us.embassy.kabul-2

د امریکې په سفارت د طالبانو پیغام لرونکی برید

نن ټکی آسیا- سرمقاله: د دو شنبې په ورځ د کابل رژیم د کورنیو چارو وزارت ویاند له رسنیو سره په مطبوعاتي څرګندونوکې وویل چې دښمن (طالبان) خپلو ټاکلو هدفونوته په رسیدوکې ناکامه شول .

نوموړي د طالبانو د سږکال ټاکلي پوځي اهداف د لویو لارو تر ولکې لاندې راوستل او په ولایاتوکې د ځینو سمیو لاندې کول وښودل.

صدیقي دا هم وویل چې نه یواځې دا چې طالبانو د خالد بن ولید په کلنیو پوځي عملیاتو کې خپل اهداف ترلاسه نکړای شول ، بلکې په ډیرو مواردو کې د هغوئ هغه ګواښونه چې په امنیتي لحاظ یې رامنځته کړی ول هم د دولتي ځواکونو لخوا له منځه یوړل شول .

 د صدیقي له څرګندونو دوه ورځې وروسته د چار شنبې په ورځ دکابل ښار په تیره د امریکا سفارت خوندي ودانۍ د طالبانو د توغندويي بریدونو هدف وګرځیده .

د امریکا سفارت په کابل ښارکې په امنیتي لحاظ تر ټولو خوندې سیمه ګڼل کیږي ، د هغې د حفاظت لپاره په داسې کچه امنیتي تدابیر نیول شوي چې کرزي او د هغه د کابینې وزیران یې هم د امریکايي ځانګړو ځواکونو له اجازې او پلټنې پرته انګړ ته د ورداخلیدو جرأت نشي کولای .

د ا مریکا په سفارت د طالبانو توغندويي برید چې خپله صدیقي یې دجزئیاتو په اړه رسنیو ته معلومات ورکول له محاربوي او تکتیکي پلوه ډیر اهمیت لرونکي برید ګڼل کیږي .

دغه مهم برید دزماني او مکاني شرائطو په پام کې نیولو سره ځکه مهم ګڼل کیږي چې طالبانو په عملي ډول د ا ثابته کړه چې هغوئ د اقدام او ابتکار عمل قوه په لاس کې لري او یواځې په لویو لارو یا ځینو ولایتونو کې نه ، بلکې هرځای حتی که هغه په کابل کې دامریکاسفارت ، یاپه بګرام کې د امریکایانو ترټولو مجهزه پوځي اډه هم وي چې دوئ وغواړي په اساني سره یې په نښه کولی اوهلته د میشتو امریکایانو ژوند ګواښلي شي .

په کابل کې د امریکاسفارت په نښه کول او هغه هم په داسې خاصوشپو ورځوکې چې امریکايي پوځي او دیپلو ماتیک چارواکې ورکې د کریسماس دخوښې په مراسموکې د ګډون لپاره راټولیږي خپل ځانګړی پیغام لري .

په دې برید سره طالبانو یوځلي بیا امریکایانوته دا پیغام ورکړ چې د افغانستان په هیڅ ځای کې هم د دوئ ژوند خوندي نه دی ؛ ځکه طالبان کولای شي په هرځای کې چې وغواړي امریکايي مهم پوځي او دیپلو ماتیک اهدف په نښه کړي .

بل هغه څه چې د غه دلالت لرونکي برید راڅرګند کړل هغه داچې طالبان د دغسي مهمو اهدافو دپه نښه کولو لپاره مخکې ترمخکي محاربوي پلانونه او دهغوئ د اجراء لپاره ځانګړي تیارسۍ مسلکي ټیمونه لري ، ځکه د کابل غوندې په ګڼ میشته ښارکې یواځې د امریکې سفارت و دانۍ تشخیص او بیا په نښه کول بغیر له قبلي معلوماتو او تجهیز نه ناشونی کار ګڼل کیږي .

د ژمني موسم په رارسیدو سره طالبان غواړي د دغسي مهمو او پیغام لرونکو بریدونو په ترسره کولو سره خپل پوځي عملیات له اطرافي سیمو څخه د ښارونو مراکز و په تیره د کابل په زړه کې د امریکا اونورو بهرنیانو په مهمو پوځي او دييلوماتیکو مرکزونو باندې متمر کز کړي ، ځکه دا شان تکتیکي بریدونه د خپل نشراتي اهمیت ترڅنګ دښمن له سخت رواني تشویش سره مخ کوي او په هیڅ ځای کې هم ځان په امن او آرامي کې نشي احساسولای .

د نن ټکی آسیا سرمقاله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د