نظــر

د اسلامي مبارزې الفبا (۳) – په اسلامي ( عمل) کې د تکامل وجوب او ضرورت

دکتور: فتحي یکن

لیکوال: أستاد فتحي یکن – وفات: ۱۳ جون ۲۰۰۹م

ژباړه: سلطان محمود صلاح

درېيمه برخه (د تیري برخي لپاره دلته کلیک وکړئ)

په اسلامي ( عمل) کې د تکامل وجوب او ضرورت:

د اسلامي انقلابي عمل د فکر او تصور د الفبا له تورو نه یو دا هم دی چې هغه باید متکامل او کلي وي او په هیڅ توګه باید جزئي او نیمګړی نه وي ، څو هماغه مطلوب اسلامي بدلون رامینځته شي او د اسلام په لار روان دولت جوړ شي. د شریعت پلي کوونکی دولت چې رامنځته شي، نو بیا کیدای شي چې په دې او هغه اړخ کې تخصصي فعالیتونه وشي، ځکه هغه وخت به اصلي او اساسي کار تر سره شوی او لوی هدف به تحقق موندلی وي.

په اسلامي عمل کې د تکامل معنی:

په اسلامي عمل کې مو له تکامل نه مراد دا دی چې اسلامي مبارزه باید د جاهلي حالت او وضعيت د مقابلې او اسلامي مطلوب بدلون د راوستو لپاره د پوره تیارۍ، بشپړ اهتمام او پاملرنې پر اساس ولاړ وي.

معنی دا چې تیاري او پاملرنه باید د عمل او مبارزې په یو اړخ او یا یوه جزء پورې منحصره نه وي، مګر دا چې دا اړخ او جزء د متکامل عمل دپروګرام په خپل اصلي او طبیعي ځای کې قرار ولري.

نو په دې صورت کې به تکامل داسې عام چوکاټ وي چې د عمل او کار ټول اړخونه او جزئیات به په پوره توجه سره هسې او هغې خوا ته پر مخ وړي چې د ستر او مطلوب هدف د تحقق لپاره ګټوره او اغیزمنه وي.

په اسلامي عمل کې جزئیت:

په اسلامي عمل کې د جزئیت معنی دا ده چې یو کار د اسلامي عمل له اړخونو نه په یوه اړخ پوري منحصر وي، یوازې په همغه یوه اړخ لګیا وي، بل طرف ته نه ځي، په همغه یوه یې ایمان وي او نور نه مني او عقیده يې دا وي چې یوازې او یوازې همدا د جوړښت، تعمیر او بدلون لارده او بس.

په اسلامي عمل کې جزئیت دا دی چې وویلی شي: (روحي او اخلاقي تربیه) بیله دې چې نورو اجتماعي، تحریکي، سیاسي او جهادي اړخونو ته توجه وکړای شي د الهي تکلیف مرکز او د دعوت او داعي یوازینی مسئولیت دی او پرته له دې چې دا په نظر کې ونیول شي چې دا ډول روزنه په ننني غیر اسلامي ژوند او د نننیو وضعي تحریکونو او سازمانونو په مقابل کې تر کومې اندازې مؤثره او بریالۍ ده، واضح ده چې دا ډول تصور او عمل ددې سبب کیږي چې تربیوي کار له خپل لوی هدف نه بیل کړای شي، د هماغه جاهلي ټولنې یو جزء وګرځي او د همغې ټولنې پر محور له څرخیدونکو فعالیتونو څخه یو فعالیت شي.

په اسلامي عمل کې د جزئیت بله بڼه دا ده چې [فکري پوهاوی او د اسلامي ثقافت خورول] د اسلامي کار او فعالیت هدف او د قیام سبب او دلیل وګڼل شي او دا داسې شکل غوره کړي چې ټول اسلامي عمل تر خپل تأثیر لاندې راولي او ددې پر ځای چې وسیله وي ، خپله هدف وګرځي او چې همداسې شي دا نو بیا په ټولنه کې یو فکري خوځښت دی او بس! او په همدې سره په اسلامي فکري مکتبونو ( تحریکونو) کې د بدلون تشې هیلې او امیدونه هم له مینځه ځي، د بدلون امکان خو پر ځای پریږده.

