شعـــــرونه

ستا شهامت ته مې په دو لاسو سلام دۍ ياره!

ياغي زړګي مې ماتې نه منل پې ودې منل
ستا شهامت ته مې په دو لاسو سلام دۍ ياره

سلسله « هوډ »

نن په رښتيا سره تا وښودله چې ته په حقه يې …¡

ته د محمد رسول الله وارث يې…¡

ته د مسلمانانو يواځنۍ هيله يې…¡

طالب جانه…!

تاته وايم…!

تا خو به د دين په لاره کې ډېرې ستړياوې، نا اميدۍ، مشقتونه او هر رنګه عذاب ګاللۍ وي  کنه

ته خو به په مياشتو کلونو د خپل کور خواته هم نه يې تللۍ

تا خو به په يبلو پښو د وطن ټول غرونه لارې کوڅې … پل کړې وي

تا خو به لوږه، تنده، زخميتوب ،وېره،  يخ ، ګرمي او هر ډول دنياوي عذاب په ځان منلۍ وي

تاته به چا په روژه ماتې کې څه درکړي وي کنه

تاته به کوم کور چاي ډوډۍ درکړې وي کنه

تاته به خپلو شهيد شوو ملګرو څومره درد درکړۍ وي

تاته به له خپل کور مور پلار خويندو وروڼو ښځې او بچيانو جدايي څومره سخته وه

تاته به په لوږه او تنده کې جنګ څومره سخت وو

تاته به د نيول شوو ملګرو د خبر اورېدل څومره سخت وو

تاته به د مهماتو او وسلو نه شتون څومره سخت وو

تاته به په دومره ساده وسلو له پرمختللې تکنالوژۍ سره مقابله څومره سخته وه

په تا به د اختر ورځ څنګه تېرېده

د اختر په ورځ به زمونږ هم لاسونه سره وو او ستا هم

خو زمونږ به په نکريزو سره وو

او ستابه د خپل شهيد ملګري په وينو

مونږ به چې ګودر ته تلو ته به د لوړو غرونو په سر نهر ناست وې

او د طاغوتي دښمن انتظار به دې کاوه

مونږ به چې سبق ته تلو تا به په مدرسه او جومات کې مونږ ته د ننګ قصې کولې

د خپلو شهيد شوو ملګرو هغه دشهادت سحنه به دې يادوله

تا به چې  کله د غزا د ميدان واقعه بيانوله  مونږ به په يو غږ درته الله اکبر ناره کوله

زه به په هغې ورځې ډېره خفه وم ، په کومه ورځ له چې تاسو زمونږ جمات ته نه راتلۍ

کاشکې تاسو ماته هم د جهاد اجازه راکولای

څومره به خوښه وم

ستاسو تر شا به د غزا ميدان ته روانه وم

خو زه څه ووايم په خپل خلقت ناشکري خو ګناه ده
……………….
..

زما هغه ټول شيان ياد دي هو

تا خو د ټولې وحشي نړۍ دښمني ته سينه ډبولې وه

تاته خو خپل ورور پلار تربور او هر سړی دښمن وو

تاته خو کلي ښارونه لارې کوڅې غرونه او هر ځاي اور وو

ته خو د ټولې نړۍ په نظر وحشي او دهشتګر وې

ته خو حتی د خپلو هېوادوالو په ذحنونو کې بد وې

ستا نوم خو د نفرت سره يو ځاي يادېده

مګر اوس دې څنګه دا جګړه وګټله ..؟

اوس ولې څوک درته ترهګر نوم نه يادوي…؟

غربيان نو اوس ولې تا سره سوله غواړي…؟

ته خو کوم سوپر توان هم نه يې …؟

نو دا ولې….؟

دا هر څه څه دي…؟

خوب خو به وي ..؟

نو ته ولې ترهګر يادېدې ….؟

او نن درسره ولې خلکو سولې ته غاړه کېښوده …؟

زه خو بيخي حيرانه يم …!

دا هر څه څه دي ها …؟؟؟؟؟؟؟

ولې امريکا چې د نړۍ سوپر توان وو ستا په وړاندې ماتې وخوړه …؟

ولې؟

ولې؟

ولې؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حبيب الله

الحمدلله الحمدلله الحمدلله له ٹولومجاهدينو دالله جل جلاله قبول كڑى….اوله ملته دافغانستان دالله جل جلاله قبول كڑى…..
مبارك.مبارك.مبارك..كاميابى.مبارك ٹولووطنوالوته….

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x