fbpx

د طالبانو په مقابل کې د امریکا پر ناکامي د اوباما اعتراف

نن ټکی اسیا – سرمقاله

امریکايي ولسمشر بارک اوباما تیره ورځ د امريکا د هوايي ځواکونو په يوې پوځي اډې کې د ولسمشر په توګه خپله وروستۍ وينا وکړه.

نوموړي په یادې وینا کې پر نورو څرګندونو سربیره پر یوه داسې واقعیت هم اعتراف وکړ چې امريكایې پوځي او سیاسي چارواکو له تیرو ۱۵ کلونو راهیسې له هغه څخه منکر ول.

بارک اوباما چې کله په ۲۰۰۸ کې د ولسمشریزو ټول ټاکنو لپاره ځان کاندید کړ په یادو ټاکنو کې یې د بریالیتوب اصلي لامل د ده هغه ژمنه وه کومه چې یې امریکايي ولس ته د افغان جګړې د ختمولو او له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د بیرته ایستلو په اړه ورکړې وه.

خو کله چې ولسمشر شو نو یې د خپلې کړې ژمنې خلاف نه له افغانستان څخه امریکايي ځواکونه په شا کړل او نه یې هم افغان جګړه ختمه کړه، بلکې د جګړې تیزولو په اړه د ده د ناسمې تګلارې له کبله د جګړې لمبې تر امریکا هم ور ورسیدلې او ډیر زیات شمیر ولسي امریکایان یې په سوځنده لمبو کې لولپه شول.

خو امریکايي ولسمشر په ځای د دې چې په افغانستان کې د واشنګټن له لورې د بلې شوې جګړې د خاموشه کولو لپاره معقوله تګلاره غوره کړي لا یې د خپلې واکمنۍ په دواړو دورو کې پر دې جګړې د تیزولو تیل وپاشل، دلته يي مزید ځواکونه راولیږل، هغوي ته مزیدې پرمختللې وسلې ورکړي او د جګړې په ډګر کې د بیوزله افغانانو د وژلو او ځورولو لپاره مزید پوځي صلاحیتونه…

خو له دې هرڅه سره سره وروستۍ نتیجه دا شوه چې خپله اوباما ورباندې اعتراف وکړ او په ښکاره یې وویل: ((امريکا نه شي کولى په افغانستان کې وسله وال طالبان له منځه يوسي.))

د اوباما دغه اعتراف د نورو واقعیتونو ترڅنګ د امریکايي یرغل په وړاندې د افغان ولس د دفاعي مقاومت د مشروعیت په معنی دی، ځکه نوموړي خپله ماتې د طالبانو په مقابل کې اعلان کړه او طالبان د افغان ولس له منځه یو راټوکیدلی ځواک دی.

امریکايي تبلیغاتي ماشین چې افغانی مقاومت هر چاته منسوبیوي هغه د دوي ادعا ده خو حقیقت دادی چې د هغو په مقابل کې مقاومتي ځواک افغانان او د مقاومت انګیزه یې له خپل هیواد څخه دفاع او د اشغالګرو له اشغال څخه د هغه ازادول دي.

د امریکا نوي منتخب ولسمشر ته په کار دي چې د اوباما دغه تاریخي اعتراف ته په اهمیت کتلو سره نوره دغې نه ګټونکي تحمیلي جګړې ته د پای ټکی کیږدي، افغانان، امریکایان او په مجموع کې ټوله نړۍ د دغې شریرې جګړې له افتونو او زیانونو څخه وژغوري.

دا چې امریکایانو په تیرو پنځلسو کلونو کې د غربۍ نړۍ له ټول پوځي، اقتصادي او سیاسي حمایت سره سره دا جګړه ونه ګټلی شوه په یواځیتوب خو يي بلکل نشي ګټلای نو ښه خبره داده چې په دې اړه نور له عقلانیت څخه کار واخلي او هرڅومره ژر چې ممکن وي دغې تحمیلې جګړې ته د پاي ټکی کیږدي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
mayak khan
میلمه
mayak khan

وائې چې امریکا ماته شوه: یه لا نده ماته: په کندهار کښې دځوانانو یو دود وو چې کله به سره وران شول نو ورته ویلې به ئې چې زویه مقبرې ته راځه:نو هلته به یو ماتیده او دماتې غږ به ئې کولو نوبل به بریت تاؤ کړل او مقابل به ئې ایله کړ،یوځل یوښاري کندهاری له یو اطرافي شبونکي سره وران سو نو د دود سره سم ئې ورته وویل چې زویه مقبرې ته راځه هغه هم کندهاری وو دواړه مقبرې ته دیو بل دماتولو به نیت ولاړل ،کله چې هلته ورسیدل نو ښاري کندهاري ورته وویل چې زویه وار… نور لوستل »