همدا راز یوازې پوځي تیاري، یا یوازې سیاسي فعالیتونه او یا دکار بل هر یو اړخ د یوازیني اساسي او اصلي اړخ په حیث منل او پيژندل هم په اسلامي عمل کې د جزئیت معنی لري. په همدې سره جزء پر کل غلبه مومي ان تردې چې هماغه جزء د کل ځای نیسي، بیا نو ووینه چې کارونه ځنګه ګډوډیږي او زیات هغه امکانات بې ځایه او بې فایدې پاتې کیږي چې د اسلامي بدلون په لاره کې یې ډیر څه کولای شوی.

د اسلامي منهج تکامل د تحریکي عمل تکامل لازموي:

د اسلامي منهج له خصوصیاتو نه یو دا دی چې هغه یو متکامل او کُلي منهج او دداسې نظامونو درلودونکی دی چې مختلف بشري ضروریات پوره کوي.

دا منهج عبادي نظام لري، کوم چې د انسان اړیکي له خپل خالق جل جلاله سره تنظیموي او یو روحي تربیوي منهج او نظام بلل کیږي. دا نظام افراد او ټولنې د انحراف له مختلفو شکلونو نه په امن ساتي.

په دې منهج کې اقتصادي نظام هم شته: هغه چې د اقتصادي ژوند لپاره داسې اصول او قواعد ږدي چې د عدالت متضمن او د هر ډول استبداد، خیټې اچولو، فرصت غوښتنې، چورولو او داسې نورو ستونزو او اجتماعي مرضونو د ټولو عواملو له مینځه وړونکی دی.

ټولنیز نظام هم لري: او دا نظام اجتماعي اړیکې د عقیدې او اخلاقو پر بنا ټینګوي. داسې نه کوي چې شخصي ګټې، مادي او قبیلوي ارتباطات د ټولنیزو اړیکو اساس وګرځوي.

د سیاسي نظام درلودونکی دی: هغه چې ددولت د جوړښت لپاره سالم او کامل تهداب ږدي او لازم اصول ورته په ګوته کوي. د هر وګړي حقوق او مسئولیت ښيي او د دولت داخلي او بهرنیو اړیکو ته چوکاټ او مسیر ټاکي.

عسکري نظام یې د جنګي او عسکري ژوند اساس او قواعد وضع کوي، د جهاد او جګړې د میدان ضرورتونه او اړتیاوې څیړي او پوره کوي یې.

اسلامي منهج ددې او داسې نورو نظامونو درلودونکی دی چې اساس یې اسلامي عقیده او نړۍ لید دی او همدا ددې غوښتونکی دی چې اسلامي مبارزه او عمل باید داسې متکامل او کامل وي چې د اسلامي منهج ددې ټولو اړخونو رانیوونکی وي.

په اسلامي عمل کې د جزئیت زیانونه:

د اسلام قوت، عظمت او اثر په دې کې نغښتی چې منحیث کُل ورته بلنه وشي، عمل پرې وشي او تطبیق شي، خو کله یې چې اجزاء یو له بل نه بیلیږي او یوه اړخ ته توجه کیږي او بل له نظره غورزول کیږي، نو بیا دا عظمت، قوت او اثر له مینځه ځي.

په اسلامي عمل او فعالیت کې د جزئیت بل ضرر دا دی چې هغه اسلامي شخصیت خړپر او بدرنګه کوي، چې له غیر متکامل او چارو ته له لنډ نظر نه رامنځته کیږي. ښکاره ده چې د جزئي او محدود نظر انځور کله هم بشپړ نه وي.

