انټي اکسیدانت څه شی دی؟

ډاکټر نجيب الله ملګری

آیا کله مو فکر کړی چی انټی اکسیدانت زموږ د بدن لپاره څومر ګټور دی ؟

آیا پوهیږی چې انټی اکسیدانت زموږ او ستاسو په ورځنې خوراک کې څومره اړین او د بدن د نورو غړو تر څنګ پوستکې ته څومره ګټه لرې

نو ویلی شو چې انټی اکسیدانت د صحت لپاره ډیره ګټوره ماده ده

انټی اکسیدانت د نورو ګټو تر څنګه په بدن کې د هغه Free Radicals

یا ازادو شعاګانو سره مبارزه کوې کوم چې زموږ بدن ته زیان رسوونکې وی

په حقیقت کې انټی اکسیدانت څه شی دی او څنګه دغه کړنه ترسره کوې نو کله چې په دی پوه شئ نو د انټی اکسیدانت په په ضرورت به هم پوه شئ

راځئ چې لومړی فری راډیکلونه وپیژنو

فری راډیکلونه هغه وخت منځ ته راځې کله چې یو شمیر مالیکولونه د اوکسیجن سره اکسیدیشن د عملیی لاندی راشی او بیا بیرته جدا شی دا یوه ډله نه ټینګیدونکې مالیکولونه دي کوم چې د حجراتو څخه د هغوئ الکترونونه اخلې او ځانونه پرې ټینګوې چې په دی سره متاثره شوی حجره هم په فری راډیکل بدلیږی چی یو شمیر ویجاړونکې مضری کړۍ جوړوې

د مثال په ډول کله چې موږ یوه روغه مڼه پرې کړو او په آزاده هوا کې یي پریږدو څو شیبې روسته د پرې شوې مڼې رنګ تغیر کوې نو د یادې زیانمې شوې حجري مثال کټ مټ همداسې دی

کله چې زموږ بدن خپل دفاعی سیستم په کار اچوې نو فری راډیکل په طبعی ډول منځ ته راځې د بیلګې په توګه کله زموږ دفاعی سیستم یو ویروس له منځه وړې نو  فری راډیکل جوړوې تر څو ویروس ختم کړې کله چې ویروس ختم شې بدن بیرته د فری راډیکلونو د له منځه وړلو لپاره انټی اکسیدانت جوړوې دغه راز فری راډیکلونه د بدن څخه خارج هم جوړیدی شې

لکه ککړه هوا، سکرټ څکول، نصوار اچول، مصنوعې او کیمیاوې غذاګانې او حتا د لمر وړانکې هم فری راډیکل تولیدوی

انټی اکسیدانت د آزادو راډيکلونو  ټول هغه ناوړه کړنو څخه  مخنیوې کوې کوم چې حجراتو ته زیان رسوونکې وې خو دلته  اصلې ستونزه هغه لاملونه دي کوم چې د بدن څخه دباندې آزاد راډيکلونه جوړوې نو ددغه  راډیکلونو په وړاندې بدن په کافې اندازه انټی اکسیدانت نشې جوړلوې ځکه چې د بهر څخه د زیات شمیر راډیکلونو تعداد د داخلې انټی اکسیدانت په وړاندې په څو چنده زیات وې

نو په دغه حالاتو کې د بدن حجرات یا خو زیانمن کیږی او یا هم له منځه ځی که دباندې څخه هروخت او د اوږدې مودې لپاره زیات آزاد راډیکلونه بدن ته داخل شې د ژر زړښت، مزمنو ناروغیو او حتا د سرطانونو لامل کیږې

نو ددی ستونځې د له منځه وړلو لپاره باید موږ هم له بهر څخه د غذاګانو په ذریعه انټی اکسیدانت واخلو

په زیاد شمیر کې غذاګانې شته چې انټی اکسیدانت لرې خو موږ دلته یو شمیر مهم یې تاسو ته درپیژنو

ویټامین C په اوبو کې منحل انټی اکسیدانت دی چې په لیمو، نارنج او مالټه تازه مرچ او نورو کې په ډیره اندازه پیدا کیږې او همدارنګه له ویټامینE سره مرسته کوې ترڅو په فعاله ډول کار ترسره کړې

ویټامین E : په  شحمو کې منحل انټی اکسیدانت دی کوم چې د آزادو راډیکلونو سره په لومړۍ کرښه کې مبارزه کوې غوره داده چې ویټامینE  باید له ویټامین C سره یوځای واخیستل شې

که آزاد راډیکلونه په بدن کې پاتې شې څه پیښيږی؟

که چیرته زموږ بدن په کافې اندازه انټی اکسیدانت تولید نکړې او یا له دباندې څخه وانه خسیتل شې نو آزاد راډیکلونه زموږ د بدن په حجراتو په چټکۍ سره برید کوې او د بدن هره حجره له منځه وړلې شې

د زړه د ناروغۍ هم له دغو ستونزو څخه شمیرل کیږې نو ویلې شو چې ویټامین E په شحمو کې منحل او یو غوره انټی اکسیدانت دی د خراب کلسترول یا LDL په له منځه وړلو کی اړین رول لوبوې د شحمو د پلاکونو له جوړیدو څخه مخ نیوې کوې په رګونو کې وینې جریان تنظیموې او د زړه او رګونو د ناروغیو سره مبارزه کوې

آزاد راډیکلونه د یو شمیر ناوړه ناروغيو سبب کیدې شې لکه Parkinson’s Disease ، الزایمر او خطرناک سرطانې ناروغۍ

همدارنګه آزاد راډیکلونه د زړښت پروسه هم چټکه کوې کوم چې د بدن په پوستکې ښکاره کیږې

نو ددی په خاطر چې د یو شمیر ناروغیو تر څنګ د زړښت پروسې څخه کوم چې د آزادو راډیکلونو په ذریعه منځ ته راځې مخنیوې مو کړې وې باید پخپل ورځې ژوند کې هغه غذاګانې وکاروو کوم چې انټی اکسیدانت لرونکې وې په تیره بیا ویټامینE اخستل ډیر اړین دې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د