افغانستان

په هرات کې یو دیني عالم وژل شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۱۷مه، ۱۳۹۵ل): د هرات ښار په نهمه ناحیه کې نن ماښام یو دیني عالم په ډزو وژل شوی دی.

پيښه نن ماښام ۶:۴۵ د هرات ښار د مناراتو په سیمه کې هغه وخت را منځته شوې کله چې پر موټر سایکل سپرو وسلوالو د محمدیه جامع مسجد پر امام شیخ عبدالواحد صابري باندي ډزي وکړي.

د پولیسو ویاند عبدالاحد وليزاده رسنیو ته ویلي چې له پيښي وروسته بریدګر په تيښته بریالي شوي دي.

بل خوا د د هرات روغتون ویاند محمد رفیق شیرزی ویلي چې د نوموړي جسد ددوی ساحوي روغتون ته انتقال شو.

د پيښي مسؤولیت تر اوسه چا په غاړه نه ده اخیستې، خو د پولیسو ویاند ویلي چې دوی تحقیقات پيل کړي دي او ډېر ژر به په پيښه کې ښکېل کسان ونیسي او سزا به ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x