ادبي لیکني

ژوندون ژوندون پيل کړ

د هلمند مدني ټولنه

دښاغلي سردارمحمد همدرد د مټو زور دي چي هلمند مدني ټولنه ادبي ټولنه لا هم د وړاندي تګ پر لور د منزل خوا ته ګامونه اخلي.

دهلمند مدني ټولنه او دروند مشر يې ښاغلي سردارمحمد همدرد لاهم د پرمختیا د تندي څخه د خړوب لپاره دنورو بریاووپه منظور په درياب د ادب کې غوټې وهي تر څو خپلي درنې سیمي هلمند ته یو څه په لاس کې راوړي او داسي نوري لاسته راوړني يې پر ډګر ډاګيزي سوي هم دي

چې تازه او د خوښي څخه ډکه نوې لاسته راوړنه

يې په هلمند ولایت کې دژوندون په نوم د راډيو جوړول او پرانيستني د غونډي مراسم ترسره کول دي

ددغي راډيو  دنشراتو او خپرونو پپل  ددغه روان عصر په جريان کې دهلمند لپاره دفرهنګي،ادبي او خپرنيز انقلاب  د زيرمتون دغني کولو لپاره لويه  زياتونه ده تر څو راتلونکي نسلونه ورباندي ووياړي که دخداي ج خوښه وه.

هسي خو په هلمند کې لويي لاسته راوړني نورو ځوانانو او فعالانو هم تر لاسه کړي دي او دهر ځوان او فعال دلاسته راوړنو قدرونه خپل فرضي دنده ګڼو او هيرول يې جفأ بولو،مګر دا چې تازه لاسته راوړنه  دژوندون راډيو د پيليدو مراسم وه چي ترسره سوه ځکه نود لیکني بحث هم پر دغه مسله ګرځي را ګرځي.

د ژوندون راډیو پیليدل دهلمنديانو لپاره وياړ دی،دا راډيو به دخلګودزړونو اواز تر مسولينو ورسوي،دمظلوميت دجريان ږغ به ډاګيز کړي.دحقیقت دباغ بورا به په نڅا ء راولي، دډکو او ارماني زړونو له پاره د پوره کيدلو يو وسيله سي.

۱۳۹۵ هجري لمريز کال دليندي د مياشتي څلورمه نيټه د ژوندون راډيو د نشراتو د پیل لومړنی ورځ وه

دپرانیستي په مراسیمو کې دقران عظیم الشان تلاوت د غونډي تر ټولو زرينه برخه وه.

دوهمه برخه یې دوينا لپاره ځانګړې وه چي په ترتيب سره دښاغلي سردارمحمد همدرد،شریعت یار،ښاغلي سيدمحمد حیرت،ښاغلي توريالي همت چي دهلمند د والی ښاغلي حیات الله حیات له خوا یې غونډي ته را استول سوي پیغام ولوستی.

همداراز دمشاعري برخه یې شعر او ترنم ته ځانګړې وه چي د غونډي ښکلا يې يو په دوه کړه.

په ترتيب سره قاري ظاهرخان ترنم وکړ چي شعر يې ښاغلي سردارمحمد همدرد جوړ کړي وو.محمد رفیع بخت یار او ذبیح الله احساس شعر ووايه او صديق الله منصور خپل شعر د محمد ولي شکيب په ملګرتيا ترنم کړ.

وړوکي بشرمل هم خپل جوړ کړي شعر ووایه شفیع الله شاکري هم د مفتون غرق پرق شعر په ترنم سره ووايه محمد انور ورور هم دهلمند د سمسورتيا ستاینه وکړه،شعر یې مزه او حماسه درلوده.

ښاغلي الحاج مولوي عبدالهادي عمري هم خپل شعرونه را باندي ولورول عبدلصمد ګیله من هم نوبت درلودي ښاغلي سرادر محمد صديقي په خپلو دوو پارچو شعرونو غونډه متاثره کړه.

خان محمد باور، وزيري صيب،حزب الله اسحاق،عصمت الله همدرد،نورالله سجاد ، ذبیح الله زاهد،ذبیح الله اسحاق،نثاراحمد،محمد رفیق رفیقي،محمد انور ورور په خپل وار سره هر يوه يو په بل پسي شعرونه او ترنم را باندي ولورول ترنم هغه برخه وه چي غونډي ته يې ښکلا او ځلا ورکړه.

۶ بجي او ديرش دقیقي ښاغلي سردار محمد همدرد اختتاميه وينا وکړه د برخه والو څخه مننه وکړه  او خپل يو څو بيته يې راباندي ولورول.

د ښاغلي عبدالهادي عمري دعأ زموږ غونډه او ترنم مشاعره پاي ته ورسول.

په درنښت

هلمند مدني ټولني دمطبوعاتي څانګي اداره.   

الحاج محمد اسماعیل شریعت یار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x