په اسلامي مبارزه کې د جزئیت یو تاوان دا دی چې خلکو ته د اسلام داسې نیمګړې او معیوبه بڼه وړاندې کوي چې خلک له اسلام نه بیزاره او لیرې کوي.

بل دا چې جزئیت ډیر داسې اسلامي ځواکونه له منیځه وړي چې که چیرې په سمه لاره برابر کړای شي، نو د اسلامي بدلون لاره به ډیره لنډه کړي.

او د جزئیت یو بل ضرر دا هم دی چې اختلاف او تعدد رامنځته کوي، هسې اختلاف چې فعلا یې په هر ځای کې یې د اسلامي کارکوونکو تر منیځ فاصلې را ایجاد کړې دي.

حقیقت دا دی چې جزئیت د خدايي شریعت ( اسلام) په حق کې یو جرم او ګناه ده، خدای جل جلاله هغه ( اسلام) متکامل ګرځولی او محمد صلی الله علیه وسلم یې ددې لپاره انتخاب کړی ؤ چې دې لور ته په کامله توګه بلنه وکړي او بیا یې په کامله توګه عملي او تطبیق کړي. خدای جل جلاله فرمايي:

الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الْإِسْلَامَ دِينًا ۚ فَمَنِ اضْطُرَّ فِي مَخْمَصَةٍ غَيْرَ مُتَجَانِفٍ لِإِثْمٍ ۙ فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿٣﴾[سورة المائده : ۳]

(نن ما ستاسې دین ستاسې لپاره بشپړ کړی دی او خپل نعمت مې پر تاسې پوره کړی دی او ستاسې لپاره مې اسلام ستاسې د دین په توګه منظور کړی دی.)

قرآنکریم بل ځای د بني اسرائیلو دا کار منل او هغه نه منل ( بعضیت ) ردوي او فرمایي:

أَفَتُؤْمِنُونَ بِبَعْضِ الْكِتَابِ وَتَكْفُرُونَ بِبَعْضٍ ۚ فَمَا جَزَاءُ مَنْ يَفْعَلُ ذَٰلِكَ مِنْكُمْ إِلَّا خِزْيٌ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ۖ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يُرَدُّونَ إِلَىٰ أَشَدِّ الْعَذَابِ ۗ وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ ﴿٨٥﴾ [سورة البقره: ۸۵]

( نو آیا تاسې د کتاب په یوه برخه ایمان راوړئ او په بله برخه يې کافر کیږئ؟

نو له تاسې نه چې کوم خلک داسې وکړي، د هغو سزا به له دې پرته نوره څه وي چې د دنیا په ژوند کې ذلیل او خوار اوسیږي او په آخرت کې به د ډیر سخت عذاب په لوري وګرځول شي؟ الله ستاسې له دې حرکتونو څخه بې خبره نه دی.)

د اسلام تجزیه او سره بېلول په داسې شکل چې یو جزء یې واخيستل او بل يې پریښودل شي، د هغه متکامل ماشین د تفکیک په شان دي چې د یوه جزء په لیرې کولو ټول ماشین له کاره لویږي، نو د اسلامي متکامل دین د تجزیې نتیجه هم تعطل او په ټپه دریدل دي او بس.

لاس، پښه، خوله او يا غوږ که له بدن نه بېل کړی شي، نو څه ارزښت به ولري؟! اندامونه هر یو یې له خپل هغه ځای څخه چې ژوند او قوت یې په ور پورې تړلی دی، د بېلتون او تجزیی په صورت کې هیڅ دی، د ساعت او موټر هره یوه پرزه که له خپل ټاکلي ځای نه لرې کړی شي، خپل ارزښت او قوت له لاسه ورکوي.

