fbpx

کندهار: طالبانو ټپي شوی عسکر سره صلیب ته سپارلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۱۶مه، ۱۳۹۵ل): طالبانو د کندهار ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کي په جګړه کي ټپي شوی عسکر سره صلیب ته سپارلی دی.

د طالبانو له لوري په خپره شوي اعلامیه کي ویل شوي، چي یوه شپه وړاندي يې د کندهار ولایت د شاولیکوټ ولسوالۍ د تمبکول په سیمه کي د حکومت یو تن عسکر په جګړه کي ژوندی ونیوو، دا چي نوموړی ټپي وو دوی یې لومړنۍ طبي مرسته وکړه او د انساني خواخوږۍ له مخي يې سره صلیب ته سپارلی دی.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي نن ټکی اسیا ته په رالیږلي اعلامیه کې ویلي چي څو ورځي وړاندي د نیښ ولسوالۍ په جګړه کي د دوۍ یو جنګیالی ووژل شو او بیا دولتي عسکرو د هغه جسد لومړی بربنډ کړ او بیا یې په شوبله پسې تر کشولو وروسته اور ورباندي بل کړ.

باید وویل شي چې د طالب جنګیالیو د جسدونو سره د سپکاوي دا لومړۍ پېښه نه ده، بلکې ددې تر مخه هم ورته پيښي را منځته شوي دي.

تېر کال د کندهار په بولدک ولسوالۍ کي د جنرال رازق د سرحدي عسکرو په قرارګاه د څو تنو طالب سرتیرو بریدګرو له لوري برید وشو، دې جګړه کي د وژل شویو طالبانو جسدونه دولتي عسکرو له شوبلو سره بربنډ تړلی وو او د بولدک او کندهار ښار په لاره يې د سړک په غاړه نندارې ته اچولي وو.

همدا رنګه د ۲۰۱۵ کال د اګست په میاشت کي هم په بولدک کي له دولتي عسکرو سره په جګړه کي ۳ تنه طالبان وژل شوی وو، وروسته عسکرو د وژل شویو طالبانو په جسدونو پترول اچولي وو او سوځولي يې وو.

ددې تر مخه هم د امریکایانو او دولتي ځواکونو له لوري د وژل شویو طالبانو جسدونه بربنډول، پسخند په وهل او تصویرونه ورسره اخستلو په اړه راپورونه ورکړل شوي دي او د ځینو پيښو انځورونه او ویډیوګاني یې هم په ټولنیزو پاڼو کې خپرې شوي دي.

خو بل لوري ته داسي پيښه کله هم نه ده ثبت شوې چې طالب جنګیالیو دي د امریکايي یا دولتي عسکرو جسدونو ته سپکاوی کړی وي.

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد
میلمه
محمد

طالبان باید هیڅکله داسی ونکی یو خو انسانان دی او بل مسلمانان دی دا کار خو د وحشیانو دی

mayak khan
میلمه
mayak khan

زه ئې سپارم سره صلیب ته، ته ئې وژنه چې زخمي وي: :
زه ئې کورته ، ته ئې یوسه تر زندانه چې بندې وی ..
او س ریښتیا وایه چې ته ئې او که زه افغان دښمن یم ::
دولس په منځ کښې تل دولس دوست خلک خوندي وي.

هغو ته چې ځان دوطن ساتونکی بولي: او هغو ته چې ځان دبشر ریښتونی دوست ګڼي:

جواد امين
میلمه
جواد امين

سبحان الله! د دغه زخمي وژل خو اسانه وو، هر طالب کولای شول چي په ډیر وحشت یې ووژني، سره له دغه چي شوی وحشت به د جهنم له عذابه نجات هم ور نکړې، او ممکن الله جل جلاله به دغه طالب د کفارو سره د اشدي دښمني د احساس په پاللو نه تنها دا چي بخښلی وای بلکه ممکن نور یې هم درجات ور لوړ کړی وای. خو طالب مجاهد داسي ونکړل، هغوی یې زخمونه ور پټی کړل، او د ښه تداوی لپاره یې سره صلیب ته وسپاره. دېته جهاد وایې، نه زخمي وژل کیږي، نه سپین روبي، نه… نور لوستل »

حسان بلال
میلمه
حسان بلال

طالبانو خو د اسلامي اصولو لمخي انسانیت، او بشري حقوقو ته ژمنتیا ثابته کړل، الله دي اجرونه ورکړي، خو د انسانیت او بشري حقوقو داعیان به د کومو اصولو په پابندی دغو شعارونو ته ژمنتیا ثابته کړي؟! که دوی اسلام ته ځانونه منسوبوي نو هغه خو په ریاست ده، او د دوی د اربکیانو د وحشت نه ډکو ویډيوګانو کي لیدلای شو، او دا اسلام يې تر سخت سوال لاندي دی. کله چي په حکومت کي د اسلام زره نښه نه لیدل کیږي نو د کومو اصولو لمخي مسلمانان ورته اوایو؟! کله چي مرتدان دي نو بیا رحم ولي ورباندي… نور لوستل »