
د اسرائیل حکومت د اذان پر قانون رایه اچونه ځنډولې
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لېندۍ ۱۸مه، ۱۳۹۵ل): د اسرائیلي حکومت مشر بنیامین نتنیاهو پر هغه قانون د رايي اچوني پروسه ځنډولې چې له مخي به یې د القدس ښار او د اسرائیل تر ولکې لاندي سیمو کې اذان باندي بندیز لګیږي.
د عربي رسنیو د راپورونو سره سم د اسرائیل د پارلمان یوه غړي «موتي یوغیف» ویلي چې د اذان منعه کولو قانون به د طرحي وړاندي کوونکو او حکومت تر منځ تر یو لړ تفاهماتو وروسته پارلمان ته د رايي اچوني لپاره وړاندي شي.
باید وویل شي چې ددې تر مخه یوه عرب وکېل د دې قانون پر خلاف په پارلمان کې دننه اذان وکړ او بیا په فلسطیني ښارونو کې مسلمانانو لاریونونه وکړه او د خپلو کورونو له بامونو څخه یې د اذان غږ اوچت کړ.
دوی وویل که اذان له مساجدو څخه بند هم شي، دوی به یې له کورونو څخه اواز اوچتوي.