ورزش

کرکیټ: پاکستان د سیرلانکا څخه د ۵۰ اوریزه لوبو سیریز وګټله

نن ټکی آسیا: پاکستان نن سیرلانکا ته په یو طرفه لوبه کي په اته وکټه ماتي ورکړه، او په دې ګټي سره پاکستان دسیرلانکا څخه د یوې ورځنۍ پنځو لوبو سیریز هم په درو ګټو وګټله.

ننۍ لوبه د متحده عرب اماراتو په پلازمینه ابوظبي کي ترسره شول، چیري چي سیرلانکا د لوبي پچه وګټله او لومړی یی د بیټنګ فیصله وکړه.

سریلانکا په خپل وار د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازي ۲۲۵ منډي جوړي کړی، چي په هغو کي د نوي لوبغاړي اشان پراینجان لوبه تر ټولو غوره وه، نوموړي په ۹۳ بالونو ۷۴ منډي جوړي کړي، او ورپسې د سیرلانکا وکټ کیپر بیټسمین کمار سنګارا وو، چي په ۷۸ بالونو یې ۵۱ منډي جوړي کړي، او رن آوټ شو.

د پاکستان په بالرانو کي یو ځل بیا عمر ګل وځلید، نوموړي د لومړي سر ۳ لوبغاړي وسوځل، او د پاتو لوبغاړو کار سعید اجمل او جنید خان ور وکړ.

سعید اجمل ۴ او جنید دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

پاکستان ته د ګټلو لپاره په پنځوسو اورونو کي ۲۲۶ منډي هدف وو، خو پاکستان دغه هدف یوازي په ۴۱ اورونو او ۱ یوه بال باندي تر لاسه کړل.

د پاکستان د شل اوریزه ټیم کپتان محمد حفیظ نن یو ځل بیا ۱۱۳ منډي جوړي کړي، او د مین اف د میچ ( دلوبي غوره لوبغاړي) لقب یی وګاټه.

نوموړي په ۱۱۹ بالونو ۱۱۳ منډي جوړي کړي، ۲ شپږیږي او ۱۲ څلوریزي یی ووهلي، او د لوبي تر پایه نه وسوځېد.
ورسره شهزاد او صهیب مقصود په ترتیب ۴۴ او ۴۶ منډي جوړي کړي.

باید وویل شي چي په تیره لوبه کی هم د پاکستان له خوا محمد حفیظ ۱۴۱ منډي جوړي کړی وی، او د لوبي تر پایه نه وو سوځېدلی.

ددې تر مخه پاکستان د سیرلانکا سره درې لوبي کړی چی دوه یې پاکستان او یوه یې سیرلانکا ګټلی وه، او په دې سره پاکستان د پنځو لوبو څخه ۳ لوبي خپل په نوم کړی او سیریز یی وګټل، په داسي حال کی چي لا پنځمه لوبه نه ده تر سره شوې.

پنځمه لوبه به د ابوظبي په همدې میدان کي د راتلونکې جمعې په ورځ ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x