نظــر

د جدې شپږمه او دمېزان پنځلسمه

د جدې شپږمه ژمی دی، مګر مېزان کې هم يخ ډېر وي. په ۱۳۵۸لمريزکال په همدې ورځ ببرک کارمل په روسي ټانګونوسپور کابل ته ننوت، هغه به ښکاره ويل:

اگرانسان نوین رامطالعه میکنید انسان شوروی رامطالعه کنید.

د هغه او ملګرو په وړاندې يې ولس راپورته شو، دوی سمدستې ټاپه پرې راوایسته: اشرار! پنجابیان! دضیاالحق زامن!

مګر هغوی خندل: دا د لینین او هورا بچي بايد وشړو.

له وينو، کرېږو، دردونو، مهاجرتونو، زخمونو او په ميلینونو شهیدانو وروسته روسان په منډه ووتل.

کلونه وروسته د ببرک کارمل کانه حامد کرزي تکرار کړه، هغه تر B52لاندې اوږده غوږونه په کابل ننوت.

تفاوتونه:
•    د روسانو په وخت کې فحشا ترډېره بريده په ښارونو پسې محدوده وه.
•    د ناټو په وخت کې کور په کور د فحاشۍ آلې ننوتې.
•    روسانو جسدونه له منځه وړل.
•    ناټو وال فکرونه نړوي.
•    روسانو د وهېواد ظاهري ورانۍ وکړه.
•    ناټو وال ټول مانیز قوتونه له بېخه وباسي.
•    روسانو خپل مزدوران شعوري کمونیستان کړل.
•    ناټو والو آن زموږ کلیوال هم غیر شعوري له دينه وباسل.
•    د روسانو غلامان په خپله غلامي معترف وو.
•    د ناټو غلامان ځانونه ازاد بولي.
•    هغوی مجاهدين اشرار بلل.
•    دغه مجاهدين ترهګر.
•    هغوی د سې آی ای زامن بلل.
•    دغه يې د آی اس آي.
او…
ورته والي:
•    دواړه  د اسلامي مرکزونو وړل خپله دنده ګڼي.
•    دواړه  دخدايي دعوه کوونکي.
•    دواړه د علماوو مخالف.
او…
په تېر جهاد کې د مجاهدينو پر وړاندې بلا ټاپې کارېدلې، د تبليغاتو ډېر وسايل له دښمنانو سره وو، خو هغوی بیا هم خپله مبارزه روانه ساتله.
نن هم  ټوله ميډيا د ناټو او دهغوی د تالۍ څټو په لاس کې ده، مګر مجاهدين تر خپلې وسې بريالي پر مخ روان دي.
نو د ننني يرغل او پروني  يرغل، د نني غلام او پروني غلام، دنني بلواکه کرزي او پروني بلواکه کارمل هيڅ توپیر نه شته.

عبدالودود سنګين

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x