ښه، اوس به نو د هغه سیاسي کار او فعالیت ګټه او ارزښت څه وي چې د اسلامي تحریک په جسم کې د خپل لازم او مناسب حجم او ځای درلودونکی نه وي؟ بلکې د هغه تربیوي فعالیت نتیجه به څه وي چې د اسلامي حرکت له اهدافو او د بدلون لپاره له ټاکلي پروګرام نه یې بیل او جدا وي؟

دا ډول کارونه به تل د زماني محدودیت، فردیت او جزئیت په دائره کې دننه د زوال او نیستۍ انتظار باسي، حتماً به یو وخت د رواني، فکري او یا حسي حملې په وړاندې تسلیمیږي او له منیځه به ځي. که له نورو اجزاوو سره یو ځای نشي او داسلامي بدلون لپاره د هغوی خوا ته ونه دریږي او تر هغې ورسره یو ځای کار ونه کړي څو یوه داسې ټولنه رامینځته کړي چې پکې د تخصصي او جزيي فعالیتونو د ژوند، نمو او بقا شرایط برابر وي.

د هر اسلامي کار او فعالیت لومړنی هدف؛ خصوصاً په دې حالت کې چې د الهي شریعت پر بنسټ ولاړ دولت نشته، دا دی چې تر هر څه دمخه د شریعت د قیام او حاکمیت لپاره تیاري پیل شي.

د ټولو جزئي کارونو، سیاسي وي که فکري، تربیوي وي که تحریکي، عسکري وي که… هدف باید یو وي، چې هغه هم د ځمکې پر مخ د الهي حکم قیام او حاکمیت دی او که داسې نه وي، نو بیا به ټول دا ډول فعالیتونه د جاهلي ټولنې او نظام په محور څرخي، بلکې د همدې جاهلي ټولني یو فولکلور به وي نه بل څه.

د متکاملې مقابلې لپاره متکامله تیاري په کار ده:

د اسلامي عمل د تکامل وجوبي مبدأ ته دا هم ورزیاتیږي چې اسلامي متکامل عمل نه یوازې واجب دی، بلکي دا د اوسني جاهلي او متکامل خطر د مقابلې په خاطر یو حتمي ضرورت هم دی.

نن اسلام ( فکر او تحریک) په هر میدان کې له مختلفو خطرونو او چلینجونو سره مخامخ دی.

د فکري او تربیوي تخریب په میدان کې له اسلام سره د مقابلې، پر اسلام د یرغل او اسلام ته د ماتې ورکولو په خاطر مؤسسې، ارګانونه او وسائل کار کوي، تألیفات کیږي، نصابونه او پروګرامونه جوړیږي.

د سیاسي او اجتماعي تخریب په برخه کې تحریکونه او ګوندونه کار او فعالیت کوي، دولتونه او پکتونه یې په مال او وسايلو سره کومک کوي څو وکولای شي په ټوله اسلامي ساحه کې د دریځ، ابتکار او فیصلې واک له همدوی سره وي او کوښښ کوي چې اسلام د مقابلې له میدان نه وباسي او دا غواړي چې اسلامي فکر په یوه کنج کې راګیر کړي.

د اسلام په خلاف د هغو حسي توطئو په میدان کې چې اسلامي دین د مسلمانو بلونکو د ختمولو له لارې ختمول غواړي، حملې زیاتوي، تربیه شوي ګروپونه ا و داسې ډلګۍ جوړیږي چې دهر غړي زړه یې له اسلام او هر اسلامي څیز سره له حقد او کینې نه خوټیږي.

د اسلام دښمنان له هرې لاري او هرې جبهې نه وړاندنیو سنګرونو او ځایونو ته ننوځي. هغوی د ټولو سازمانونو او اتحادیو لکه د محصلینو، کارګرانو، تعلیمي او مطبوعاتي، د ځوانانو او ښځو د اتحادیو له لارې مخ پر وړاندې راځي او نفوذ کوي .

نو آیا پداسې حالت کې به جواز ولري چې اسلامي مقاومت فردي او جزئي وي؟

د مقابلې منطق برابري او بالمثل مقابله او مقاومت ایجابوي، نو له دې سره د هغه شریعت منطق او تقاضا هم یو ځای کړه، چې په هیڅ صورت کې خپلو افرادو او پيروانو ته دیني کمزوري، د دښمن پر وړاندې ماتې او په ژوند کې ذلت او خواري نه غواړي.

