نادري ناولده

د مور څخه د انتقام په خاطر پلار خپل ۳ کلن زوی د دوپنځوسم منزل څخه لاندي غورځولی

نن ټکی آسیا: تیره وځ د امریکا په نیو یورک ښار کي یوه سړي خپل زوی او ځان د یو لوړ تعمیر د ۵۲ منزل څخه را غورځولي، تر څو د خپل ښځي څخه انتقام واخلي.

امریکايي رسنیو تیره ورځ وویل چي یو اوکراني الاصله امریکايی چي عمر ۳۵ کاله ده، دمیتري کاناریکوف نومیږی، د خپلي میرمني سره یی د طلاق وروسته د زوی پر سر مشکل راغلی، چي څوک به یی ساتي، او له همدې وجي خبره تر محکمې رسیدلی وه.

خو تر هغو چی محکمې پریکړه کړې وای، دوی دواړو ته مخصوص وخت ټاکل شوی وو، د خبر له مخي مور خپل زوی پلار ته د سهار په لس بجې وسپاری، او ټاکل شوې وه چي بر یوه بجه ماسپښین به یی بیرته خپل مور ته سپاري خو نوموړي په نیویارک په منهاتن سیمي کي یو لوړ منزله تعمیر ته ختلی، او له هغه ځایه یې لومړی خپل زوی را وغورځاوه، او بیایی خپله هم په سي را ټوپ وهل، او دواړه د لویدلو له کبله مړه شول.

ورته پيښي د روحي فشارونو او بدني ستړیا له کبله په امریکا کي عادي خبره ګرځېدلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x