نظــر

د اسلام اړوند تیروتنه: جهاد یوازې وژل نه دي

داکتر احمد شکیب احمدي
د اسلام او متقابلو ادیانو زده کوونکی

جهاد د اسلام تر ټولو بدنامه شوې کلمه ده چې نه یوازې کافران بلکې مسلمانان یې هم په اړه تېروتنه کوي. کافرانو ته جهاد د خلکو وژل ښکاري او ځینې مسلمانان بیا فکر کوي چې جهاد د کفارو وژلو ته وایي، خو له دې دوو ډلو څخه یو هم د جهاد په اصلي مانا نه پوهېږي.

اول: جهاد څه ته وایي؟

جهاد له عربي لفظ (جهادة) څخه اخیستل شوی او د جد و جهد  یا هم هڅې او کوښښ مانا لري. د بېلګې په ډول که یو ماشوم د خپلو زده‌کړو لپاره هڅه او کوښښ کوي دې ته جهاد وایي. که چېرته یو پلار د حلالې مړۍ پیدا کولو لپاره هڅه او کوښښ کوي، یا که چېرته یوه مور د خپل ماشوم د تربیې لپاره هڅه کوي، زيار ګالي دا هم جهاد دی.

دوهم: که جهاد د کوښښ او هڅې مانا لري؛ نو کفار جهاد کولای شي؟

نن په نړۍ کې کفار تر موږ تکړه مجاهدین (هڅه کوونکي) لري چې هغوی د خپل دین په لار کې هڅه او کوښښ کوي. په دې اړه الله‌تعالی په قران‌کریم کې هم فرمایلي دي چې ځینې کفار جهاد کوي، څو تاسې شرک ته وهڅوي.

لقمان‌سورة (۳۱) ایت شمېرې (۱۴ او ۱۵)؛

او موږ هر انسان ته امر کړی دی چې د مور و پلار مننه وکړي؛ ځکه مور يې د کمزورۍ له پاسه په کمزورۍ کې له ځان سره بار کړی و او له تي نه په جلا کېدو یې هم دوه کلونه پوره شول؛ نو ځکه موږ ورته امر کړی دی چې زما شکر وکړه او د مور و پلار شکر پر ځای کړه. همدا ماته مو راګرځېدل دي.(۱۴) او که دواړو هڅه (جهاد) کوله چې ته له ماسره هغه څه شریک کړې چې ستا په پوهه کې نه راځي؛ نو اطاعت یې مه کوه او په دنیايي ژوند کې ورسره ښه غوره ملتیا وکړه او د هغه چا په لار ولاړ شه چې ماته یې رجوع کړې ده. ستاسو ټولو راتګ ماته دی؛ نو زه به مو هغه کړنې په مخ کې کښېږدم چې تاسې کولې.(۱۵)

) القران ( العنکبوت سورت (۲۹) ایت شمېره (۸)؛

او  مونږ انسان ته امر کړی دی چې له مور و پلار سره ښېګڼه وکړي او که هڅه یې کوله چې ته له ما سره هغه څه شریک کړې چې ته یې زما د شریک په توګه نه پېژنې؛ نو خبره یې مه منه. تاسې ټول به ماته راځئ، نو تاسې ټول به له خپلو کړنو نه خبر کړم. ) القران (

نو له پیل نه تر اوسه کافران جهاد (هڅه او کوښښ) کوي چې موږ شرک ته وهڅوي او هغوی په دې لاره کې تر ډېره بریالي شوي هم دي.

دریم: له ډېرو کفارو سره چې خبرې وکړی دا پوښتنه درنه کوي چې ایا جهاد د کافرانو وژلو ته وایي؟

په اسلامي فلسفه کې تر ټولو ستر جهاد د خپل نفس د غلطو ارادو پر خلاف درېدل دي؛ او اسلام تر ټولو نورو ادیانو زیات د انسان ژوند ته ارزښت ورکوي. الله پاک د یو انسان ارزښت په قران کریم کې داسې بیانوي:

المایدة‌سورت (۵) ایت شمېره  (۳۲)؛

له همدې کبله مونږ پر بني اسرایلو لیکلي وو چې هر څوګ یو نفس پرته له بدل او یا فساد څخه ووژني لکه ټول خلک یې چې وژلي وي. او هر څوګ چې یو نفس ژوندی کړي لکه چې ټول خلک یې ژوندي کړي وي. هغوی ته زمونږ رسولانو ښکاره احکام راوړي وو. خو بیا هم د هغوی ډیر خلک له دې وروسته په ځمکه کې له اندازې او پولو څخه واووښتل. ) القران (

مګر د دوه ډوله خلکو وژل په دې ایت کې مستثنی ده، چې یو یې قتل‌کوونکي او بل یې فسادخپرونکي دي؛ نو که چېرته کوم انسان له دې دوو ډلو پرته نور بې‌ګناه څوک ووژني، په دې مانا چې ټول بشریت یې وژلی دی. خو تر کومه چې د فیزیکي جهاد خبره ده، په دې اړه الله پاک په قران‌کریم فرمایلي: المایدة‌سورت (۵) ایت شمېره  (۳۳)؛

خبره همدا ده، د هغو کسانو چې له الله جل‌جلاله او رسول صلي‌الله‌عليه‌وسلم سره یې جنګ کوي او پر ځمکه د فساد او ګډوډۍ لپاره هلې ځلې کوي، جزاء همدا ده چې و دې وژل شي یا به په دار ځړول کېږي، یا به یې لاس او پښې ادل بدل پرې کېږي او یا به له ځمکې شړل کېږي. دا یې د دنیا رسوایي ده او په اخرت کې د دوی لپاره ډېر لوی عذاب دی. ) القران (

نو دا ښکاره خبره ده چې فساد کوونکي او قاتلین باید ووژل شئ که چیرته دا کار ونشي نو په دې نړۍ کې به یو انسان هم په ارامه ژوند ونشي کولای.

څلورم: جهاد څنګه او د چا له خوا بدنامه شوی؟

د اسلام ضد رسنیو او د اسلام ضد تاریخ لیکونکو  په ګډه جهاد نه یوازې په کفري هیوادونو بلکې په مسلماني هېوادونو کې هم بدنامه کړی دی چې یوه بېلګه به یې تاسې ته بیان کړم.

په کفري رسنیو کې جهاد ته (هولي‌وار Holy war) وايي، (هولي‌وار Holy war) انګرېزي لغت دی چې د (پاکې جګړې) مانا ورکوي، که چېرته همدا لفظ په عربي وژباړل شي؛ نو د (حرب مقدسة) مانا لري. اوس ايا څوک کولای شي چې موږ ته د (حرب مقدسة) الفاظ په قران‌کريم یا حدیث کې پیدا کړي؟؛ ځکه دا الفاظ په قران‌کریم او صحیح احادیثو کې اصلاً نه شته.

زما پوښتنه؛ که چېرته د (هولي‌وار یا حرب مقدسة) لفظ په قران او حدیث کې نه شته، بیا یې ولې دا رسنۍ جهاد نه کاروي؟

کلونه مخکې چې به چا عیسویت نه مانه او یا به یې له دې دینه انکار کوه؛ نو هغه به د عیسویانو له خوا وژل کېده او دې وژنې ته یې د (هولي‌وار) یا پاک جنګ نوم ورکړی و. نن ځکه د اسلام ضد رسنیو له خوا دا لفظ جهاد ته کارول کېږي، څو د دې لفظ تریخ تاریخي حقیقت په مسلمانانو وتپل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

د قرآن د متن پرته يوازې ترجمه خپرول جواز نلري .. په آينده کې پام کوه !

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x