د افغانستان پرمختګ ته د اسلامي امارت ژمنتیا

زخمي افغان

د افغانستان اسلامي امارت یا د طالبانو اسلامي تحریک له پیله ددې لپاره پاڅون کړی و چې هیواد د ذات البیني جګړو له اوره خلاص کړي، اولس ته د سولې او اسلامي نظام په سیوري کې د ژوند زمینه برابره کړي، د هیواد په ټپونو د بیارغونې مرهم کیږدي او اولس په هر اړخیزه توګه له بدمرغۍ، بي عدالتۍ،پسماندګۍ او ذلت څخه وژغوري.

اسلامي امارت لکه څنګه چې د مسلمان اولس معنوي او روحي بیارغونې یا اصلاح ته توجه درلوده، د شریعت اساسات او مصطلحات یي په عملي بڼه راژوندي کړل.اسلامي شریعت،حدود، حجاب، د اسلامي فکر خپرول، دیني ښوونه او روزنه،د تقنین،حکومتدارۍ او سیاست په ټولو برخو کې اسلامي هدایات معیار حق بلل او داسې نور دیني ارزښتونه یي راژوندي کړل، ورسره ورسره یې د هیواد مادي او ظاهري جوړښت، بیا رغونې، د اولس سوکالۍ او پرمختګ ته هم بشپړه توجه درلوده.

که د اسلامي امارت د واکمنۍ په مهال د جګړو دوام او د نړیوالو ظالمانو بندیزونه او اقتصادي خنډونه نه وای له شک پرته به د اسلامي امارت د ودانیز عزم او اخلاص په نتیجه کې په هیواد کې د پرمختګ سترې پروژې عملي شوې او افغانستان به د پام وړ اقتصادي پرمختګ کړی وای. خو زموږ دښمنانو فرصت رانکړ چې د سولې او صفا په هغه نیکمرغه فضا کې مو هیوادوال د ترقۍ پړاوونه ووهي او له اقتصادي ښیرازۍ څخه برخمن شي.

په وروستیو کلونو کې چې اسلامي امارت ته د اشغال په وړاندې د مسلح جهاد فریضه ور له غاړې ده او له سخت زړیو نړیوالو غلیمانو سره په مقابله بوخت دی له جګړه ایز وضعیت سره سره اسلامي امارت د خپل توان په اندازه هڅه کړې چې د هیواد په پرمختګ او اقتصادي ترقۍ کې مرسته وکړي ترڅو مو هیوادوال له اقتصادي اړخه په ځان متکي او له هوسا او سوکاله ژوند څخه برخمن شي.

که تاسو په نړیواله کچه د پارتیزاني یا چریکي جګړو په اړه لیکل شوي کتابونه وګورئ هلته به تر ټولو وړاندې دا مخ درشي چې چریکي مبارزین باید تر هر څه وړاندې په تر محاصره لاندې ښارونو باندې د بریښنا انرژي قطع کړي، لارې او پلونه له منځه یوسي،خوراکي مواد بند کړي او حتی د اوبو منابع ورباندې قطع کړي تر څو دښمن له ستونزو سره مخامخ شي.

په نړیواله کچه په چریکي جګړو کې بوخت کسان همیشه له دغسې تاکتیکونو کار اخلي او دې ته فکر نه کوي چې ددوی دغسې اقدامات چې د محدود شمیر دښمنو افرادو د ځور په مقصد کیږي ورسره په څنګ کې څومره زیات شمیر عادي وګړو، بې ګناه ماشومانو ، ښځو او ضعیفانو ته تکلیف رسیږي.

خو دا د اسلامي امارت جهادي امتیاز دی چې د جهادي مقاومت سره سره یې تراوسه له دغسې اولس ځپونکو اقداماتو څخه کار نه دی اخیستی، نه یې په کوم ښار بریښنا او اوبه بندې کړی، نه یې ددښمن د ځپلو په موخه لارې او پلونه قطع کړي او نه یي نور داسې اقدامات کړي چې د دښمن تر څنګ یې اولس ته هم زیان رسیږي.

په دې سربیره اسلامي امارت همیشه د عام المنفعه پروژو او خیریه فعالیتونو ملاتړ کړی او د امن فضا یي ورته برابره کړې ده. اسلامي امارت ددې کار لپاره د مؤسسو او شرکتونو د کنترول د کمیسیون په نامه ځانګړې اداره جوړه کړې چې د هیواد په ټولو سیمو کې د مؤسسو او خیریه ټولنو له فعالیتونو څخه نګراني کوي او هڅه کوي د ( خذ ما صفا و دع ما کدر) د فارمولې په رڼا کې د هغوی مرستې د اولس د بساینې او هیواد د بیارغونې په برخه کې مصرف شي.

که څه هم د اسلامي امارت د حیثیت دښمنانو او د افغانستان ورانوونکو بیا بیا هڅه کړې چې د ځینو پلونو، لویو لارو ، مکتبونو او کلینکونو په ورانولو سره مجاهدین د هیواد ورانوونکو په حیث معرفي کړي. اما اسلامي امارت په عملي ډول ثابته کړې چې د افغانستان ودانۍ، پرمختګ او د اولس ترقۍ ته ټینګه ژمنتیا لري.

په دې لړ کې یو واضح دلیل د اسلامي امارت هغه اعلامیه ده چې په دې وروستیو کې یې له ترکمنستان څخه د هیواد شمال ته د راتلونکې ریل پټلۍ د کار د پیل په اړه صادره کړې او ددغه اقتصادي پروژې تر څنګ یي له ټولو سترو ملي پروژو څخه د ملاتړ او حتی د هغو د ساتنې ډاډ ورکړی.

د اسلامي امارت په دې اعلامیه کې راغلي: د افغانستان اسلامي امارت د هیواد یو اسلامي او ملي ځواک دی چې د اشغال د خاتمې، د ولس د روا غوښتنو او اسلامي او ملي اهدافو د حصول لپاره جهادي هلې ځلې کوي چې په دې لار کې یې قربانۍ د چا څخه پټې نه دي. 

همداشان ، څنګه چې د اسلامي امارت مشرتابه پخپلو پیغامونو کې او د سیاسي دفتر هیئت په نړیوالو کنفرانسونو کې ویلي، اسلامي امارت په ګران هیواد کې د ټولو ملي پروژو چې د ولس په ګټه وي او د هیواد د پرمختګ، د ولس د ښیرازي او سوکالۍ سبب ګرځي نه دا چې ملاتړ کوي بلکې ساتنې ته یې هم ژمن دی. په دې کې ټولې سترې ملي پروژې لکه د ټاپي پروژه، کاسا ۱۰۰۰، د مس عینک پروژه، مواصلاتي لارې، د ریل پټلۍ، د برق او کرنې ستر بندونه او دیته ورته نورې پروژې چي د اسلامي امارت اصول مراعت کړي شاملې دي.

اسلامي امارت خپلو مجاهدینو ته هدایت کوي چې دټولوهغو ملي پروژو دامنیت په ساتلو کي مرسته وکړي چي داسلام او هیواد دلوړو مصالحو په ګټه وي (د افغانستان اسلامي امارت)

نو د لیکنې په پای کې باید ووایو چې د اسلامي امارت دې واضح موقف ددښمن ټول تبلیغات له خاورو سره خاورې او یو ځل بیا یي ثابته کړه چې مجاهدین د هیواد سمسورتیا او پرمختګ ته ژمن دي او له ټولو عام المنفعه کارونو څخه ملاتړ کوي.

د نیکمرغه، سوکاله او پرمختللي افغانستان په هیله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د