شعـــــرونه

ناقراره به درځم !

دلـــداره ستـــــا د سپيـــن مــخ تر ديـــداره به درځـــم
طــاقت مــي نـور شو ختــــم بې اختيــــاره به درځـــم

يا جام د وصال راکړه يا مي خلاص کړه له دې ژونده
تاخـــيـر زغـــمــلای نشـــم تــــر اقــــراره بـــه درځـــم

احـــوال مي کلـــه اخــلې پر ما خوار کله نـظـر کړې ؟
درځمــــــه نــن پخپلـــه بـــې رويبــــاره بـــــه درځــــــم

کـــه ســـــل ځــلـــــه مي وشـــــړې له دره دي نه ځمــه
ناچــــار يمـــــه ناچــــار يمـــــه ناچــــاره بـه درځــــــم

د يــــار د جـــــدايۍ د شپـې په اوښکو لوند دسمال به
د ځـــــان ســــره در وړم ستـــــا تر درباره به درځــــم

زمـــــا د امــيــد ستــــړي قـــافــلـــې يـــــــوازي نه يې
زه هـــــم درســـره ځــــم د يـــار تر ښـــــاره به درځـم

قـــــرار مـــي د زړه تـــه يې د سنـــګر غــــازي جانانه
زړګــــی مـــي نــاقـــــرار دی نــاقـــــــراره به درځــــم

د ګـــل سـره چـي کــــــړی مـي تـــــړون د محـبـت دی
بــــورا يمــــه د خــــــار پر سختــــــه لاره به درځـــــــم

په ژوند کي دي ګلرنګــه په ديـــدن باندي مـــوړ نشــوم
شهـيــد لالــيـــــه ستــــا تر خــــړ مــــزاره به درځــــــم

بيـتـــونـه دي تر قنـــــدو هــــم خـــواږه شوله نظـامــه !
درځــــم ان شاء الله تـــر قـنــدهـــــاره بــــه درځــــــــم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x