نظــر

فیض الرحمن څنګه ووژل شو!!! – د جګړې ضد ځوانانو څېړنه.

روانه غمیزه چې د لکونو افغانانو د سر په بیه تمامه شوې پکښې داسې دردوونکې او مغلقې پېښې شته چې ترسره کوونکو یې ډېر په ساده ګۍ ترې مرور کړی او همداسې بې پوښتنې پاتې شوي.

فیض الرحمن د طالبانو سره د بند پر مهال

د دې لپاره چې نور ولس په تیاره کې پاتې نشي او د ټولو قضایاوو څخه خبرېدل یې حق او صلاحیت وي د جګړې ضد ځوانانو دا ځل د یوې قضیې چې څلور تنو پکښې خپل ژوند له لاسه ورکړی د څېړلو جرات کړی او جزیات یې له ولس سره د دې لپاره شریکوي تر څو هم د حکومت او هم د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو کې نور څوک بې ګناه، عمدي، قصدي او یا د شخصي دښمنۍ او تربورګلوئ پخاطر خپل ژوند له لاسه ورنکړي او هم دا چې زمونږ ځوانان، د ټولنې استازي، فعالین او د سیاسي چارو مخکښان دا جرات پیدا کړي تر څو د قضایاوو د څېړولو په موخه راوړاندې شي، لامل او عامل معلوم کړي، د عدالت د تامین پوښتنه وکړي او تر ټولو مهمه دا چې که وسلوال دي یا حکومت دی پدې حقیقت وپوهوي چې دوی ولس ته جواب ویونکي دي او خلک کولای شي چې د دوی هره کوچنۍ او لویه کړنه وڅاري، وپوښتي او بلاخره د مسولیت او عدم مسولیت په اړه پرېکړه وکولای شي.

راځو اصل قضیې ته چې یو څو ورځې وړاندې په ټولنیزو شبکو کې د یو ځوان محصل د اعدام خبر خپور شو چې وسلوالو طالبانو تر سره کړی، د جګړې ضد ځوانانو په سیمه کې له اړیکو نیولو وروسته د پېښې واقع کېدل تثبیت کړل او له سملاسي مشورې وروسته یې د څېړنې خبر خپور کړ.

له وعدې سره سم پس له درې ورځنیو څېړنو زمونږ معلومات په لاندې ډول دي.

فیض الرحمن د سیدالرحمن ځوی د میدان وردګ ولایت د سیدآباد د ولسوالۍ د اونخي درې د یاوېز د کلي اصلي اوسېدونکی دی، اونخي ډېره ښکلې او طبعي دره ده چې کلونه کلونه د طالبانو د سپین بیرغ تر کنترول لاندې پاتې شوې ده، فیض الرحمن خپله ثانوي دوره د طالبانو تر کنترول لاندې خلاصه کړې، د لېسې له وخته د طالبانو په لیکو کې شامل شوی او وروسته له فراغته یې ښې اړیکې د سیمیزو طالبانو په لیکو کې درلودې، شواهد ښایي چې دغه ځوان په څو محاربوي عملیاتو کې برخه درلوده او نسبتاََ تکتیکي جنګیالی ګڼل شوی وه، کله چې فیض الرحمن د کانکور ازموینې له طریقه کابل کې د اینجینرۍ پوهنځي ته کامیابېږي، طالبان نور له ده څخه د اطلاعاتي فرد په توګه کار اخلي او د معلوماتو د اخیستو لپاره یې کاروي، په عین وخت کې د دولت یو لوړ پوړی چارواکی چې د همدې سیمې اصلي اوسېدونکی دی هم د ده په اهمیت پوهېږي او ځان ورسره نیږدې کوي، په لیله کې مرسته، په ورځنیو چارو کې همکاري، مستقیم او غير مستقیمې اړیکې، د خلکو په نښه کول او داسې نورو مواردو کې ورسره ګډ کار کوي او کوښښ یې دی چې د سیمیزو طالبانو معلومات ترې د ځان لپاره واخلي.

