
حمد/ سراج
سراج
دغه دواړه جهانونه ستا له مخه
خداى پيدا کړل سمې غرونه ستا له مخه
ستا دمخ له برکته مونږ پيدا يو
واړه زمکې اسمانونه ستا له مخه
څوك به نه ول که ته نه وي خداى پاک وايي
خداى ته ګران ېې عالمونه ستا له مخه
ستوري هم دستا له مخه رڼا کاندي
لمر اخيستى ښائستونه ستا له مخه
ستا له مخه په جهان رڼا رڼا شوه
شول په کډه تورتمونه ستا له مخه
زه سراج به دې الله ته واسطه کړم
که مې ماف شي ګناهونه ستا له مخه