
انډونیزیا: د زلزلې له امله تر ۱۰۰ زیات کسان وژل شوي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لېندۍ ۱۸مه، ۱۳۹۵ل): تېره ورځ د انډونیزیا په «اکیه» ولایت کې د زلزلې له امله تر اوسه د ۱۰۰ کسانو د وژل کېدو راپور ورکړل شوی او په سلګونو نور کسان ټپیان ښودل شوي دي. په داسي حال کې چې اوس هم د راغورځېدلو ودانیو لاندي د ژونديو پلټنه روانه ده.
ددې تر مخه د اکیه ولایتي چارواکو په یوه خبرپاڼه کې ویلي وه چې تر اوسه ۹۳ کسانو وژل ورته تایید شوي او شاوخوا ۵۰۰ کسان نور ټپیان دي چې د اکثرو روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ ښودلی وو.

د بیړنیو حالاتو او طبیعي پيښو سره د مبارزې حکومتي ادارې په یاد ولایت کې بیړنۍ حالت اعلان کړی دی او ویلي یې دي چې دوی اوس په بیړنۍ توګه د نړېدلو ودانیو لاندي څخه د ژوندیو او مړو جسدونو په را ایستلو بوخت دي.
یادي ادارې اعلان کړی چې د زلزلې وروسته نور تکانونه هم راتلای شي، ځکه نو اوسیدونکي باید په کورونو کې دننه ونه اوسیږي.
باید وویل شي چې د کال ۲۰۰۵ د دیسمبر میاشتي زلزلې چې د هندي سمندر ساحلي هیوادونه یې متاثره کړي وه، شاوخوا ۲۲۶،۰۰۰ کسان ووژل شول چې په انډونیزیا کې همدا ولایت یې زیات متاثره کړی وو.