ډاکتر میرویس د محمود خان ځوی چې دی هم د اونخې درې د پیرونک کلي اصلي اوسېدونکی دی او په رشته کې معالجوي ډاکتر دی چې هم دوره ګان یې دی یو لایقه او تکړه ځوان بولي د سیدآباد د کلینیک مسول ډاکتر تېر شوی، سیمه ایز خلک وايي دې سړي په کلینیک کې د هر چا تداوي بغیر له کوم توپېري چلند څخه ترسره کوله چې د حکومت لخوا پرې فشار وارد شو تر څو د طالبانو زخمیان تداوي نکړي ولې ده خپلې دندې ته له انساني زاویې په کتنې سره د هر مریض علاج ته ادامه ورکړه تر کومې چې سیمیزې ادارې دی په خپل تور لیست کې ونیوه او د نیولو پرېکړه یې وکړه، ډاکتر میرویس چې مخکې هم طالبانو ته د اعتماد وړ ګرځېدلی وه بله چاره نه لري او رسماََ له هغوی سره ملګری کېږي او دا اعتماد او ملګرتیا تر دې کچې رسېږي چې د سیدآباد ولسوالۍ مسول او د ولایت د استخباراتو مشر ټاکل کېږي، ډاکتر میرویس چې لوستی انسان وه له متعلمینو او محصلینو سره یې له لومړۍ ورځې ښې او پراخه اړیکې درلودې چې پدغو ځوانانو کې فیض الرحمن هم شامل وه او وروسته لدې چې فیض الرحمن پوهنتون ته راځي نو ډاکتر میرویس ورسره د یو ځانګړي شخص په توګه راشه درشه زیاتوي، هدایات ورکوي او مغلقو کارونو و خوا ته یې مخه کوي او دا رابطه ډېره حساسه او ځانګړي پړاو ته رسي چې د میرویس له یو څو اعتمادي ملګرو پرته نور څوک پرې نه وي خبر.

وخت داسې راځي چې د یوه مقناطیسي بم په چاودنه کې چې د کابل په غرب کپمنۍ ساحه کې تر سره کېږي او د هغه چارواکي چې فیض الرحمن سره په کابل کې ښې اړیکې لري سکنی ورور او د پارلمان غړی له منځه ځي، د دې لپاره چې د ورور قاتلین یې پیدا کړي دا چارواکی په فیض الرحمن باندې فشار واردوي چې مرسته ورسره وکړي، چې په پایله کې یې فیض الرحمن د ډاکتر میرویس په ګوته کوي او دی یې تر شا دخیل بولي، دغه چارواکی په ډېر مهارت او چالاکۍ فیض الرحمن مجبوروي چې ډاکتر میرویس له مینځه یوسي، ځکه چې دا یو له هغو با اعتماده افرادو څخه دی چې میرویس ورسره نیږدې اړیکې لري، دلته شاید پیسې کارول شوې وي او ویل کېږي چې دغه امکاناتو اقرار اخیستل شوی او ثبت شوی دی او د دې تر څنګ د محصل اقتصادي حالت ته په کتو هم ویلای شو چې هغه دې مادیاتو ته کتلي وي، د دې او هغو کړو وړو چې چارواکي پخوا له فیض الرحمن سره ترسره کړي وي دی دې ته حاضر کړی وي چې اقدام وکړي، فیض الرحمن سیمې ته راځي او د ډاکتر میرویس سره د شپې مهال اړیکه نیسي چې د یو ضروري کار لپاره درسره وینم او باید سبا سهار وختي ووینو، ویل کېږي چې ډاکتر میرویس باندې د وروستي برید له وجهې د ده غوږونو سم کار نکاوه او همېشه به په تلیفون کې په لاوډسپیکر غږېده، د ډاکتر کوم ملګری چې د اړیکې په وخت موجود وه د فیض الرحمن غږ پېژندلی، سبا مهال ډاکتر میرویس او د مصباح په نامه د ده ملګری په خپل موټر کې ټاکلې سیمې ته ځي چې طالبان د دوی مړي په موټر کې پیدا کوي، ډاکتر او یو ملګری یې مړه په خپل موټر کې پراته دي نور هېڅوک نشته، هغه تفنګچه چې ډاکتر میرویس پرې وژل شوی داسې هيڅ سند نشته چې د امنیت ملي لخوا دې ده ته ورکړل شوې او یا هم داسې هیڅ ثبوت نشته چې ده ته دې د امنیت ملي لخوا دا دنده سپارل شوې وي او یا هم استخدام شوی وي، ځکه ده د طالبانو وسله درلوده او همیشه یې هغه په سیدآباد او مربوطه ساحو کې ځان سره ګرځوله، کوم خلک چې د طالبانو کنترول لاندې سیمو ته ننوځي متواتر تالاشي او پوښتل کېږي او چې کله د حکومت سیمې ته داخلېږي نو د حکومت لخوا پوښتل او تالاشي کېږي، نو دا کار ګران او رسوا کوونکی دی چې فیض الرحمن دې نا اشنا وسله له ځان سره سیمې ته یوسي او بیا دې د یو مهم قومندان د مرګ هڅه وکړي، طالبان د څېړنو په موخه شا او خوا لس نفره نیسي، چا چې د میرویس سره په تلیفون اړیکه نیولې او معلومات ترې کوي، اوس دلته یو ابهام موجود دی او هغه دا چې ځینې خلک وایي چې فیض الرحمن سیمه پریښې وه او ځینې بیا وایي چې نه دی هملته موجود وه، خو څوک چې وایي سیمه یې پرېښې وه دا ورسره وایي چې دی د خپل ترورزي په مټ بېرته په ډېر مهارت راغوښتل کېږي او بیا توقیف ته اچول کېږي، د تحقیقاتو لپاره دی له اونخي څخه چک ته راوړل کېږي او دا کار کېدای شي د دې په موخه شوی وي چې تحقیقات بې پرې وشي او ناپېژانده طالبان یې تر سره کړي، دلته د تحقیقاتو په نتیجه کې یو فیض الرحمن او یو بل کس اقرار د جرم کوي او او دا ثبتېږي هم، سیمییز قاضي خپله پرېکړه کوي او د اجراء په موخه یې والي ته استوي چې والي هم لاسلیک کوي او فیض الرحمن په چک کې اعدامېږي خو د عبرت لپاره خپل کلي کې هم راځوړندېږي.