د خدای په کتاب کې د شریعت منطق وايي:

وَأَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّة [الانفال:۶۰]

( او تاسې تر خپلې وسې ډیر زیات طاقت د هغوی د مقابلې لپاره برابر کړئ.)

وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ لِلَّهِ [البقره:۱۹۳]

(اې مؤمنانو! له دې کافرانو سره تر هغه پورې و جنګیږئ چې فتنه پاتې نشي او ټول دین د الله لپاره شي.)

وَإِمَّا تَخَافَنَّ مِن قَوْمٍ خِيَانَةً فَانبِذْ إِلَيْهِمْ عَلَىٰ سَوَاءٍ ۚ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْخَائِنِينَ (58) [الانفال:۵۸]

(او که چیرته د کوم قوم له خیانت نه ستا ویره وي، نو د هغه تړون په ښکاره ډول د هغه په وړاندې وغورزوه، دا یقیني ده چې الله خائنان نه خوښوي.)

وَلَا تَهِنُوا فِي ابْتِغَاءِ الْقَوْمِ إِنْ تَكُونُوا تَأْلَمُونَ فَإِنَّهُمْ يَأْلَمُونَ كَمَا تَأْلَمُونَ وَتَرْجُونَ مِنَ اللَّهِ مَا لَا يَرْجُونَ وَكَانَ اللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا (104) [النساء:۱۰۴]

(ددې ډلې په تعقیبولو کې سستي مه کوئ، که تاسې کړ وګالئ نو ستاسې په شان هغوی هم کړاو ګالي او تاسې له الله نه د هغه څه هیله من یاست چې هغوی یې هیله من نه دي، الله پر هر څه پوهیږي او هغه د حکمت او پوهې خاوند دی.)

شریعت همدا ډول د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ژبه وایي:

[ المؤمن القوي خیر وأحب الی الله من المؤمن الضعیف]

(قوي او پياوړی مؤمن د خدای جل جلاله په وړاندې له کمزوري مؤمن نه بهتر دی.)

[إن الله یحب من أحدکم إذا عمل العمل ان یتقنه]

( خدای جل جلاله دا خوښ لري چې ستاسې نه کوم څوک یو کار وکړي او هغه په ښه طریقه سره انجام ته ورسوي.)

[الحرب خدعة] ( جنګ چل دی)

[إستعینوا علی قضاء حوائجکم بالکتمان] (د خپلو امورو د سرته رسولو په خاطر له راز ساتلو نه ګټه اوچته کړئ.)

په لومړني اسلامي عمل کې تکامل:

د نبوت ځلاندې دورې ته ژوره کتنه دا ثابتوي چې هغه وخت اسلامي عمل متکامل، د یوه تنظیم او واحد قیادت تر سیوري لاندې د فرد او ټولنې په کچه کلي او شامل عمل و.

رسول الله صلی الله علیه وسلم پر اسلامي کار او عمل له هر اړخه اشراف درلود او له هرې خوا نه یې مخ په وړاندې بیولو. د روزنې په میدان کې هغه صلی الله علیه وسلم لوی روزونکی و، د ښوونې په ډګر کې ستر ښوونکی و، د جهاد په ډګر کې ستر قوماندان و، د تخطیط او تنظیم په ساحه کې مخکښ او مشر و، په همدې ترتیب سره د ژوند په هره برخه کې.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د روزنیز منهج له لارښوونو نه یوه لارښوونه دا ده چې فرمايي:

[لا یبلغ العبد أن یکون من المتقین حتی یدع ما لا بأس به، حذراً مما به بأس] (د سنن ترمذي په روایت)

(بنده تر هغې د تقوی درجې ته نه شي رسیدای څو د بدکار کولو له ویرې نه هغه کار ترک نکړي چې کول یې پروا نه لري.)

