دیني، سیرت او تاریخ

د نر او د ښځي توپیر په اسلام او ساینس کي (۱۰)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

که نر او که ښځه پر پاک لمنې ښځې تهمت ولګوي هغه به مجازات کيږي.

عزتمندو ! (موت كې تيارى حواله زرقانى ) شرح د مؤطاء امام مالك رحمه الله  كې يوه عجيبه او ناشنا واقعه ليكلې ده ، د مدينې منورې په شاه او خوا كي يوه ښځه وفات شوه ، نورو ښځو غسل وركاوه ، يوې ښځې دا مړى سولوه ، كله چي داده مړي ورون ته راورسېده ، دا ورون يې وينځه او سولوه ، دې ښځې نورو ښځو ته وويل خورګانو دې ښځې د فلانكي سړي سره غلت تعلقات وه ، د قدرت كار وو دې خبرې كولو سره د هغې غاسلې د مړي سره لاس ونښته ، چي څومره زور وهى لاس نه جدا كېږي ، لږ وخت وروسته د ميت ورثه راغله ورته وايي لږ زر ــ زر كوئ ماښام كېږي ، جنازه به كوو بيا دفن كوو .

هغه ښځه ورته وايي : زه خو ستاسو مړى پرېږدم خو ستاسو مړى ما نه پرېږدي ، خلك حيران شول ، شپه شوه لاس نه جدا كېږي ورځ شوه لاس نه جدا كېږي ، نور خلك خبر شول مشكل جوړ شو ، د مړى ورثاء علماء ته ورغله ،يوعالم نه تپوس وكه چه زمونږيوزنانه مړه شوي ،بلي زنانه غسل وركوه ، لاس ورون پورې نښتئ نه جدا كېږي ، دې سره څه چل وكوو ، هغه فتوى وركړه چي د ژوندۍ ښځې لاس په چاړې باندې پرېكړئ .
د غسل والا ښځې خپلوانو وويل نه زمونږښځه به نه معذوره وي ،لانجه پيداشوه ،هغوئي وويل راځي فلانكى ملا ته ورشو هلته ورغله هغه ملا ورته وويل چي د مړي نه په چاړه غوښه كټ كړى ، د مړى ورثاء وويل مونږ د خپل مړي بې عزتې نه كوو .

درې شپې درې ورځې تېرې شوې ، د ګرمى وخت وه ، مړي بد بوى وكړه ، ټول خلك خبر شوه ، دوى وويل دا مسئله دلته څوك نشى حل كولى مدينې منورې ته لاړ شئ ، هلته امام مالك رحمه الله ده هغه نه تپوس وكى ، امام مالك د وخت قاضي القضات په حيث و .

امام مالك رحمه الله ته راغله امام مالك رحمه الله ته وايي حضرت زمونږه يوه ښځه مړه شوى ، بلې ښځې غسل وركوه د هغې ښځې لاس د مړي اورون سره نښتى ده نه جدا كېږي ، درې ورځې شوې حضرت څه چل وكوو ، امام مالك رحمه الله ورته وويل زه خپله هغه ځاى ته ځم كله چي امام مالك رحمه الله راغى د څادر پرده ولګوله ، امام مالك رحمه الله د هغې ښځې نه تپوس وكه كومې ښځې چي غسل وركوه ، بي بي كله چي تا غسل وركوه تا د خولې نه څه خبره ويستلى وه هغې ښځې وويل حضرت ما دا وويل چي دې مړى ښځې د فلانكى سړي سره غلت تعلقات وه ، امام مالك ورته وويل بي بي تا دا تهمت لګولى ده ، تا سره څلور ګواهان شته هغې وويل نه ، امام مالك رحمه الله ورته وويل تا پخپله ليدلى وه ، هغې وويل : نه !

امام مالك رحمه الله ورته وويل : نو بيا تا په څه باندې په دې تهمت لګولى ده ، هغې ښځې وويل چي دا په دروازه كې ولاړه وه او هغه سړي ددې په دروازه تېر شو ، امام مالك رحمه الله هغه ځاى نه لاړو کي مجيد باندې نظر وكه ، امام مالك وويل کي پاك كې راځي ] وَالَّذِينَ يَرْمُونَ الْمُحْصَنَاتِ ثُمَّ لَمْ يَأْتُوا بِأَرْبَعَةِ شُهَدَاء فَاجْلِدُوهُمْ ثَمَانِينَ جَلْدَةً (۱)[ دې ښځې ناجائز تهمت لګولى ده ، دا به اتيا دورى وهل كېږي .

