نظــر

د ګران هیواد  نامتو شنونکو او ژورنالیستانو سره د ا.ا. امارت د سیاسي دفتر د هئیت ناسته

لیکوال: محمد سهیل شاهین – د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي دفتر غړی او ویاند

د ۲۰۱۶ کال د نومبر د میاشتې له ۲۸ نیټې څخه د دسمبر تر ۳ نیټې پورې  د ګران هیواد نامتو شنوونکي او ژورنالستان لکه محترم فیض محمد ځلاند، محترم نظر محمد مطمئن، محترم اسدالله وحیدي، محترم عبدالطیف نظري، محترم شاپور بختیار او محترم میرویس ستانکزی د اسلامي امارت سیاسي دفتر سره د لیدنې لپاره  دوحې ته راغلل. هدف دا و چې له دوی څخه مستقیمأ د دوی اندیښنې او نیوکې واورو او دوی هم زموږ اندیښنې او نیوکې واوري.

افغانستان د ټولو افغانانو مشترک کور دی. د افغانستان هر اصیل وګړی د هیواد ښیګڼه غواړي. همدا شان د هیواد خپلواکي او د اسلامي اصولو لاندې ژوند کول د هر افغان مسلمان غوښتنه ده. لاکن پټ لاسونه غواړي د غلطو افواهاتو او د تحریف شویو معلوماتو په خپرولو سره د امارت او نورو افغانانو په تیره بیا د روڼ آندو افغانانو ترمینځ مصنوعي دیوالونه جوړ کړي. د اسلامي امارت هدف په افغانستان کې د اشغال خاتمه او د اسلامي نظام جوړول دي. سوکاله او ښیرازه افغانستان د اسلامي امارت هدف هم دی او د ولس هم او د همدې مقصد لپاره یې پدې وروستیو کې د ملي پروژو د ساتنې لپاره یوه اعلامیه خپره کړه. البته دا ضروري ده چې دا پروژې د عمومي ښیګڼې لپاره وي او د اسلامي امارت اصول رعایت کړي.

موږ غواړو د هیواد علمای کرامو، روڼ آندو، مشرانو، سیاسیونو او لیکوالانو سره لیدنو ته دوام ورکړو. د هغوی نظراتو ته غوږ کښیږدو. هر هغه څه چې د هیواد د اسلامي او ملي مصالحو لپاره وي، په هغه عمل وکړو. دا یوه دوامداره پروسه ده چې د ولس په ګټه او خیر یې بولو.

طالب استازي د خبریالانو او د سولي فعالانو سره په ناسته کې

موږ د کابل نه راغلیو درنو میلمنو سره څلور غونډې درلودې. لومړی ورځ تعارفي غونډه وه. په نورو دوو غونډو کې د اسلامي امارت د ټاکلي هئیت او د راغلیو میلمنو ترمینځ آزاد بحث وشو. اجندا باندې محدودیت نه و. هر یوه کولی شول چې هره مسئله د بحث لپاره مطرح کړي او یا کومه پوښتنه چې لري وړاندې یې کړي.  څلورمه اختتامیه غونډه وه  چې د سیاسی دفتر مشر او اعضاوو راغلو میلمنو ته مخه ښه وویله . په عمومي ډول دغه لاندني موضوعات تربحث لاندی راغلل. په مجلس کې خبرې تفصیلي شوی،  خوموږ دلته د سیاسي دفتر د ټاکلي هئیت د ځوابونو لنډیز را اخلو:

۱: په افغانستان کې د خارجي اشغال په هکله:

اشغال په افغانستان کې د جګړې جرړه تشکیلوي. ترڅو چې په افغانستان کې اشغال موجود وي، جګړه به دوام کوي دا ځکه چې د خارجي عسکرو په موجودیت کې موږ نشو ویلی چې خپلواک هیواد لرو او یا به زموږ سیاست او حکومت د دوی له مستقیم اغیز څخه مصئون پاته شي. نو له همدې امله ضروري ده چې امریکا او انډیوالان یې د اشغال د خاتمې لپاره مستقیمأ اسلامي امارت سره خبرو ته کښیني. د عسکرو په ځای دې په ملکي برخه کې اقتصادي مرستې وکړي . یقینا زموږ هیواد د بیارغونې لپاره انجینرانو، ډاکټرانو او استادانو ته اړتیا لري. نو باید خارجیان په افغانستان کې وینې توئیدنې ته توجیهات ونه لټوي. د هغه په ځای د مسئلې واقعي حل ته  راشي. د تورلیست ختمول او دفتر پرانستل پدې جهت کې لومړی قدم دی.

