نړۍ

اسلام اباد: د الوتکي د غورځېدو په پيښه کې ۴۷ تنه مسافر وژل شوي دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۱۷مه، ۱۳۹۵ل): دپاکستان دولتی شرکت PIA وړه مسافر وړونکې الوتکه د خیبر پښتونخوا ایالت چترال ضلعې څخه اسلام اباد ته د الوتني پر مهال د ایبټ اباد په سیمه کې غورځېدلې چې له امله یې د عملې په ګډون ټول ۴۷ تنه مسافر وژل شوي دي.

د «پي آی ای» مسؤلینو رسنیو ته ویلي چې په یاده الوتکه کې ۵ تنه د الوتکې عمله ۳۱ سړي ۹ مېرمنې دوه ماشومان چې دواړه د جنید جمشید زامن وو مړه شوي دي.

جنید جمشېد

په وژل شوو مسافرو کې د پاکستان پخوانی سندر غاړی جنید جمشېد د خپلي کورنۍ سره وژل شوی دی.

نوموړي چې توبه یې کښلې وه، اوس یې نعتونه ویل او د پاکستان په سطحه یو وتلی دعوتګر شمېرل کیدی.

د نوموړي په اړه ویل کیږي چې اوس هم چترال ته د خپلي کورنۍ په ګډون د تبلیغ لپاره تللی وو چې د بیرته راګرځېدو پر مهال له یادي پيښي سره مخ شو.

د راپورونو په بنسټ یادې الوتکې لس کم څلور بجې د پاکستان په سیمه ایز وخت له چترال څخه اسلام آباد ته الوتنه کړې وه چې په شل کم پنځه بجې د رادار له ټاور نه نادرکه شوه .

خبرونه وايي چې دپېښې ځای ته د ژغورنۍ عمله ورغلې او د ځايي خلکو په مرسته د وژل شو سپرلیو په را اېستلو بوخت دي.

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف هم د بېړنیو ژغورني ټیمونو ته امر کړی تر څو سیمي ته ځانونه ورسوي او وژل شوو مسافرو په موندنه کې مرسته وکړي .

د رويټرز خبري آژانس ویلي چې د تاج محمد خان په نامه دولتي چارواکي ورته ویلي چې لومړی الوتکه په غریزه سیمه کې وغورځېده او بیا یې اور واخیست.

د پاکستان دولتی شرکت (پي آی ای) ویاند دانیال ګیلاني ویلي دي چې دغه الوتکه ATR 42 شاو خوا لس کاله چلېدلې او په ښه حالت کې وه .

د رسنیو د خبر په حواله په الوتکه کې درې بهرني طبعه هم سپاره وو دوه چینایان او یو برطانوی چې د پېښې قرباني شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
امان

دا ‌‌‌‌‌‌ډیر دی افسوس ځای ده. چی تاسو لیکلی ‌‌‌‌‌‌تول سپاره کسان وژل شوی دی باید ولیکی چی ټول سپاره کسان مردار شوی دی هر پاکستانی چی مرداریزی په دنیا که یو مکروب کمیزی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x