څلور شاهدان هم نشته ده ، ولې دې بغير د دليل نه په مړي تهمت لګولى ده ، زه د وخت قاضي القضات يم ، حكم كوم جلا د ته چي دا په دورو ووهى ، جلا د دورى شروع كړى ، يوه ، دوه ، درې ، لس ، شل ، پنځوس ، دورې شوې لاس نه جدا كېږي ، شپيته شوې لاس نه جدا كېږي ، اويا شوې لاس نه جدا كېږي ، پنځه اويا شوې لاس نه جدا كېږي ، نهه اويا شوې لاس نه جدا كېږي ، چي اتيا شوې لاس پخپله جدا شو (۱).

(۱) ژباړه : او هغه كسان چي اولى محصنى ښځې او محصن سړي چي نسبت د زنا ورته وكى بيا رانه ولى څلور شاهدان دوى ، پس ووهى تاسو دغه اتيا دري ، سورة التوبة ، پاره ۱۸ .

۱۳: وَإِذَا بُشِّرَ أَحَدُهُم بِالْأُنثَىٰ ظَلَّ وَجْهُهُ مُسْوَدًّا وَهُوَ كَظِيمٌ (سورت النحل: ۵۸)

ژباړه: او کله چي ددوی يو چاته د لور(د زېږېدو) زيری ورکړل شي مخ يې تک تور اوړي او د وينو غوړپ تېروي.

يادونه: په جهالت کي د لور پيدا کېدل يو لعنت وو، کله چي به د يوه نر لور پيدا شوه نو د هغه مخ به له ډېره غمه تور شو، خلکو به پېغور ورکاوه، خلکو به ورته په لعنت کتل، او کله به يې ودې ښځې ته داسي اخطار ورکړ((که دي چيري لور راوړه ددوهم ځل لپاره نو ته به يوځای ورسره مړه کېږې)) همداسي به هم وشول، په اوسني وخت کي هم دا د جهالت دود شتون لري، خو و بل لور ته نه په اسلام کي او نه هم په اوسني ساينس کي د هلک او يا هم د نجلۍ راوړل د ښځې په واک کي دي. اسلام دا هر څه ختم کړل.

۱۴: وَلَا تَنكِحُوا مَا نَكَحَ آبَاؤُكُم مِّنَ النِّسَاءِ إِلَّا مَا قَدْ سَلَفَ ۚ إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَمَقْتًا وَسَاءَ سَبِيلًا (سورت النسآء:
۲۲)

ژباړه:او هغه ښځې مه په نکاح کوئ چي ستاسي پلرونو په نکاح کړي وي پرته له هغې چي پخوا شوي دي دا يو ډېر شرمونکی او کرغيړن کار دئ او بده لارده.

يادونه: په جهالت کي چي د هرچا هره ښځه خوښه شوي وای که څه هم پلار به يې په نکاح کړې وه خو زوی به يې هم په نکاح کړل، خو اسلام دا حرامه وګرځول.

۱۵: وَإِذَا الْمَوْءُودَةُ سُئِلَتْ ﴿٨﴾ بِأَيِّ ذَنبٍ قُتِلَتْ (سورت التکوير: ۸،۹)

ژباړه:او کله چي ژوندۍ ښخه کړل شوې نجلۍ و پوښتل شي، په څه ګناه وژل شوې ده؟

يادونه: په جهالت کي به دا يوه عامه خبره او دستور وو چي عربو به خپلي لورګانې د شرم له مخي ژوندۍ ښخولې، خو اسلام دا هر څه حرام او منع کړل.

۱۶: وَلَا تَقْتُلُوا أَوْلَادَكُم مِّنْ إِمْلَاقٍ ۖ نَّحْنُ نَرْزُقُكُمْ وَإِيَّاهُمْ ۖ وَلَا تَقْرَبُوا الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ ۖ وَلَا تَقْتُلُوا النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّـهُ إِلَّا بِالْحَقِّ ۚ ذَٰلِكُمْ وَصَّاكُم بِهِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ   (سورت الانعام: ۱۵۱)

ژباړه:د نيستۍ له ويرې خپل اولادونه مه وژنئ موږ تاسي او هغوي ته رزق ورکوو پټ او ښکاره د بې حيايۍ کارونو ته مه نژدې کيږي او هغه نفس چي الله (د هغه وژل) حرام کړيدي مه وژنئ خو په حقه سره الله تاسي ته دا سپارښتنه وکړه ګوندي له عقل څخه کار واخلي.

يادونه: کله چي به يو څوک شتمن وو، يا به مسکين شو، او يا به مسکين وو نو خپل اولاد به يې له منځه وړل، او يا به يې اولاد راوړل ودرول عزل به يې کاوه، او يا به کله داسي وشوه چي انجونې ، بد شکله او بې کاره زامن به یې هم ټول مړه کړل او له منځه به يې يووړل خو اسلام دا هر څه منع کړل.

نور بیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x