چي په تاریخ هغه ته داندلسي انقلاب نوم ورکړ، مسلمة المجریطي او ابن الصفار په دې برخه کي لا زیات کار وکړ، او دډیرو آلاتو نه يي کار واخیست، له هغوی وروسته امیة بن عبد العزیز بن ابي الصلت اولنی هغه څوک و، چي داندلس هغه کتابونه چي دفلک دعلم په برخه لیکل سوي ول، شمالي افریقا ته نقل کړل، له دې سره دبطلیموس پر نظریه شکوک اوشبهاتو زور واخیست، له دې سره داندلسي انقلاب پیل هم شروع سو.

په دولسلمه پیړۍ کي مشهور فیلسوف ابن رشد او وتلي فلک پوه ابو اسحاق البطروجي هم دبطلیموس نظام رد کړ.

مراغي انقلاب:
نصير الدین طوسي په 657هـ = 1259م کال کي دمرسة المراغه په نامه لویه مدرسه جوړه کړه، ددې مدرسې دعلماو افکار دبطلیموس دنظریات خلاف ول، هغوی دبطلیموس تر نظام هم ډیر ښه دقیق او باریک نظام رامنځ ته کړ، دهغوی له مشهورو علماو نه: محیي الدین الاوردي (1266م)، نصیر الدین الطوسي (1201- 1274)، نجم الدین القزویني الکاتبي (1277م)، علي القوشجي (1447م)، عبد العالي البیجرندي (1525م) او شمس الدین الخافري (1550م) ول.

ځینو مورخینو دې کارنامو ته په کتو سره، په دیارلسمه او څورلسمه پړۍ کي، دې نظریاتو ته دمراغي دانقلاب (الثورة مراغة) نوم ورکړ.

دا هم ددغې مدرسې دعلماو ځانګېړنه وه، چي تر هر چا اول يي. دزمکي پر خپل محور ددوراني حرکت خبره ثابته کړه.

اول فلکي رصدګاه دعباسینو په دور کي په (214هـ) – (829م) کال په بغداد کي جوړه سوه، او مرصد الشماسیة په نامه سره مشهوره وه، فاطمي حکمرانانو بیا پر المقطم غره باندي لویه رصدګاه جوړه کړه، ددغه رصدګاه په باره کي مشهوره وه، چي ډیر دقیق آلات او وسایل په کي موجود او ښه مشهور فلکپوهانو کار په کي کاوه، له دغو ماسوا په نوره نړۍ کي لکه: شام، اصبهان، مراغه، اذربایجان، سمرقند، مصر، اندلس او داسي نورو کي هم رصدګاو شتون درلود.

له دې رصدګاو علاوه، مسلمان فکلپوهانو ډیر اختراعات اوانکشافات وکړل، او دوخت له پرمختللو وسایلو نه يي په (632-1280) کي کار واخیست، ځیني يي په خپله اختراع او جوړ کړل، او په ځینو کي يي بیا ډیر څه ور زیات او دلا ښه کار لپاره تیار کړل، لکه: المزولة الشمسیة (دورځي دوختو دپیژندني لپاره)، الساعة المائیة ( په ورځ او شپه دواړو کي وخت په معلومیږي)، اسطرلاب چي په ډیرو مختلفو شکلو سره شهرت لري (په اسطرلاب سره ارتفاع، دوختو پیژندل او دستورو ځای اوحرکت معلوميږي). له دې څخه بغیر نور آلات هم هغوی وکارول، لکه: ذات السمت والارتفاع، الارباع او رباعیات (ربع الاسطرلاب، ربع الدائرة، ربع الزرقالة، ربع التام، الربع المجیب، الربع الشمالي ) الحقة، ذات الحلق، اللبنة، ذات الشعبتین، ذات الربع، ذات السدس

او داسي نور…) ابن یونس مصري (399 هـ/1009 م) البندول او يا الساعة الرقاصة په نامه ډیره مشهوره اله جوړه او په رصدګاه کي يي وکاره وله، البندول يي په زنګي ساعتو کي هم استعمال کړ، دا هر څه دغالیلیو نه تقریبا شپږ پیړۍ وړاندي تر سره سول.

دفلک موضوعات پر دوه برخي وشلي سوي دي، اول ته يي علم فلک نظري، او دوهم ته يي علم فلک تطبیقي (عملي) ویلکیږي.

قاري احسان
2016-12-06

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x