۲: د ملي پروژو په هکله:

د اسلامي امارت د اوسنیو جهادي هلو ځلو هدف د اشغال خاتمه او په ګران هیواد کې د اسلامي نظام جوړول دي. هر هغه څه چې د هیواد د پرمختګ او د ولس سوکالی پکښې نغښتې وي نه دا چې مخالفت يې نه کوي بلکې دیته ژمن دی چې ساتنه یې هم وکړي. د اسلامي امارت قوت د ولس څخه راټوکیږي. د امارت اعضا د همدې ولس زامن دي. نو دوی د ولس روا غوښتنو ته چې د اسلامي اصولو سره سمون ولري، د عملي کولو کلکه اراده لري. یرغلګر او د کابل اداره غواړي چې په اصطلاح اوبه خړې کړي او ماهیان ونیسي هر ډول تورونه په امارت لګوي. خو امارت غواړي چې خپل ولس ته او د ملت ټولو روڼ آندو ته لکه چې پورته وویل شول خپل اهداف واضح کړي ترڅو د امارت په خلاف د تورونو او د امارت د اهدافو ترمینځ کرښه واضح شي او پدې برخه کې ابهام پاته نشي.

۳: د ملکي تلفاتو په هکله:

ملکي تلفات د اسلامي امارت لپاره هم د اندیښنې وړ دی. که څه هم متأسفانه په جګړه کې کله، کله ملکي تلفات رامینځ ته کیږي خو اسلامي امارت د ملکی تلفاتو د مخنیوي لپاره د نظامي کمیسون د ننه د ملکی تلفاتو با صلاحیته اداره جوړه کړی ده. دغه اداره د هیواد په ټولو ولایتونو کې کارکوونکي لري. د ملکی تلفاتو هر پیښه ثبتوي، د پیښې ځای ته ورځي، د پیښې د قربانیانو او ددې پیښې د عاملینو نومونه له ځان سره په جلا رجستر کې لیکي او بیا هره میاشت د نوموړو پیښو په هکله ټول معلومات  د راپور په بڼه کې خپروي. که څوک د اسلامي امارت په لیکو کې د ملکي تلفاتو مرتکب شي، هغه په ګوته کوي او تحقیقات ورځنې کوي او د اسلامي امارت نظامي محاکمو ته یې راجع کوي. خو هغه کسان چې د کابل د ادارې د عسکرو او یا یرغلګرو له خوا په ډرون او بمباری کې شهیدان شوی، هغه پیښې د امارت په الیکترونیکي او چاپي خپرونو له لارې نشر ته سپاري. پدې برخه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر هئیت د راغلیو میلمنو اندیښنې او وړاندیزونه واوریدل چې د ملکي تلفاتو ادارې سره به یې شریک کړي. د ځینو نورو پیښو په هکله دوی د اسلامي امارت توضیحات واوریدل. همداشان یې د ملکي تلفاتو په هکله د کابل ادارې او یرغلګرو له خوا د شویو تلفاتو په باره کې زموږ اندیښنې واوریدلې.

۵: د سولې په هکله:

سولې ته رسیدل د اسلامي امارت هدف دی. د همدې هدف لپاره یې په دوحه کې د سیاسي دفتر میشت کیدو ته اجازه ورکړه. لاکن لومړی باید د سولې په وړاندې خنډونه معلوم شي لکه په ګران هیواد کې خارجي اشغال، د واقعي اسلامي نظام نه شتون، بې عدالتي، د قدرت انحصار وغیره. سوله باید پروژه نه وي باید هدف او ستراتیژي وي. دوهم که د سولې لپاره جدت موجود وي نو باید د اسلامي امارت اعضأ له تورلیست څخه وایستل شي، سیاسي دفتر خلاص شي او امریکا د اشغال د خاتمې لپاره خبرو ته کښیني. خو که د سولې په وړاندې اصلي خنډونه له پامه غورځول کیږي او سوله د ولس د موقتي قناعت لپاره د یوه شعار لپاره استعمالیږي نو دغه ډول برخورد د سولې هدف اوږدوي او لا پیچلی کوي. امید دی چې  ټول ولس دیته متوجه شي او په ګډه کار وکړي.

۶: د کوکنارو د کښت او قاچاق په هکله:

د امارت د پیل نه مخکې د کوکنارو کښت او قاچاق په افغانستان کې موجود و لاکن استعمال یې کم و. اوس یې کښت هم زیات شوی او استعمال هم . کله چې اسلامي امارت جنوبي سیمې ونیولې نو هغه مهال هم د کوکنارو کښت موجود و لاکن زموږ مشر عالیقدر امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د کوکنارو په کښت او قاچاق مکمل بندیز ولګاوه. د اسلامي امارت پالیسي اوس هم هماغه پالیسي ده. په هغه کې بدلون ندی راغلی. خو موږ وینو چې د اشغال نه وروسته کوکنارو کښت او قاچاق ورځ تر بلې زیاتیږي. اوس چې د افغانستان ځمکه او فضا د خارجیانو په لاس کې ده لاکن بیا هم قاچاق تر سره کیږي. د کابل اداره چې ځانته حکومت وايي مسئولیت لري چې په هیواد کې د مخدره موادو د قاچاقو مخه ونیسي او د عائد بدیل رامینځ ته کړي.

