fbpx
sofian

ظالمې ارواګانې !

يوچا د نړیوال شتمن بیلګیټس دخیریه پروګرامونو ستاینې کولې. بل صوفي مشربه ځوان ورته کړه: سړیه! دکوم مسلمان صفتونه وکه ثواب به وګټې…

دریم کس یوکوچي له دوی سره ناست و هغه زیاته کړه: وو صوفي ته ښه خبره کې زموږ بزرګان اوپیران ډیرلوی خلک وو موږ باید داسي څه وکړو چې دهغو ارواوې په قبروکې خوشاله شي. ما آبله ورځ په پیر ….. ګل پسې دهغه د اروا دخوشالولو په نمت دهغه په زیارت ښه پسه خیرات کړ….

دبیلګیټس ستایونکي وویل: دبیلګیټس دي مخ ورک سي دهغه دایمان او عقیدې سیفتونه نه کوم بلکي هغه داسي انساني کارونه او له بې وزلو سره مرستې کوي چې دهغو ستاینه که د ده دکفرلامله سمه نه وي دخپلو لټو او پرځان بوختو شتمنو له پاره یې د زورور پيغور په توګه بیانول دثواب کار ده.

دبیلګیټس دچارو ستایونکي ځوان وویل: دکفارو ډیری شتمن خپلې شتمنۍ دخپلو هیوادونو او اولسونو په ګټه لګوي… موږ ته راشه په موږ کې خوداسي مشران اوروحاني شخصیتونه شته چې دخوارانو په پوچو جیبونو کې یې سترګې ګنډلې وي او دخپلې چالاکي په اندازه یې وینې زبيښي. دې ځوان وویل: دا خولا یوې خواته کړه موږ ځیني داسي مړه روحاني مشران هم لرو چې قبرونو ته زموږ د ژوندپه منډه کوچیانو پسونه ورکشوي او رمې یې کړموي!! .

یعني زموږ د داډول اشخاصو ارواګانې هم زموږ ساده زړي خلک تاواني کوي او رمې یې ورکنډووي، دا ظالمې ارواګانې زموږ دبچوله خولو روزې کاږې او موږ یې دارواګانو دخوشاله ساتلو په نیت وچې شونډې او سره نښتې مرۍ ګرځو .

کالم: نښتر

لیکوال: نعمان منلی

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د