بل ځای فرمایي:

[إن من خیارکم أحسنکم أخلاقاً] (متفق علیه)

(ستاسې غوره د ښو اخلاقو خاوندان دي.)

بل یې دا قول:

[أکمل المؤمنین إیماناً أحسنهم خلقاً و خیارکم خیارکم لنسائهم] ( د سنن ترمذي په روایت)

(په مؤمنانو کې د پوره ایمان خاوندان د ښو اخلاقو درلودونکي دي او ستاسو غوره هغه کسان دي چې د خپلو ښځو سره غوره وي.)

او دا قول یې چې فرمايي:

[إن الله رفیق یحب الرفق، و یعطي علی الرفق مالا یعطي علی العنف، و ما لا یعطي علی سواه.] ( د صحیح مسلم په روایت)

(په تحقیق سره الله تعالی رفیق ( نرمي کوونکی) دی او نرمي خوښوي او هغه څه چې په نرمۍ یې ورکوي په شدت او بل شي سره یې نه ورکوي.)

د عسکري پروګرام په هکله رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

[علموا أولادکم الرمایة و السباحة ورکوب الخیل]

(خپلو اولادونو ته نښه ویشتل، لامبو وهل او د آس سپرلۍ ورزده کړئ.)

او دا قول یې چې فرمایي:

[الا إن القوة الرمي] (خبر اوسئ چې نښه ویشتل قوت دی.)

بل ځای فرمايي:

[ من مات و لم یغز و لم یحدث به نفسه مات علی شعبة من نفاق]

(څوک چې په داسې حال کې مړ شي چې جهاد یې نه وي کړی او نه یې د جهاد نیت وي، نو هغه د نفاق په مرګ مړ شوی دی.)

او دا لارښوونه یې چې فرمايي:

[من لقي الله بغیر أثر من جهاد لقي الله و فیه ثلمة] (د ترمذي روایت)

( څوک چې له الله تعالی سره په داسې حال کې مخامخ شي چې د جهاد اثر پرې نه وي، نو هغه به په داسې شکل ورسره مخامخ کیږي چې حتماً به پکې نقصان وي.)

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ټولنیز منهج په اړه یې دا ارشادات رانقلوو، فرمايي:

[مثل المؤمنین في توادهم و تراحمهم و تعاطفهم مثل الجسد الواحد إذا اشتکی منه عضو تداعی له سائر الجسد بالسهر و الحمی] ( متفق علیه)

(مؤمنان په خپل مینځي محبت، مهربانۍ او شفقت کې د یوه بدن په شان دي کله چې یو غړی په درد راشي، نو ټول بدن ورسره په درد، بې خوبۍ او تبه اخته شي.)

بل ځای فرمايي:

[لایؤمن أحدکم حتی یحب لأخیه ما یحب لنفسه] (متفق علیه) (د تاسو د هر یوه ایمان تر هغې نه بشپړیږي څو د خپل ورور لپاره هغه څه خوښ کړي، چې د ځان لپاره یې خوښوي).

[من بات ولم یهتم بأمر المسلمین فلیس منهم]

(څوک چې د مسلمانانو امورو ته له اهتمام پرته شپه تیره کړي، نو هغه ددوئ له ډلې څخه نه دی.)
[السعی علی الأرملة و المسکین کالمجاهد في سبیل الله، و کالقائم الذي لا یفتر، و کالصائم الذي لا یفطر] (متفق علیه)

(د کونډې او بې وزله په خدمت کې زیار ویستل دومره اجر لري لکه د خدای په لاره کې مجاهد، همیشه روژه ساتونکی او تل عبادت کوونکی.)