زمونږ څېړنې ښيې وروسته لدې چې دا پېښه رسنیزه کېږي او په ځانګړې توګه په ټولنیزو شبکو کې د دې ځوان په اړه ډېر تاوده بحثونه راپورته کېږي او د څېړنو غوښتنې تر سره کېږي نو د طالبانو عالي شورا د قضیې ټول اسناد خپل حضور ته غواړي او کېدای شي چې وروسته له څېړنو د دې اسنادو چې د جرم د اقرار ثبت ویډیو هم پکښې شامله ده د نشر او یا نه نشر پرېکړه یې وشي.

دا ټول هغه جریان وه چې زمونږ د څېړنو په پایله کې یې مونږ معلومات تاسو قدرمنو هیوادوالو سره شریک کړل، یو ځلې بیا له خپلو ساحوي ملګرو، او هغو جهتونو چې د معلوماتو د ارئې په برخه کې زمونږ سره مرسته کړې د زړه له تله مننه او قدردانی کوو.

ومن الله توفیق

د یو خپلواک سوکاله، اباد، باثباته له یرغل او جګړې پاک لوی افغانستان په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خان محمد

معنی دا چې اصلي قاتل غلام فاروق وردګ دی چې باید د اونخي په دره کې راځوړند شي او ددې دوو اونخیوالو کسات ترې واخیستل شي
د انسان خرتوب رښتیا حد نلري

غوربندی

دا قاتل له پخوا څخه یو مفسد او خاین شخص وو،، د کانکور د ازموینې د حل کیلۍ یې غلا او په خلکو باندې د پیسو په مقابل کې پلورله، تحصیلي بورسونه یې د رشوت په زور اخستل او پلورل،، له همدې امله بندي او تورن شمیرل شوی وو

دداسی ناسړیو انتساب و جهادي صف ته لویه اشتباه ده

غوربندی

که د تېر او روان اشغال په پرتله کې د اونخي درې ته وکتل شی نو د کمونست فاروق رول پکې له ورایه د مشاهدې وړ دی.

فاروق د نورو مکتبي لاسپوڅو په پرتله یوازینی هغه څېره ده چې د خپل ظاهری شخصیت خلاف په قتل او ترور کې تر معروفو ټوپکسالارانو هم وړاندې دی.

فاروق د کمونستي انقلاب په اوایلو کې د خاد هغه غړی وو چې د پوهنتون له لیلیې څخه به یې د شپې مهال مسلمان محصلین نیول او په ابدي ورکه یې محکومول.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x