افغانستان

انګلستان وايي، نور د دې وخت را رسېدلی چې له افغانستانه ووځي

نن ټکی آسیا: د انګلیستان صدراعظم ډېویډ کامرون چې څو ورځې وړاندې یې افغانستان ته سفر کړی و او بېرته خپل هېواد ته راستون شو، تېره ورځ د یو لړ تازه څرګندونو په ترڅ کې ولس ته ډاډ ورکړ چې نور به له افغانستانه ځواکونه را باسي.
کامرون وروسته له هغې خپل ولس ته په وینا کې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو ژمنه ورکړه چې په روانه اونۍ دوه بریتانوي سرتېري په دغه هېواد کې د جلا-جلا پېښو په ترڅ کې ووژل شول.

نوموړي تېره اونۍ د دوشنبې په ورځ د دیسمبر د میاشتې په ۱۶ نېټه په هلمند کې د خپلو ځواکونو سره د لیدنې-کتنې پر مهال وویل چې دې ته خوشحاله دی چې ځواکونو یې په بریالیتوب سره د خپل ماموریت د پای شېبو ته رسېدونکي دي.
انګلستان د امریکا تر مشرۍ لاندې پر افغانستان د نظامي یرغل پر مهال تر امریکا وروسته دوهم ستر هېواد و،چې افغانستان کې یې د طالبانو د حکومت د را پرځولو په موخه تر ټولو زیات عسکر پلي کړل.
که څه هم د بریتانیې له ټولټال راغلیو یرغلګرو سرتېرو څخه اوس څه باندې پنځه زره سرتېري لا هم په افغانستان کې پاته دي، د دوی د رسمي او اعترافي شمېرو له مخې تر دې مهاله په افغانستان کې ټولټال ۴۴۷ بریتانوي سرتېري وژل شوي او په زرګونو نور ټپيان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x