ټولنیزه برخه

په ځوانو نجونو کې په ځان باندې باور

ژباړن : عطا محمد میاخېل

په ځوانو نجونو کې نن یوه له رواني ستونزو څخه په ځان د باور کموالی او کمزورتیا ده . په ځان باندې باور یانې علم و پوهه لرل او له استعدادونو، وړتیاوو، محدودیتونو او موخو څخه د یوه سم انځور وړاندې کول دي . فرد باید پوه شي، چې کومه موخه ټاکي او آیا هغه موخه د ده له وړتیاوو او مهارتونو سره همغږي لري او که نه ؟

هغه نجلۍ، چې په ځان باندې باور لري، ځان پېژني او د ځان پېژندنې لوړو درجو ته رسېدلې ده، چې له خپل ژوند څخه خوند اخلي او یا د دنننۍ خوښۍ لوړې سطحې ته رسېدلې او د هغو نعمتونو په ارزښت پوهېږي، کوم چې په خپل واک کې یې لري . هغه هېڅکله د هغه څیز په لټه کې نه ده، چې نه یې لري، بلکې له هغه څه څخه چې لري یې ډېره زیاته ګټه اخلي . هغه نړۍ ته په مثبت لید سره ګوري او هڅه کوي، چې د ژوند مثبت اړخونه وویني . په لومړي ګام کې په ځان باندې د اعتماد د لاسته را وړلو له پاره په ځان باندې باوري ده، ځکه چې په ځان باندې باور له فرد سره مرسته کوي، ترڅو ځان ښه وپېژني . په ژوند کې د هر فرد له بنسټیزو اړتیاوو څخه د ځان په اړه د ښه احساس لرل دي. هره ځوانه نجلۍ اړتیا لري، ترڅو له جسمي، فکري، احساسي او عاطفي نظره ځان ګټور او ارزښتمن انسان وګڼي . دا ډول احساس هغې ته ښکلې انګېزه ورکوي او دغه راز له هغې سره مرسته کوي، ترڅو هغه چارې په سمه توګه ترسره کړي، کومې چې ژوند ور سپارلې دي . یوه ځوانه نجلۍ ځانته د اعتبار او ارزښت له ورکولو پرته به هېڅکله ونه توانېږي، چې له ښه احساس او د نننۍ آرامتیا څخه برخمنه شي . له بلې خوا په ژوند کې خوشالي او نېکمرغي کولای شي، د ځوانو نجونو له پاره د یوې اصلې موخې په توګه وګڼل شي، ځکه چې نجونې پخپله د خپلې نېکمرغۍ او بد مرغۍ مسؤولانې دي .

یوه ځوانه نجلۍ کولای شي له هرځای او موقعیت څخه په منفي اخیستنې سره، ځان بدمرغه تصور کړي او یا برعکس په مثبت او جوړونکې اخیستنې سره د خوښۍ او نېکمرغۍ احساس وکړي . په حقیت کې موږ ټول د هغه څه ترڅنګ چې دي او لرو یې او هغه څه چې را منځته کېږي، د خوښۍ او نېکمرغۍ احساس وکړو . انکار خپله منفي تلقیني پایله ده، چې په تېروتني او په غلطې اخیستنې ( برداشت ) سره په نا خبره توګه په مغز کې ځای نیسي، دا ورانونکی تلقین د دې سبب ګرځي، چې د ژوند په بېلابېلو اړخونو کې، د نه وړتیا، کمزورۍ او بې ارزښتۍ احساس وکړو . دا ډول احساس به ناهیلي او خواشیني له ځان سره ولري .

کله وخت په ځان باندې د خطر منل د باور نښه وي . څوک چې د ځان په اړه مثبت تصور لري، پوهېږي، چې د خطرونو منونکی دی، چې د بریا د ترلاسه کېدو له پاره یې باید ومني . دا ډول کس په ډېرې لېوالتیا د نوو کارونو له ترسره کېدو څخه هرکلی کوي، ځکه چې له ماتې څخه وېره نه لري .

په ژوند کې د موخې نه لرل، په ځان باندې د باور د کمزورتیا یو له ملاتړ کوونکو اړخونو څخه دی . ځوانه نجلۍ، چې په ځان او په خپله موخه باندې باور نه لري، شک لري، چې خپلې موخې ته د عمل جامه ور واغوندي، هغه له ستونزو څخه وېرېږي، په همدې دلیل تر ټولو آسانه او بې مسؤولیته لار ټاکي، خو هغه نجونې، چې په ځان باندې له اړین باور څخه برخمنې دي، خپلې اړتیاوې او غوښتنې په ښکاره توګه بیانوي؛ هغوی د حقیقت له څرګندولو څخه وېره نه لري او ټول مسایل په خپل او د نورو منځ کې مشخص کوي . په ځان باندې په باور لرلو سره کولای شئ د خوندیتوب احساس وکړئ، هغه خوندیتوب، چې ځوانو نجونو ته دا اجازه ورکوي، چې له خپل وجود څخه بهر نړۍ په لور ګام پورته کړي او د خپلو احساساتو او چلندونو بشپړ مسؤولیت په غاړه واخلي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x