نړۍ

شمالي وزیرستان: ميرانشاه کې د بې پيلوټه طیارې په بريد کې څلور تنه وژل شوي دي

د پاکستاني رسنيو له قوله بیګا ناوخته امريکايي بې پيلوټه طیارو د میران شاه په قطب خیلو سیمه کې پر یو کور دوه توغندي و ویشتل چې له امله يې څلور کسان وژل شوي او کور په مکمله توګه ویجاړ شوی دی. له بریده وروسته هم جاسوسي طیارو پر سیمه پروازونه کول چې له امله يې په خلکو کې وېره او ترهه خپره وه. د یادونې وړ ده چې د پاکستان حکومت ډورن بریدونه د خپل حریم او فضايي حدودو خلاف بولي او په دې اړه يې په نړیواله کچه هم څو څو وار خپل شکایتونه کړي دي. تېره هفته ملګرو ملتونو هم د پاکستان پر ځمکه بې پيلوټه بریدونه د نړیوالو قوانینو خلاف وبلل، ولې امريکا تل دا قوانین تر پښو لاندې کوي او د خپلو مخالفینو سربېره يې تر اوسه په سلګونو ولسي وګړي هم شهیدان کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x