افغانستان

اوباما: په افغانستان کې طالبان نه شو ماتولای – ویډیو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۱۷مه، ۱۳۹۵ل): د امریکا ولسمشر باراک اوباما د ملي امنیت په اړه په خپل وروستی وینا کې وویل چې دده د ولسمشرۍ دواړې دورې په جګړه کې تیري شوې.

نوموړي وویل چې دده په اته کلنۍ دوه دورو کې داسي ورځ نه ده راغلې چې پر امریکایانو دي د بریدونو پلانونه نه وي جوړ شوي.

او زیاته یې کړه چې د یولسم سپتمبر پيښي مسؤوله ډله القاعده یې ځپلې، د اسامه بن لادن په ګډون یې د دغه ډلي په لسګونو جګپوړي مشران وژلي دي او د القاعده شبکې امکانات یې محدود کړي دي.

نوموړي وویل چې په افغانستان کې له تېرو ديرشو کلونو راهیسي جګړه روانه ده، اوس هم تر پخوا سم حال نه دی، امریکا نه شي کولای چې په افغانستان کې طالبان له منځه یوسي.

نوموړي زیاته کړه چې اوس مهال د امریکا تر لس زره کم پوځیان په افغانستان کې شتون لري، چې د ۳۲۰ زره افغاني عسکرو سره همکاري کوي تر څو د تروریزم مخه ونیسي.

اوباما وویل چې مونږ یوازي د افغانستان په نظامي برخه کې مرسته نه ده کړې، بلکي د افغانستان اوسنی ګډحکومت سره مو په ملکي څانګه کې همکاري کړې، مکتبونه مو جوړ کړي، انجونو ته مو زمینه برابره کړې چې مکتب ته ولاړي شي، د تعلیم، روغتیا او برق په برخه کې مو مرسته کړې .

باید وویل شي چې باراک اوباما د راتلونکي میلادي میاشتي (جنوري) پر شلمه د امریکا د ولسمشرۍ څخه لیري کیږي او پر ځای به یې نوی منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ سپيني ماڼۍ ته ننوزي.

نوموړي په خپل وروستی وینا کې امریکایانو ته د طالبانو د نه ختمېدو اعتراف په داسی وخت کې کوي چې په افغانستان کې د امریکايي جنرالانو په اعتراف طالبان پر دریمه برخه واکمن دي او په پاته دوه برخو کې هم اغیز لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x