[خیر الأصحاب عندالله تعالی خیرهم لصاحبه، و من الجیران عند الله تعالی خیره لجاره] ( د سنن ترمذي ورایت)

(د الله تعالی په وړاندې تر ټولو ښه ملګری هغه دی چې د خپل ملګري لپاره غوره وي او د خدای تعالی په نزد تر ټولو ښه ګاونډی هغه دی چې د خپل ګاوندي لپاره ښه وي.)

د اقتصادي پروګرام په هکله د الله رسول صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي:

[الناس شرکاء في ثلاث: في الماء و الکلأ و النار] ( د سنن ابو داود او احمد روایت)

(خلک په دریو څیزونو کې سره شریک دي په اوبو ، څړځای او اور کې.)

پدې اړه یې بل امر داسې دی:

[مَنْ كَانَتْ لَهُ أَرْضٌ فَلْيَزْرَعْهَا ، وَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَلْيَمْنَحْهَا ، وَلا يُكْرِيهَا ]

( څوک چې ځمکه ولري باید وې کري او که نه نو خپل ورور ته دې ورکړي او شاړه دې نه پریږدي.)

او دا قول یې چې فرمایي:

[من ولي لنا عملاً ولیس له منزل فلیتخذ له منزل او لیست له زوجة فلیتزوج او لیس له دابة فلیتخذ دابة] ( د احمد روایت)

(چا چې زموږ کومه وظیفه واخیسته، نو که کور یې نه درلود باید کور ورکړل شي او که یې ښځه نه لرله نو واده دې وکړي او که یې سپرلۍ نه درلوده، نو د سپرلۍ حیوان دي واخلي.)

امام ابن حزم وايي: که په یو ښار کې څوک له لوږي مړ شو د هغه ښار اوسیدونکي قاتلین شمیرل کیږي، باید د مړي دیت ورڅخه واخیستل شي.

و مو لیده چې د رسول الله صلی الله علیه و سلم کار د ژوند تر یوه اړخ او یوې څانګې پورې منحصر نه و، بلکې د ژوند هرې برخې او هر امر او څانګې ته شامل او کامل کار و.

د هر اسلامي کار او فعالیت کوونکی پدې مکلف دی چې په هر وخت او هر ځای کې د رسول الله صلی الله علیه و سلم پیروي وکړي او دا حق ورسره نشته جې په دې لار لاړ شي او یا هغې.

نننی اسلامي کار او فعالیت بایده پوره متکامل او په خپلو ټولو جزئیاتو کې له ټاکلي هدف ( د ځمکې پر مخ د شریعت نافذول) سره منسجم او تړلی وي، برابره ده که کار ورزشي وي، څیړنه وي، توجیه او روزنه وي او که فکري او سیاسي، اقتصادي او عسکري کارونه او که په دې ډګرونو کې هر کار له هدف سره تړلی او منسجم نه وي خپل اسلامي ارزښت له لاسه ورکوي، ان تردې چې تش د وجود لپاره یې هم مبرر او دلیل نه وي.

په اسلامي کار او فعالیت کې تربیوي فعالیتونه په دې شرط ډیر د ارزښت وړ دي چې له هدف سره تړلي او له نورو فعالیتونو سره منسجم وي.

همدا راز فکري، علمي او فرهنګي فعالیتونه هم په اسلامي کار کې د خاص اهمیت درلودونکي دي، خو له نورو فعالیتونو سره د توافق او انسجام په شرط.

په همدې ترتیب ټول سیاسي، عسکري، تحریکي، تنظیمي، ټولنیز، خیریه او نور فعالیتونه هر یو په خپل ځای کې د قدر او ارزښت وړ دی، خو په دې شرط چې په متکامل اسلامي عمل کې په خپل ځای (موقعیت) او د انسجام له کړۍ نه دباندې نه وي.

د هر کار قوت، اصالت او ارزښت د هغه په تکامل او شمول پوري تړلی دی، یعنې بیله دې دوو صفتونو عمل نه قوت لري، نه اصالت او نه هم ارزښت او له همدې کبله ده چې په اسلامي عمل کې تکامل شرعي فریضه او تحریکي اړتیا ده.

