افغانستان

د بګرام په چاودنه کې ټپي شوی امریکايي عسکر ومړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لېندۍ ۱۸مه، ۱۳۹۵ل): د امریکا دفاع وزارت اعلان وکړ چې د بګرام په هوايي ډګر کې دننه ټپي شوی امریکايي عسکر د خپل ټپونو له امله ومړ.

دغه عسکر آلن براون (Allan Brown) نومیدی، ۴۶ کاله عمر یې درلود او د امریکا د مریلانډ (Maryland) د ټاکوما پارک (Takoma Park) ښار څخه وو.

په خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړی تر ټپي کېدو وروسته امریکا ته انتقال شوی وو خو تېره ورځ په پوځي روغتون کې د خپل ټپونو له امله ومړ.

د امریکايي رسنیو د خبر سره سم «براون» په پوځ کې پنځه مډالونه اخیستې وه، او د افغانستان په شمول په عراق کې په مکرر ډول دنده تر سره کړې وه.

باید وویل شي چې په بګرام کې دننه د طالبانو نفوذي کس پر امریکايي عسکرو هغه مهال چاودنه وکړه، کله چې هغوی د پخوانیو جنګیالیو د لمانځني په موخه را غونډ شوي وه.

پيښه د (شنبه، لړم ۲۲مه، ۱۳۹۵ل) په ورځ را منځته شوې وه او هغه مهال امریکایانو د دوه عسکرو او دوه پوځي قراردادیانو وژل تایید کړې وه او د ۱۶ نورو ټپي کېدو خبر یې ورکړی وو.

په پوځي قراردادیانو کې یو متقاعد جنرال هم شامل وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x