۷: د تعلیم په هکله:

اسلامي امارت په هیواد کې د تعلیم مخالف نه دی. د امارت ټولو مشرانو پخپلو اختریزو پیغامونو کې د تعلیم په اهمیت ټینګار کړی. د مجاهدینو څخه یې غوښتي چې د اسلامي امارت تر لاس لاندې ساحو کې د دیني او عصري تعلیم لپاره زمینه برابره کړي. د اسلامي امارت په وخت کې هم سره ددې چې د اسلامي امارت مالي توان کمزوری و ټول پوهنتونونه فعال و، حتی محصلینو ته د طالبانو په نسبت زیات مصارف ورکول کیدل. اسلامي امارت د شرعي اصولو سره سم د ښځو له تعلیم سره مخالفت نلري خو باید شرعي پرده رعایت کړي. د ښوونځیو سوزول او یا ورانول د نورو پټو لاسونو کار دی. اسلامي امارت په کراتو دغه ناوړه عمل په اعلامیو او بیانیو کې غندلی دی.

۸: د بیان د آزادی په هکله:

په حقیقت کې د بیان د آزادۍ اخذ د اسلام له مبارک دین څخه شوی دی. په ساده ټکو کې مطبوعات د یوې ټولنې د سترګو، غوږونو او ژبې په شان دي. مطبوعات هم لیدل کوي او هم اوریدل او بیا دغه معلومات ټولنې ته رسوي. د رسنیو کار د حکومت نیمګرتیاوې په ګوته کول دي. په حدیث شریف کې راځي چې تر ټولو لوی جهاد د ظالم حاکم په وړاندې د حق خبره کول دي. دا د رسنیو کار دی چې خلکو ته حقایق وړاندې کړي خو د شریعت او نړیوالو قوانینو په رڼا کې رسنې څه اصول هم لري چې باید رعایت یې کړي لکه.

اول: رسنۍ به د ملي منافعو خلاف کار نه کوي.

دویم: ملي اسرار به نه افشا کوي.

دریم: د هیواد د استقلال خلاف به ګام نه پورته کوي.

څلورم: د مذهب خلاف به نه وي.

څنګه چې افغانستان یو اسلامي هیواد دې نو دلته باید رسنۍ د اسلام خلاف څه ونه وایی. بل دا چې رسنۍ باید څه وکړي نو:

لومړی: باید د خلکو حقوقو څخه دفاع وکړي.

دویم: ملي مصالح په نظر کې ونیسي.

دریم: د بادشاه یا حاکم هغه نیمګرتیاوې چې د ملت په برخه کې یې تر سره کړي هغه باید ښکاره کړي خو شخصي اړخ یې ښکاره نه کړي.

دا و د ګران هیواد ځینو پیژندل شویو شنوونکو او ژورنالستانو سره د سیاسي دفتر د ټاکلي هئیت د خبرو لنډیز چې په پورته ډول ولیکل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

محترم شاهین صاحب شاید چې تاسو به هم دې ټکي ته رسیدلي وی چې نن سبا نړی یوازې او یوازې په تقایل ولاړه ده او خیر خواهي، دریمګړیتوب یا سوله خوښونکي سازمانونه د یاد تقابل برخه اړ قلابي نومونه جوړوي، نو په دلسې یو ماحول کې د نورو په تمه کېدل چې ستاسو دروازه به ټکوي او ستاسو سره به ستاسو د داعیې او موقف په انتقال او نورو ته په استفهام کې د مرستې ټټر وهي د وخت د تقاضاوو خلاف ټنبلي او خوشباوري بلل کیدای شي. زما له نظره ستاسو ټاکلي اهداف او له هغو څخه پاسباني ستاسو… نور لوستل »

عبدالمالک همت

ضروري ده چې امریکا او انډیوالان یې د اشغال د خاتمې لپاره مستقیمأ اسلامي امارت سره خبرو ته کښیني. د عسکرو په ځای دې په ملکي برخه کې اقتصادي مرستې وکړي . یقینا زموږ هیواد د بیارغونې لپاره انجینرانو، ډاکټرانو او استادانو ته اړتیا لري. نو باید خارجیان په افغانستان کې وینې توئیدنې ته توجیهات ونه لټوي. د هغه په ځای د مسئلې واقعي حل ته راشي. د تورلیست ختمول او دفتر پرانستل پدې جهت کې لومړی قدم دی. سولې ته رسیدل د اسلامي امارت هدف دی. د همدې هدف لپاره یې په دوحه کې د سیاسي دفتر میشت کیدو… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x