دیني، سیرت او تاریخ

د فقيرۍ فضائل

ژباړه: سيف الله خالد

په فقيرۍ باندې درې انعامات دي :

فقيه رحمةالله عليه فرمايي :

انس بن مالک رضي الله عنه نه روايت ده هغه وايي يو څو فقيران د حضور پاک صل الله عليه وعلی اله وسلم په خدمت کې يو قاصد راولېګه هغه راغۍ او عرض يې اوکړو يا رسول الله صل الله عليه وسلم زه ستاسو په خدمت کې د فقيرانو له طرفه قاصد راغلې يم .

حضور صل الله عليه وسلم ورته جوابا ارشاد اوفرمايلو چي تاته هم (مرحبا) پخير راغلې او هغه خلکو ته هم د کومو له طرفه چې ته راغلې يې, ته د هغه خلکو له طرفه راغلې يې چې الله تعالی ته هغوي ډير محبوب خلک دي –
قاصد ورته اوويل : اې د الله رسوله

ټول نېک کارونه مالدارانو وکړل او کوي يې –

په مونږ کې دومره طاقت نشته هغوي صدقه کوي او په مونږ کې همت نشته هغوي بيماران شي نو ډېر مال خرچ  کوي –

حضور صل الله عليه وسلم ورته اوفرمائل

زما له طرفه فقيرانو ته دا پيغام ور ورسوه چې په تاسو کې څوک د ثواب په نيت صبر اوکي
الله تعالی به هغه ته درې انعامه ورکوي, چې په دې کې به د مالدارانو هيڅ حصه نه وي .

(1) جنت کې د سرو ياقوتو بالاخانې دي چې

اهل جنت والاوو ته داسې خکاري لکه ددنيا والاوو ته چې ستوري خکاري – په دې کې به فقير نبي,
فقير شهيد, او فقير مؤمن داخليګي

(2) فقيران به د مالدارانو نه نيمه ورځ مخکې جنت ته داخليګي او دا نيمه ورځ به د پنځه سوه (500) کالو برابر وي.

او په جنت کې چې په کم ځاې کې غواړي مزې دې کوي – حضرت سليمان بن داؤد به د ټولو انبياء عليهم السلام نه 40 کاله پس جنت ته داخليګي او دا د هغې سلطنت اثر ده چې ده ته په دنيا کې ورکړې شوې وو

(3) فقير چې کله (( سبحان الله والحمدالله ولااله الاالله والله اکبر )) په اخلاص سره وايي او مالداره هم دا په اخلاص سره وايي نو هغه به دې فقير ته نشي رسيداې اګر مه هغه ورسره زر (1000) درهم صدقه هم ورکوي او دا فرق به په نورو عملونو کې هم ښکاره وي.

قاصد واپس راغۍ او پيغام يې فقيرانو ته ورسولو نو ټولو په يو اواز اوويل : يا الله مونږ له تانه راضي يو, يا الله مونږ له تانه راضي يو.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x