په ننني اسلامي تحریک کې تکامل:

امام حسن البناء په اسلامي عمل کې د تکامل په ضرورت تأکید کړی او ویلي یې دي:

په اسلام زمونږ د عامې او شاملې پوهې نتیجه دا شوه چې مفکوره مو د امت د اصلاح او سمون هرې څانګې او برخې ته شامله شوه او په پوره جرأت سره ویلی شو چې زمونږ دعوت عبارت دی له:

1. سلفي دعوت (بلنه): ځکه چې زمونږ دعوت اسلام خپل اصلي او سوچه مصدر قرآنکریم او سنت رسول الله صلی الله علیه وسلم ته اړول غواړي.

2. سني طریقه: ځکه چې خپل پیروان په هر شي کې د پاک سنت (حدیث) په عملي کولو مکلفوي، خصوصاً په عقیده او عبادت کې البته د خپل توان په اندازه.

3. صوفیانه حقیقت: ځکه چې پیروان یې پوهیږي چې د هرې نیکۍ او خیر اساس ، د نفس پاکي، د زړه صفا، دعمل اهتمام او مواظبت، له مخلوق نه مخ اړول، د خدای په خاطر مینه او محبت او د خیر لپاره اړیکي دي.

4. سیاسي ټولګی: ځکه چې پیروان یې په داخل کې د حکومت او نظام اصلاح او په بهر کې له نورو ولسونو سره د اسلامي امت د اړیکو په هکله تجدید نظر او په عزت او شرف سره د ولس روزنه غواړي.

5. ورزشي ټیم: ځکه چې پیروان یې خپلو جسمونو ته زیاته توجه او پاملرنه لري او په دې باوري دي چې پياوړی مؤمن له کمزوري مؤمن نه بهتر دی او بل دا چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمايي: [إن لبدنک علیک حقاً] ( بدن درباندي حق لري) او په دې پوه دي چې اسلامي تکلیف تر هغې په درسته او صحیح توګه نه شي ادا کیدای څو چې جسم او بدن قوي او پیاوړی نه وي.

6. علمي او فرهنګي ټولنه: ځکه چې اسلام د علم زده کړه په هر مسلمان نارینه او هرې مسلمانې ښځې باندې فرض کړې ده او بل دا چې د ګوند هره غونډه او هر مجلس په حقیقت کې د روح، عقل او جسم د روزنې لپاره مدرسې او مکتبونه دي.

7. اقتصادي شرکت: ځکه چې اسلام د مال تدبیر او له ټاکلې لارې نه ګټلو خوا ته زیاته توجه لري، د اسلام پيغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايي:[ من أمسی کالا من عمل یده أمسی مغفوراً له] (څوک چې د خپل لاس په کار ستړې ورځ بیګا کړي، نو دا ورځ یې داسې بیګاه کړې چې د ګناهونو مغفرت ورته شوی دی. او بل ځای فرمایي:

[إن الله یحب المؤمن المحترف] (خدای جل جلاله کسب لرونکی مؤمن خوښوي)

8. ټولنیزه مفکوره: ځکه چې پيروان یې د اسلامي ټولنې په دردونو دردمندیږي او د رنځونو لپاره یې د علاج لارې لټوي او غواړي امت ورڅخه بې غمه کړي.

په دې ترتیب سره وینو چې د اسلام شاملې معنی زمونږ مفکوره هم د اصلاح هرې څانګې ته شامله کړه او زمونږ نشاط او فعالیت یې دې ټولو برخو ته سوق او توجیه کړ، په داسې حال کې چې نور یوازې یوې خوا ته ګوري، خو مونږ د ژوند ټولو خواوو ته توجه او اهتمام کوو او پوهیږو چې اسلام د دې ټولو امر راته کوي.

نور بیا

ددې لیکني مخکنیو برخو لپاره دلته کلیک وکړئ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x