
لس کلمې چې په ځان باندې د بې باورۍ ښکارندویي کوي
ژباړه : عطا محمد میاخېل
د هر کس په ځان باندې باور د هغه له افکارو او ارادې سره تړاو لري، که چېرې داسې یو کس یاستئ، چې په ځان باندې باور نه لري، نو په ډاډ سره ویلی شم، چې دا کلمې به ډېرې تکراروئ !
د برېښنا لیک لېږل، د اړیکو د ټینګښت په یوې دودیزې لارې باندې بدله شوې ده، هغه اړیکې، چې لمنه یې یوازې په شخصي اړیکو پورې محدوده نه ده، بلکې په ډېری ځایونو کې په هوکړه لیکونو او د شخصي کارونو په ترسره کولو پورې تړاو لري .
په داسې مواردو کې په ځان باندې باور او د هغه کار په اړه ډاډ، چې ترسره کوو یې، ډېر زیات ارزښت لري، مګر د دا ډول برېښنا لیکونو کارول، مقابل لوري ته دا پیغام ورکوي، چې د کار ترسره کېدو له پاره موږ په ځان باندې بشپړ باور نه لرو .
هغه لغتونه، چې ښایي زموږ په اند بې ارزښته وي، خو کله وخت د دې سبب ګرځي، چې کاري موکې په ډېرې آسانۍ له لاسه لاړې شي، خو په برېښنا لیکونو کې زموږ لیکنه په څه ډول وي، ترڅو زموږ د کار په اړه، په ځان باندې د باور ښکارندویي وکړي ؟ له کومو کلمو څخه ګټه واخلو او د کومو لغتونو له لیکلو څخه باید ډډه وکړو ؟
۱ ـــ ښایي :
د (ښایي) له کلمې څخه په ګټه اخیستنه کې ډېر احتیاط وکړئ . آیا تاسو په رښتیا د هغه څه په اړه ډاډه یاستئ، چې وایئ یې ؟ دې ټکي ته ښه ځیر شئ، چې هېڅوک له تاسو څخه د خارق العاده کارونو د ترسره کېدو هیله نه لري، په دې اساس په کاري خبرو اترو کې د دا ډول کلمو کارول، ذهن ته دا پیغام رسوي، چې تاسو د اړوند کار د ترسره کولو له پاره اړینه وړتیا نه لرئ .
۲ ـــ نه پوهېږم :
د دې اصطلاح له کارولو څخه باید په کلکه ډډه وکړو، هرڅوک چې د یوه کاري غوښتنلیک په وړاندې او یا هم په کاري مرکه کې د نه پوهېږم اصطلاح وکاروي، نو په مقابل لوري کې د منفي احساس د را منځته کېدو سبب ګرځي، په دې اساس هڅه وکړئ، چې په خپلو خبرو کې ډېر زیات پرېکنده واوسئ، نه پوهېږم، ستاسو د شک او زړه نا زړه توب ښکارندویي کوي .
۳ ـــ معمولاً :
دا اصطلاح هم د یوه غشي په څېر عمل کوي او د دې پیغام لرونکې ده، چې تاسو د پام وړ کار د ترسره کولو له پاره اړینې ځانګړتیاوې نه لرئ . د ( معمولاً ) د اصطلاح کارول د دې سبب کېږي، چې ستاسو د واقعیتونو او وړتیاوو یوه برخه پټه شوې او یا هم له منځه تللې ده.
۴ ـــ شک لرم :
له دې اصطلاح څخه ګټه اخیستل یوازې په یوه حالت کې منفي اغېز نه لري، هغه هم په محکمه کې د تورن په اړه د خبرو کولو پرمهال د جرم د ترسره کېدو په اړه . په دې اساس په صراحت او مستقیمه توګه خپل موخه بیان کړئ او هڅه وکړئ، چې د هر بحث په اړه له خپلې پایلې اخیستنې څخه دفاع وکړئ، پرته له دې چې لږ هم شکمن شئ .
۵ ـــ ناشونی :
ډاډه اوسئ، چې بریاليو انسانانو هېڅکله د ناشوني له اصطلاح څخه ګټه نه ده اخیستې . د داډول کلمو په ویلو سره، مقابل لوری په چټک ډول په تاسو باندې خپل باور له لاسه ورکوي . په دې اساس هڅه وکړئ، چې د ( نا شوني ) اصطلاح د کارولو پرځای په کار کې ستونزمن شرایط او خنډونه تشریح کړئ .
۶ ـــ اندېښمن یم :
طبیعي ده، چې د انسان د ژوند بې پایه ژور خپګان، د هغه د بېلا بېلو کارونو د ترسره کېدو په نسبت لږ خواشینی کوي، خو کله چې تاسو په خپل برېښنا لیک کې د ( اندېښمن یم ) له اصطلاح څخه ګټه اخلئ، په حقیقت کې د خپلو وړتیاوو او د خپلو کارونو د ترسره کېدو په اړه په ځان باندې نا باوري څرګندوئ . که چېرې د کوم کار د منلو په اړه اندېښمن یاستئ، یوازې خپله اندېښنه څرګنده کړئ او هڅه وکړئ، د ( ناشوني ) اصطلاح له کارولو څخه پرته د حل لاره وړاندې کړئ .
۷ ـــ تشویش لرم :
د نورو په وړاندې د خپلې دنننۍ خواشینۍ او پرېشانۍ د احساس بیانول، د انسان د دې دننني احساس د ډېرښت سبب ګرځي، غوره ده، چې د بېلا بېلو پوښتنو په پوښتلو سره خپل ابهامونه له منځه یوسئ، ځکه له دننني تشویش څخه خبرې کول، نورو ته دا احساس ورکوي، چې تاسو حتی له پیله د بحث وړ موضوع باندې نه یاستئ پوه شوي یا دا چې ستاسو له پاره دا موضوع ستړې کوونکې او ستونزمنه وه .
۸ ـــ اړتیا :
موږ ټول په خپل ژوند کې اړتیاوې لرو، کله چې تاسو دا اړتیاوې د برېښنا لیک له لارې په پرله پسې توګه نورو ته تشریح کوئ، نو تاسو یو اړمن انسان ښکارئ . د دې له ویلو څخه چې اړتیا لرئ، ترڅو کوم کار ترسره کړئ، په مستقیمه توګه د خپلو اړتیاوو له بیانولو څخه په کلکه ډډه وکړئ .
۹ احتمالاً :
ځینې کسان داسې عادت لري، ترڅو د راتلونکي دنده ایز ځای او یا هم پروژې وړاند وینه وکړي . کله چې تاسو له یو چا سره د کار د احتمالي پایلې په اړه خبرې کوئ، په حقیقت کې د هغه د پام وړ کار د ټولو ابعادو په اړه خپله نه وړتیا او کمزوري ښکاره کوئ.
۱۰ ـــ حیران :
باید په دې مسئله باندې ښه پوه شئ، چې د دې اصطلاح کارول، په مستقیم ډول ستاسو د تردد او حیرانتیا ښکارندویي کوي . که څه هم یو نوی کار ځای موندل، کولای شي له دا ډول احساس سره مل وي، خو بیانول یې پر تاسو باندې د مدیر ( کارښود ) د ډاډ احساس د له منځه تګ سبب ګرځي .