نظــر

چېرته خو مې لیدلی وې!؟

محمدرحیم سکندر

پخوا به ډېره کلکه )سینه په سینه( ستړي مشې او ملګرتیا کېدله، خو نن سبا د ډېرو مصروفیتونو له امله تر ډېره سلام ته خبره راغلې ده، چې نېږدې فاصله کې سلام سره واچوي او سره تېر شي.

ځینې ملګري دې بیا ښه ویني، خو دېته یې سترګې وي چې ځه اول دې دی سلام راواچوي، خو که پرې تېر شوې نو بله ورځ درته وایي: اوس خو بیخي سلام کلام نه کوې، هغه بله ورځ هم راباندې تېر شوې!؟

سمه ده زه درباندې تېر شوم، تا خو ولیدم کنه، تا به غږ راباندې کړی وای.

دا خو نو هغه ټوکه شوه، چې پلانیه په هر خیرات کې دې وینم، هو! چې ما وینې نو ته به هم په هر خیرات کې موجود وې نو.

زه خو پخپله په دې عمل خوشالیږم او خفه کیږم نه! ځکه په اوږده ستړي مشې، په ډېر جوړ تازه ډېر کسان له کاره وځي، هیله ده په دې عمل له ما هم څوک زړه ماتي نه شي او متکبر مې ونه بولي.

مشکل دا دي چې که وزګار ګرځې، ټولو مخلوق ته هسې کوتک شاه او لوفر برېښې او که مصروف شوې نو بیا وايي چې پلانی اوس پېژندګلوي هم نه کوي؛ دا سمه ده چې له مصروفیت سره مینه کمیږي، خو دا هم ومنئ چې له وزګارتیا سره جرمونه زیاتیږي او ټولنې ته مثبت کار نه کیږي.

ټولو عمر هم دا ټولنه همداسې شاته نشي پاتې کیدای، تخنیکونه او کاروبارونه زیاتیږي او مصروفیت لا ور سره ډېریږي، یو دوه ساعته هر چا سره دریدل په څه معنا!؟ البته که ور سره ونه دریدې درته وایي چې ته خو ډېر په غټو کې شوې او درنه ګیله من وي.

زما خو چې ملګری مصروف وي من، من غوښه اخلم، هغه که هره ورځ په څنګ هم راباندې تېریږي، مخکې به ماته ګیله دریده، خو اوس چې پخپله مصروف یم، د هر چا مسلک او مصروفیت ته احترام لرم.

که څه هم د تخنیک مخته تګ، لکه: ټلیفون، یا نېټ نورې اړیکې هم زیاتې کړيدي؛ خو په عام ډول باوري نه دي، له دې وروسته به لا هم د ځان په غم اخته شو، اخېر به داسې وشي چې کله دوه نیږدې ملګري سره مخ کیږي، اول خو به ښه ځیر، ځیر یو او بل ته سره ګوري، وروسته به یو ورته وايي: چیرته خو مې لیدلی وې!؟ بیا به هغه بل ورته وايي: کیدای شي چې په کوم جومات کې مو لمونځونه سره کړي وي!؟

په دې ترتیب به په پلمه سره وايي: ستا پوره نوم څه شی و؟ هغه بل به هم ورته وايي: رښتیا ده مونږ هم د اکثره ملګرو تخلصونه زده دي، ته هم پوره نوم راته ووایه!؟

د ښار خلک د کلیو خلک وروسته پاتې بولي او د کلي خلکو ته د ښار خلک بې مینې او افراطي برېښي، ښاري فرهنګ داسې دی، چې په یوه کوڅه کې به در سره اوسي، ګاونډي ته به مړی ور شوی وي او یا به یې ښادي وي، خو هغه بل ګاونډي به سهار وختي په ښار کې کراچۍ او یا سوداګري ته ځای صفا کړی وي او خپل تجارت به کوي، د کلي خلک له همدې ځان ځاني شکایت کوي او پر ځای هم دي.

د کلي خلک بیا په ښه او بده کې بې ځایه رواجونه سره پالي، په یو واده او غم کې باید! ستا ټوله کورنۍ هلته ورشي او له درو ورځو ونیسه ان تر لسو ورځو یې په ښادي او غم کې باید شریک شې.

د دې له خاطره چې دغه مشکل حل شوي وي نو منځنی حالت غوره دی، لږ دې متمدن او لږ دې قبایلي خلک راښه شي.
اوس مشکل دا هم دي چې مونږ ته بې ارزښته شیان هم د ارزښت په نوم راپېژندل شوي.

د نړۍ چټک ادلون بدلون پېړۍ لس کلنۍ ته راوستې ده؛ اوښتل ور سره په کار دي، ګني ټول عمر به یوازې په ګیله فکر کوې.

دروېش درانی وايي:

خلک اسمان ته بره وختل له بره خېږي

پښتون بې غمه په کوهي کې پروت دی نه راخیږي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x