افغانستان

نن د بګرام له زندانه نهه اتيا زندانيان خوشي کېږي

نن ټکی آسیا:  د سرچينو په حواله نن پنجشنبه (دمرغومې پنځمه) له بګرام زندان نه هغه نهه اتيا زندانيان خوشي کېږي، چې کلونه کلونه يې په زندان کې بې له کوم جرمه او محکمي تېر کړي دي.

د سولې شورا يو فعال چې نه غواړي نوم يې خپورشي وايی: دغه زندانيان زموږ په مرسته له زندانه خوشي کېږي،موږ يې کورنيو ته حال ورکړی دی.

د یادفعال په وينا د دوی ملګري نه يواځې په دغسې پېښو کې فعاليت کوي، بلکې دې زندانيانو ته يې تر خپلې وسې ځينې ډالۍ هم اخېستې دي.

دسرچينې په حواله د یادو زندانيانو په پاڼو کې تر ډېره د بزګر، محصل او شاګرد دندې ليکل شوې دي.

بګرام په افغانستان کې یو له هغو زندانونوڅخه دی، چې نږدې سلګونه افغانان پکې بې له محکمې شپې سبا کوي.

په یاد زندان کې ډېری زندانيان له پښتنو مېشتو سيموڅخه دي.

ياده دې وي، چې دغه زندانيان به نن خپلوکورونيو ته تسليم شي،له بګرامه نږدې هرکال دغسې خلک خوشي کېږيې، چې د جرم اړوند يې په کلونو کې هيڅ پوښتنه هم نه وي شوې، خو بیا هم دغه زندان پرزندانيانو ډک دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x